چې سپین سهار مې په نظر رانغلې
دترګمودې راته مه وایه څه
که ځې له خوانه مې نوهسې به ځې
یاره دتلودې راته مه وایه څه
په ژونداومرګ څه اعتباردی اشنا
دتلوراتلودې راته مه وایه څه
بس دی چې ستا په غېږکې خوب نه شومه
دبیا لیدودې راته مه وایه څه
یاره که زما دزړه په کور کې اوسې
دورځو شپو دې راته مه وایه څه
دخوار قسمت به فیصله داسې وي
داندیښنودې راته مه وایه څه
نورمې دګل پرځای کمڅوکې اوسه
دپرېوتودې راته مه وایه څه