داڅنګه ړنګه بنګه له کتاره راوتلې            
ښکاريږي راته داسې له خوماره راوتلې
پرته يې په سرو شونډو نرۍ پرښه وه دمينې     
دتورې شپې له غيږې سپين سهاره راوتلې
اوتره يو خوا بل خوا غلچکۍ غلچکۍ ګوري         
له کوره پټه پټه پري واره راوتلې
خورې يې په سپين مخ وې تورې زلفې الوول         
دګلو سره غونچه وه له بهاره راوتلې
زمونږه کليوالې په ساده مينه پوهيږې              
دا چا وې چې لا مينه بس له ښاره راوتلې
دازړه يې راځنې ځکه (ارماني)په منډه يوړ          
دسپين غر غرڅنۍ سمه له ښکاره راوتلې