د laman laman لخوا خپرې شوې لیکنې
غزل
داجازې نه هر څه وتي له منتر وتلي دتور نقاب نه دې شغلې دسپين بشروتليخدای دې زموږ ايمان ته خير کړي نور به څه ووايو درانجو کرښې دې دسترکو نه بهر وتلياوس هم ديو بل له ګريوانه ګوتې نه وباسي په پښتنو پسې قامونه په لښکر وتليستا په فراق کې خو لا شپه نيمه هم تيره نه وه
طنز دارزښتونوننګونه
طنز په لغت کې مسخرې کولو، پېغور ورکولو او ګډون ته وايي. طنز د مخالفو يا متضادو کلمو امتزاج دى؛ لکه: د ګوړې اچار، مربع مرچ، خداى بښلې پښتو ټولنه، د لمر اننګي او نور... په پورته ترکيبونو کې راټول شوي څيزونه وينو، چې له يو بل سره مانيز تناسب او منطقي تړاو نلري؛ خو طنزي ارزښت لري؛ ځکه له مخالفو څيزونو څخه جوړ دي. په (خداى بښلې پښتو ټولنه) کې د (خداى بښلى) مرکبه کلمه يوازې د انسانانو لپاره کارول کېږي او له (پښتو ټولنې) سره منطقي همغږي نلري. د (لمر اننګي) هم يو نامنطقي ترکيب دى؛ځکه لمر اننګي نل
د((وجود))او((شهود))په باب دمحدث دهلوي شاه ولى الله پريکړه
شاه ولي الله (رح)دنورو ډيرو مسلمانو پوهانو غوندې دځينو ما بعد الطبيعه مسايلو په باب چې دقران او سنت له چينې خړوبيږي،ژوره ځيرنه لري،او موخه يې داوه چې ددغو متضادو فکري خوځښتونو تر منځ يو ترکيب، پخلاينه او تلفيق را منځ ته کړي. ده زيار وګاله،چې دابن عربي او حضرت مجدد الف ثاني نظريات تلفيق کړي .دشاه(رح)ددغه تلاش دښه پوهيدنې له پاره به ددغو دواړو مفکرينو نظريات را لنډ کړو.(وجود) په دوو بېلابېلو ماناوو پېژندلای شو : ړومبى دمعرفت دپوهې له نظره به يې صورت يا دهستۍ علمي تصور فرض کړو
څلوریځه
سرمې ځارشه هم قربان دخپلې خاورې لاړ به نشم په هېڅ شان دخپلې خاورې که مې سرځي که مې مال ځي پدې خاوره پرې به نږدم دښمنان دخپلې خاورې
دشمشادتلويز يون اوددانش خپرندويه ټولنه دپښتوژ بې،ادب،تا ر يخ او فرهنګ دوه ریښتوني خادمان
په دې کې هيڅ شک نشته چې پښتو ژ بې،ادب او تا ر يخ ته به ډېرو قدر منو پوهانو ،لېکوالو او شاعرانو ډېر دقدر وړ خدمتونه کړي وي اوکو ي به يې او ډير په زړه پو رې اثار به يې هم کښلي وي چې دا په خپل ځای کې د ډېر قدر وړ کارونه دي،خو ز ما په عقيده هغه سترخدمتونه چې په ډېره لږ ه موده کې د شمشاد تلوېز يون اود دانش خپرند ويې ټولنې دا فغاني فرهنګ ودې او غو ړيدوته کړ ي دي د ډېر درناوي او قدر وړ دي٠ په دې کې هېڅ شک نشته چې ز موږ په ګران هېواد افغا نستان کې به ډېرخلک وي چې مادي طا قت او وس به لر ي،خ
رحمان باباولمانځل شو
دروان کال دلړم دمیاشتې په پنځمه نېټه په کابل کې دافغانستان دعلومو اکاډمۍ لخوا دپښتوژبې دسترصوفي شاعر عبدالرحمن باباددرې سوم تلین په یاد دوه ورځنی نړیوال،علمي څېړنیز سیمینار جوړشو.ددغې غونډې دپرانستلوپرمهال ویناوالوپه خپلوڅرګندونوکې درحمان بابا دژوند اوهنرپه بېلابېلوبرخو خبرې وکړې اودنوموړي پرادبي هلوځلو یې رڼاواچواله .رحمان باباپه قوم مهمنداو دپلار نوم يې عبدالستار دی نوموړی په (۱۰۴۲) هجري کال دپېښور په (بهادر)کلي کې زېږېدلی . رحمان بابا دپښتوژبې یو خوراسترعارف اوصوفي شاعر
لیکونه اوځوابونه
دلوی اوبښونکي خدای په نامهله هرڅه نه وړاندې د لمن مجلې ټوکارکوونکوته دمینې اوخلوص نه ډک سلامونه اونېکې پیرزوینی ډالۍ کوم ،بیاورته دزړه له کومی مبارکی وایم اودعاورته کوم چی الله دې دالنډه لمن نوره هم ارته اوپراخه کړي لمن ډېر ښکلی اوپه زړه پورې نوم دی، لمن دافغانی کلتوریونښه ده اودانښه باېدتل ژوندۍ وساتل شي نورموپه لوی اوبښونکي خدای سپارم پدې هیله چې دغه وړه لمن ېوخت ګاونډېوهېوادونوته هم ورسیږي مننه ډاکتر ایمل/کابل
دلمن په اړه
درنولوستونکو:ښایي دلمن له نوم سره له ډیرپخوانه اشنااوسۍ خودلمن په نوم خپرونه به مولانه وه لیدلې یااوریدلېپه هرصورت ،دایوه خپلواکه، ادبي،کلتوري میاشتنۍخپرونه ده چې بیلابېل ادبي اوکلتوري موضوعات رانغاړي . ددغې خپرونې د خپريدو اصلي موخه داده چې د هېواد ، ژبې او كلتور د لاښه چوپړ لپاره بایدلاډېرڅه وشي .لمن نه غواړي دنورو ډېروخپرونوپه څېرهرڅه ته لاس واچوي بلکه هڅه یې داده چې یوازې ادبي اوکلتوري موضوعات خپاره کړي ترڅوپه دې توګه په لمن کې هره خپرېدونکې موضوع څه ناڅه دلوستونکو ادبي تن
دخبرلیکنې آرونه (اصول)
دخبرلیکنې آرونه (اصول) دځوان اوتکړه ژورنالست محمد آصف شینواري لخوا پښتوته ژباړل شوی اثردی چې په ۱۳۰مخونوکې چاپ شویپه کتاب کې دخبر پېژندنې ،خبرټولونې اوخبرخپرونې په اړه کره اوپه زړه پوري معلومات راغونډ شوي ديدغه کتاب دانش خپرندويې ټولنې خپور کړى دى.محمد آصف شینواري تردې وړاندې دایراني لیکوال یونس شکرخواه د(خبر)په نوم کتاب هم ژباړلی
نوې خبریالي
د زلمي ليکوال او ژورناليست نذيراحمد سهار (نوې خبريالي) کتاب تازه له چاپه راووت . دغه کتاب د پاکستان د مشهور اردو ژبي ليکوال رياض ثاقب ليکنه ده، چې نذيراحمد سهار په ٢١٦ مخونو کې پښتو ته ژباړلى دى په کتاب کې د خبر، رپوټ، مرکې، فيچر، کالم، اعلان، تبليغ، چاپي او برېښنايي رسنيو په اړه په زړه پورې نوي معلومات ورکړل شويدي دغه کتاب په کابل کې ميوند خپرندويې ټولنې خپور کړى دى. کتاب د افغانستان دوو مخکښو څېرو ارواښاد عبدالجليل وجدي او پوهاند دوکتورمجاور احمد زيار ته ډالۍ
داشنایانوادبي دېره
داشنایانوادبي دېره دامریکا غږآشنا راډیوه یوه ادبي خپرونه ده چې دتېرو څوکلونو راپدیخوا خپریږي .دغه خپرونه چې دشپې له یوولسو بجو نه تردولسو بجو پورې خپریږي، په ترڅ کې یې دلروبر پښتنو سیموڅخه شاعران، لیکوالان اوادیبان دټلیفون له لارې په دغه خپرونه کې برخه اخلي اودخپلې خوښې اشعار لولي .دغه خپرونه نه یوازې په افغانستان بلکه په پاکستان اوګڼ شمېرنوروهیوادونو کې خلک اوري اوخوند تراخلي .داشنایانو ادبي دېرې دتېروڅوکلونوراپدیخواخپل مینه وال اواوریدونکي هومره زیات کړي چې دشپې په د
ېوې خوږې ملګرې ته!
زماخوږې ملګرې :تاته به ښه په یادوي چې زمااوستادژوندډېرې خوږې اوترخې سره تړلي دي هغه مهال چې زه اوته دغربت (هجرت) پرمهال په ېوه ښار کې اوسېدو.داسمه ده چې زه اوته دمینې کومه ناکامه کیسه نلرو،خودملګرتوب اودوستۍ په یوه کلک مزي سره تړلي یوهمدغه دوستي زما دژوندانه رنګینه برخه ګرځېدلې اودزمانې پرمخ یې زرین ټالونه ټومبلي دي .زه په دې پوهېږم چې دژوندانه خواږه ېوازې په مینه اوعشق کې نه بلکه په دوستۍ اوملګرتوب کې هم شته خوچې ریښتوني توګه اوله زړه څخه وي هغه مهال چې
هایکو
دشپې ناوخته کورته ولې راځېسبابه ماته خلک هرڅه وایيبیابه دچاخولې ته برغولي نیسم
هایکو
جانان مې هسې مزدوري نه کويپه مزدورۍ کې خوڅه شرم ندیخلک دوبۍ اواماراتو ته ځي
غزل
تر دې بدنامه تر دې سپکه ښه دهد بېلتانه بلا دې ورکه ښه دهدوی دې سپوږمۍ ته لاړشي لمر ته لاړشيمونږه همدلته ښه يو زمکه ښه دهزلمی دې کلک وي له فولادو جوړ ويپېغله پسته ښه ده نازکه ښه دهته به له نازه وايې مړ شې خو پامله دې جملې سره خدای مه که ښه دهد شعر ورد به دې له بدو ساتيد خيرخوا ناسته له بل ځکه ښه ده
نيكمرغه ورځ
څنګه نيكمرغه ورځ وهڅه بختورمهال وګودر خالي وله غمازو نجونويواځې ته وې، دګودر په غاړه په سپينو لپو دې، منګى ډكوهچې مې دخيال شاهين تر سترګو كړلېاول به موسكه بيابه سوچ كې لاړېلكه چې ستا همزه ياد شوى ومه بيا دې، په ما نظرشوله ځايه پورتهوارخطاغوندې شوېخو ځان دې ونه بايلهما سر تر پايهدرته وكتل په غټو غټوبيا هم دمينې په دودلكه حاجي چې دكعبې طواف كړيداسې، دا ،ستا، له قامت وګرځيدم بيا دې، تر څنګ كيناستم ته شوې لږ لرې
غزل
چې سپین سهار مې په نظر رانغلېدترګمودې راته مه وایه څهکه ځې له خوانه مې نوهسې به ځېیاره دتلودې راته مه وایه څهپه ژونداومرګ څه اعتباردی اشنادتلوراتلودې راته مه وایه څهبس دی چې ستا په غېږکې خوب نه شومهدبیا لیدودې راته مه وایه څهیاره که زما دزړه په کور کې اوسېدورځو شپو دې راته مه وایه څهدخوار قسمت به فیصله داسې ويداندیښنودې راته مه وایه څهنورمې دګل پرځای کمڅوکې اوسهدپرېوتودې راته مه وایه څه
نه به ته يې نه به زه يم
يوه ورځ به دا جهان وي نه به ته يې نه زه يمهم به مځکه هم آسمان وي نه به ته يې نه به زه يم سيپن لاسونه د ساقي به ګرځوي پيالې د مُلو سره جمع به ياران وي نه به ته يې نه به زه يم د پانوس لمبې به سوځي يې فرياده وزرونه بل محفل نور به رندان وي نه به ته يې نه به زه يم تور لښکر به د اغيارو څوک په تور د ميني وژني بل منصور بل به ايمان وي نه به ته يې نه به زه يم د باطل نمرود به اور وي د حق چيغي شوروي څوک خليل به ور روان وي نه به ته يې نه به زه يم لا چښي به په خلوت کي غ
لنډۍ
اوبه د کوز ګودر خوږې دي زه دجانان لپاره بر ګودر ته ځمهپاس په ګودر ولاړه ګلهنصیب د چا يې او به زه در خيژومهپټ د ګودر په غاړه کينهچې ياره پټ په پټه وکړو ديدنونهپر ګودر نښه راته کيږدهد ما زد يګر اوبو له ځم وا به يې خلمهپه لوی ګودر دې څڼی پرې ولېپه نري باد يې وچوې مين دې کړمهته ماز ديګر ګودر ته راشه
غزل
ستا د مغرورو سترګو ست غواړمهله تا نه دومره محبت غو اړمهما پر همدې دنيا د و ز خ ليدلیزه پر همدې دنيا جنت غو ا ړمهدا ظالمان چې مختورن شي په کېله وخته نه مخکې قيامت غوا ړمهچې زړه قاضي عقل وکيل وي په کېمين ته داسې عدالت غو اړمهرټې مې څله ،څه سوالګر خونه يم؟زه خو هر څه په خپل همت غواړمهمرګه په غېږ کې به دې نيسم ضروربس ،ديو څو ورځو مهلت غوا ړمهزه د تکرار په ژبه نه پو هېږ مزه روا يت نه ، بغا وت غوا ړمه