راشه په کوڅو کې دجرګو خبرې نشي
چرته چې په موږ کې دپردو خبرې نشي
ډيرو شپو له راشه چې ديو بل نه خبر شو
ياره په يو شپه دډيرو شپو خبرې نشئ
وايمه دځان سره چې دابه ورته وايمه
دا چې شې اشنا په حوصلو خبرې نشي
ياره ستا دهجر اوږدو شپو شوګيره کړ ې يم
ګوره چې مې اوس په حوصلو خبرې نشي
زه او ته چې ووينو له ورايه سره پوه شو
چاوې چې په سترګو کې دزړو خبرې نشي
خداى خبر خاطره زه بيا چېرته ته بيا چېرته
پريږده اوس په تلو کې دراتلو خبرې نشي
17.12.2007
- laman
څومره پرېشان يم پرېشان، بې له جانانژوند شه خاورې، خاورې شه جهان، بې له جانانيار چې وي زړه وايي بس له هر سړي نه ځار شمسم لكه بلا شي هر انسان، بې له جانانفكر د ژوندون او مرګ به څنګه را پيدا شيفرق نه لري ګټه او تاوان، بې له جانانستا په راتلو سم د پسرلي غوندې ښايسته شمشم لكه د ژمي بيابان، بې له جانانمړ وم خو بيا هم يوه سړي ته انتظار ومهاغه دي يو _يو راغله ياران، بې له جانان
...
17.12.2007
- laman
زړه مې درد کوي له زړه ورپسې ژاړمدښمنان چې مې وي مړه ورپسې ژاړم ما د يار دغه غوښته هم پر ځای کړهنه يې نوم اخلم او نه ورپسې ژاړم بېلتانه دې د هرچا په غم شريک کړميار د بل درومي او زه ورپسې ژاړم ...