شعرونه
غزل
د بېلتانه بلا دې ورکه ښه ده
دوی دې سپوږمۍ ته لاړشي لمر ته لاړشي
مونږه همدلته ښه يو زمکه ښه ده
زلمی دې کلک وي له فولادو جوړ وي
پېغله پسته ښه ده نازکه ښه ده
ته به له نازه وايې مړ شې خو پام
له دې جملې سره خدای مه که ښه ده
د شعر ورد به دې له بدو ساتي
د خيرخوا ناسته له بل ځکه ښه ده