څومره پرېشان يم پرېشان، بې له جانان
ژوند شه خاورې، خاورې شه جهان، بې له جانان
يار چې وي زړه وايي بس له هر سړي نه ځار شم
سم لكه بلا شي هر انسان، بې له جانان
فكر د ژوندون او مرګ به څنګه را پيدا شي
فرق نه لري ګټه او تاوان، بې له جانان
ستا په راتلو سم د پسرلي غوندې ښايسته شم
شم لكه د ژمي بيابان، بې له جانان
مړ  وم خو بيا هم يوه سړي ته انتظار وم
هاغه دي يو _يو راغله ياران، بې له جانان