څنګه نيكمرغه ورځ وه
څه بختورمهال و
ګودر خالي و
له غمازو نجونو
يواځې ته وې، دګودر په غاړه
په سپينو لپو دې، منګى ډكوه
چې مې دخيال شاهين
تر سترګو كړلې
اول به موسكه
بيابه سوچ كې لاړې
لكه چې ستا هم
زه ياد شوى ومه
بيا دې، په ما نظرشو
له ځايه پورته
وارخطاغوندې شوې
خو ځان دې ونه بايله
ما سر تر پايه
درته وكتل په غټو غټو
بيا هم دمينې په دود
لكه حاجي چې دكعبې طواف كړي
داسې، دا ،ستا، له قامت وګرځيدم
بيا دې، تر څنګ كيناستم
ته شوې لږ لرې
مخامخ شوې راته
له خندا شنه شوې
راته ودې ويل :
څنګه ښكاريږم
ګلابي جاموكې ؟
ماويل : والله
لكه پري لكه جنت كې حوره
آه، څومره ښكلې
او سپيڅلې وه
داورځ دمينې
سهار ښايسته ،غرمه ښايسته، مازيګر هم ښايسته و