د laman laman لخوا خپرې شوې لیکنې
پښتو په غوړېدو ده
دا چې نن سبا د پلازمينې په ښونځيوکې د پښتو ژبې د عملي کېدو دښمنانو ته سړى وگوري نو داسې هېله ورته پيدا کيږي چې دغه ژبه که خداى کول د تنکيو ځوا نانو په مټ له وژل کېدو وساتل شوه . خو دا کافي نه ده . په لوى لاس يو شمير کړۍ او کسان بيا غواړي دغه ژبه د هديرو خواته وليږدي .يوې نړيوالې ټولنې څه موده وړاندې دهغو ژبو لېست خپور کړ چې د لمنځه تلو له گواښ سره مخا مخ دي .په دغه ارزونه او نړيوال رپوټ کې پښتو هغه ژبه ښودل شوې وه چې له دغه گواښه بچ ده همدارنگه که وروستيو بدلونونو او له لوستو او
په معاصروادبیاتوکې،سمبولیکواشعاروته لنډه کتنه
د انسان له پيدا يښت سره ژبه پيدا شوه او د ژبې د هنري کولو لپاره الله (ج ) ځينو انسانانو ته ځانګړې وړتياوې ورکړې دي. په هره ټولنه او د هرې زمانې انسان دخپل چاپېريال تر اثر لاندې د وخت ساده ژبه هنري کړې چې د همغې ټولنې وګړيو ته يې په زړه کې لارې کړي دي.داچې د وخت په تېرېدوسره ټولنې بدلون موندلى اودخلکو غوښتنې بدلې شوي، نوهمدا وجه ده چې ژبې هم ورسره سم يو څه نسبي بدلون موندلاى دى،يعنې د هغه وخت ځينې کلمې يې پرېښي او ځينو نويو کلمو ته يې په ځان کې ځاى ورکړى دى همدا
څلوریځه
څه ساده دی داپښتون چې تربګني کا زه دزړه وینې پرې څښم دی دښمني کا خلکو لاندې ترپښو ستوري سپوږمۍ کړل دی لا دوو مېږوته ناست دی اوشپني کا
دپښتواو د ژباړې اړتیاسیمینار
په اوسنۍ پرمخ تللې نړۍ کې ژبه ېوازې دژبې په توګه پاتې نده بلکه په هماغه ژبه پورې دتړلې ټولنې اوویونکو دکلتور استازیتوب هم کوي،څومره چې ېوه ژبه په علمي او تعلیمي ډګرکې پرمخ ځي هومره ورسره تړلی کلتوروده کوي اوروښانه کیږي .پښتوهم ېوه داسې ژبه ده چې دویونکو شمېر یې خورا زیات دی خوپه پرمختلي علمي ډګرکې دسیمې له نوروژبولکه اردواوفارسۍڅخه ېوڅه وروسته پاتې ده.دېوې ژبې دبډایولواودودولوېوه ګټوره لارژباړه ده،نن سبا هره ژبه له همدې لارې خپلې نیمګړتیاوې پوره کوي اوښېګڼې یې نوروهغوته رسیږي.له
اسامه فلم،نیمګړتېاوې اوسیاسي غرضونه
اسامه د طالبانو ترماتې وروسته د افغان فلم يوه ښايسته ډالۍ وه،چې په نړيوالو هنري نندارتونونو کې يې ګڼې جايزې ترلاسه کړې. دغه فلم د سياسي او هنري جوړښت له مخې ډېر ژر نړيوالو سينماوو ته لاړ او ډېر ژر يې د ((کن))،د يونسکو د سرو زرو کمرې جايزې او ډيپلومونه ترلاسه کړل. دغه فلم په نيوزيلنډ، ملبورن ښار، ډيلي، کوپنهاګن، ټورنټو اوځینې نوروځايونو کې هم نندارې ته وړاندې شو، چې ډېر تود هرکلى يې وشو. ((اسامه)) په ملي او نړيواله توګه وستايل شو او دغو ستاينو يې پر ټولو نيمګړتياوو پرده وغوړوله. په ((اسامه
لمن مې ډکه ده له کاڼوخوڅوک نه پرې ولم - په عادتونوکې دایوعادت دغره لرم زه
هوکې ! دالمن هم هماغسې يو ه لمن ده چې توري، ټکي ،کلېمې، جملې اوحتا ټولې ليکنې يې داحساس ، عاطفې ، انساني زړه سوي اوترحم لپاره ډېر ډېر څه لري. دالمن دلفظ اومانا لمن ده ،په دې لمن کې به د فکر ،خيال ،مانا ،احساس ،عاطفې اوترحم خواږه سره راټولېږي اوخپر يږي . دالمن د(ل م ن ) له ټکو جوړه هاغه مادي اومعنوي لمن ده چې هم ديو ستر افغاني کلتوردفولکلوريکو کيسو ګڼې انګېرنې پېړۍ پېړۍ تر شا لري او هم يې عيني او ذهني انځور دښايست او ښکلا له مخې ډېرې ما ناوې ښندي .په
پښتانه یو،خوپښتونه وایو
وايي چې ژبه دپوهاوي يا افهام او تفهيم يوه وسيله ده او چې څومره دا وسيله غښتلې او پرمختللې وې په هماغه اندازه يې دويونکو او ليکونکو شناخت يا پيژندګلوي هم ډيره وي . تر کومه ځايه چې خبره دپښتو ژبې ده نو دا په افغانستان کې داکثريت او داساسي قانون له مخې ملي او رسمي ژبه ده خو له بده مرغه داسې ښکاري چې پښتو اوس دغه ټول لقبونه له لاسه ورکوي ،او ويونکي خوڅه چې ليکونکي يې هم بيخي مخ په کميدو دي هو!مونږ داسې ډيرې بيلګې لرو چې دا بيلګې دولايتونو په پرتله په پلازمينه کابل کې ډيرې تر سترګو
فلسفي
فلسفي هغه چاته ويل كېږي، چې فلسفي پوهه ولري، فلسفه يې خوښه وي، د فلسفې اړوندې پوهې لكه: رنځپوهنه، ارواپوهنه، رياضيات، هندسه، ستورپېژندنه، منطق، ادب او نورو كې پوره پوه او لوى لاس ولري. او دارنګه په حكمت (فلسفه) چې د موجوداتو په احوالو د ځانپوهونې پوهه ده، او د ټولو پوهو مور ګڼل كېږي پوره ماهر او رسېدلې وي.فيثاغورس لومړنی كس ؤ چې ځان يې د حكمت خوښوونكی ونوماوه، ځكه د هغه په اند د حكيم صفت يواځې څښتن تعالى لپاره ځانګړی شوې دى.هغه ژوند د لوبو له ډګرونو سره پرتله كاوه او ويل به يې چ
لمر،شپه اوګل
( لمر، شپه او ګل) د ښاغلي محمد اکبر اکبر شعري ټولګه ده. د دې ټولګې که کاغذ او دوتنه عالي ده نو محتوا او مضمون يې هم ښکلی دی. ښاغلی اکبر طبيب دی. د طبيب کار د رنځ علاج وي. علاج په تشخيص کېږي او تشخيص کلنيکي لوحه غواړي .موږ د يوې رنځورې ټولنې غړي يو. ساهو اديب او شاعر د ټولنې د يو
څه ګورم
ګورم جهان کې څوک کعبه ځینې بوتان جوړويغلطه پوهه له سړي ځینې شيطان جوړويد سړو کار دی چې د خپل وطن کارونه کړي جوړنجونه او پېغلې سينګارونه کوي ځان جوړويتهذيب ضرور دی نظافت او ښه لباس دی په کارفېشن چې زيات شي له ځلمو بازينګران جوړويد ودانۍ اميد له هر چانه کېدلی نشيله خاورو ګټو ښه کورونه معماران جوړويچې انساني رڼا پيدا شي په مغزو کې د چاهغه کوښښ کړي په عالم کې انسانان جوړويډېر تفاوت شته په انسان کې د معنا په لحاظواړه مشغول دي ځينې ځان ځينې جهان جوړوي
غزل
لكه په سر با ندې چې ولونه د پټكي تا وېږي دا سې مې زړه څخه غمونه د لالي تا وېږي د پښتنو پېغلو په شا ن چې په زيا رت طوا ف كړي څو تا ندې هيلې مې په شپه كې په زړګي تا ويږي چې تورې زلفې دې په سرو اننګو تا ورا تاو شي وا يم ښا مار دى چې په بېړه تر غمي تا وېږي څو پېغلې هيلې مې د خيا ل په كعبه دا سې څرخي لكه له ټپ څخه چې څړيكې د ټپي تا وېږي شي به د او ښكو له بارا ن سره برېښنا ژوندون مې د وربل ورېځ چې په اسما ن دې دتندي تا وېږي&nbs
غزل
ځي تښتي يو له بله ټول وګړي په دې ښارکې دهر چا ار ما نونه دي نيمګړي په دې ښارکې دا ستا خونخوارې سترګې چې ترڅوپورې غړيږي نو کيږي به همداسې دلته مړي په دې ښارکې راشنه به شي،رالوی به شي،وږمې به یې خورې شيما وکرل د تاندې مينې ز ړي په دې ښار کې که خان دی که ملادی، که رهبر دی که واکمن دیهر يو په زړه داغونه دي راکړي په دې ښارکې که څو ېې هېرومه،نه هېريږي څه پرې وکړم ؟دژوند زرينې پاڼې مې باد وړي په دې ښارکې خدای خبر پوهان اوهوښياران کومه خوا تللي يوڅو ليوني ګرځي
دلوی خدای په نامه
شاعران يو په نغمو يادوو خدایښکلي ګورو ، په لېمو يادوو خدایخدای بلد کړو د توبو په ماتولوغړپ کوو له پېمانو يادوو خدایشېخ د کاڼو په تسپو يادوي خدایموږ د اوښکو په تسپو يادوو خداید ژوندون په ګوتو برګې تسپې وايوهم په ورځو هم په شپو يادوو خدایيم هيرجن چې هير مې نه شي راته خاندهستا له شونډو اننګو يادوو خدایايا تونه دې په سترګو کې موسکي ديستا له سترګو پښتنو يادوو خدایموږ کاروان د لېونو ازادي غواړوپه کړۍ د زولنو يادوو خدای
غزل
تا چې زما او ما دې تا سترګې راواړولېځان ته مو خپله د دونيا سترګې راواړولې تاته يې د ګوتې د نيولو جرئت هم ونکړوموږ لېونيو ته هر چا سترګې راواړولې پرخه يم ګله ستا په غېږه کې مې کله پرېږديلمر ميرات مړي وينې بيا سترګې راواړولې ته قضاوت وکړه چې نوم د وفا چاته ورکړمتا نا اشنا غم دې اشنا سترګې راواړولې د سپېلني د زړه لوګي به ډېر درولېږمهوار کړه که نن چېرې هوا سترګې راواړولې
لنډۍ
اختر په ټوکو ټوکو راغی نه مې اوږۍ شته نه د غاړې تاويذونهاختر ته ډېره خوشالېږم زما ديار وعده اختر دی رابه شينهاختر له تا سره ښایېږي نور خلک خوشې د اختر هوس کوينهاختر نژدې دی ياره راشه مبارکي به يو وبل ته ورکوونهاحمده خدای دې جنتي که تر هندوستانه پورې تا کړي جنګونهاخر به خاورې شې جانانه ما اشنا
كيږدۍ
سترګو مې ګل مخې، ستا په لار كيږدۍ وهلې دهتاو، رانه لمبې دي ،انتظار كيږدۍ وهلې دهګل غوندې په زلفو كې مې ونغاړه، چې ښكلې شېوګوره لمر مخې، چې خمار كيږدۍ وهلې دهځمه چې په تور، دتورو زلفو باندې وزانګمهاغه دى منصور زړه مې، په دار كيږدۍ وهلې دهوخت دپسرلي شو، په ګلانو كې به يي خوښ كړمهستا اوربل ته ګل ! ماپه ګلزار كيږدۍ وهلې دهخدايه ! دجانان دوړانګو تاو، ستي ستي كړمهعشق مې له غيرته، په انګار كيږدۍ وهلې دهلاړ سپيره خزان، كارغان هم والوتلرابه شي بلبل، ما په بهار
غزل
څه ساده خلک يو چې څوک راته راوګوري لږ مونږه ورمنډه کړو لاسونه ورته دواړه ورکړومونږ اطرافيان بس په هرچا کوو دخپلو ګمان څوک چې راپاڅي تالاشئ ته مونږه غاړه ورکړودوی مو په شاړو واسکټونو کې بمان لټوي مونږورته جيب نه موټې کورت راواخلو واړه ورکړومونږ ساده خلک په ټګئ او برګئ نه پوهيږو &
غزل
خوښیږي مې په ښکلو کې ېوازې پښتنې بس سل واړه په سلو کې ېوازې پښتنې رنګینې مرغلرې سپینې سرې لروګلرنګېهندوهندوکاکلوکې ېوازې پښتنې زمونږ دملک خوبان خوخداېږوغونډ شفق شفق ديپابندې په آغلوکې ېوازې پښتنې دانورناپښتانه ښکلي مې دي دسترګو تورخوخوښ مې دي په ګلوکې ېوازې پښتنې نن نورې ګل لبانې یارانې په نري ست کړيالماس مینه منلو کې ېوازې پښتنې
غزل
نن مې بيا په زړه راوورې، نن مې بيا ته مېلمنه يېهرې ساه سره مې مله يې، څومره ټينګه پښتنه يېمونږ د وخت له ګوتو وتي، زمانې رټلي خلکچې لا پايو، نو جانانه بس هم ته مو بهانه يېمنشوري حسن څښتنې ، پښتني رنګونه نغاړېد خوشحال بابا ديوان يې او که پټه خزانه يې؟دا لوټلى پېغلوتوب دې، دا بې رنګه زندګي دې اه زمونږ د ويجاړ کلي بې سرليکه افسانه يېما له ګوتې نيسه ياره د غزل په سخته لاره ته زما د خيال لارښوده، د لفظونو خزانه یې
غزل
تشه راغلې له چينې منګی دې مات که اوس به څه کوې بانې منګی دې مات کهپه دوه ګوتو دې نيولی و له کبره په نازونو باندې تلې منګی دې مات کهپه وربل باندې دې ښکته اوبه راغلې په سينه دې بهېدې منګی دې مات کهډيرو پيغلو و په غيږ کې ګرځولی