د laman laman لخوا خپرې شوې لیکنې
غزل
نور خو بلا ياره ستړى شوى يمزه له انتظاره ستړى شوى يمپرېږده چې دې غېږه كې دمه شمهځای راكړه نګاره! ستړى شوى يمكله، خو هم ژوند كې ته اقرار وكړهستا له دې انكاره ستړى شوى يمزه لدې نه پس كلي ته نه درځمډېر په دغه لاره ستړى شوى يمزمه چرته دښتې ته پناه وړمهنور له دغه ښاره ستړى شوى يم
غزل
شين خال ته ګوته نيسي تور اوربل ته ګوته نيسيدا څوک دي چې دې وران ويجاړ کابل ته ګوته نيسياسمان دې په دا ځينو بې عقلانو باندې پريوځيخپل ځانته نظر نه کوي او بل ته ګوته نيسيپخپله به دمينې او پښتو په لاره نه ځيزما دپګړۍ ول ديار چار ګل ته ګوته نيسيدامونږ ورته ړانده ښکارو که دا پخپله ړوند دىغل پريږدي پرځاى راشي دغله پل ته ګوته نيسيخاونده دغليم دا تورې ګوتې کړې ورماتېهر ځاې دارماني سوي غزل ته ګوته نيسي
غزل
څه کم عقل دی اورونو ته لاس نيسيزمازړه دښکلو زړونو ته لاس نيسييا ساده دى يا خو ښه مستۍ اخيستىدښامار دخولې لالونو ته لاس نيسيزه چې خپل زخمي زړګي نه تپوس وکړمګلې ستادمخ خالونو ته لاس نيسيددى هم شته دي دوه پښې او دوه لاسونهولې دا دبل لاسونو ته لاس نيسييا خزانه په نصيب کې دې اغزي ديليوني يي چې ګلونوته لاس نيسي
غشي
شنه آسمان راته ژړل چې درنه تلمهپه ماغشي لګېدل چې درنه تلمهلمدو سترګو ته دې ومرمه جانانهپه مړو مړو دې راکتل چې درنه تلمهنه شوم خال چې ستا دسپینې تنکۍ زنېرقیب ما باندې خندل چې در نه تلمههریو ګام سره مې پورته به یوجام کړآرمانونه قتلېدل چې درنه تلمه
غزل
رېباره خېر دی که په ترڅ له کبره يار ګوريزما ازار هم ورپسې دى ځانته لار ګوريداپه تصوير مې ستا دشونډودسرخو تصويرستا دانکار په مقابل کې تاله کار ګورينورو جامونه په سر واړول په خود کې نديخو يو پښتون په کې سرسام ګرځي نسوار ګوريددنګې دنګه ځواني ړنګه شه په لاره چې ځمنظرمې ځي چېرته مينار ګوري چينار ګوريسيلۍ دې دومره صبر وکړي دنښترو غره کېيوه کوچۍ ده تش يوې ټپې له وار ګوريهر مازيګرچې ببرسر له مزدورۍ راشمپه سرو منګولو مې څنډي ګردوغبار ګوري
غزل
ته چې را ياد شوې زما ياره غزل نوې ليكميو وارې بيا نن ستا د پاره غزل نوې ليكم په توره شپه كې د الهام ستوري را اوري په ماقصدمې دى كړى تر سهاره غزل نوې ليكم خبرې اوس له ځان سره په شاعري كې كوميمه روان پخپله لاره غزل نوې ليكم بيا دې لمبه را پورته شوه د بورېوالې مينېرا غلى يمه ستا تر ښاره غزل نوې ليكم د روزګار غم له هره كاره څخه و ايستمهله مودو پس يم په قراره غزل نوې ليكم مځكه دې هر وخت د اظهار ن
غزل
اې زما دمينې ياره ځه چې وځو له دې ښارهزړه مې چوي دخداى دپاره ځه چې وځو له دې ښارهدلته مينه خلوص نشته دلته ځان په ځان سودا دهزما زړه دى نا قراره ځه چې وځو له دې ښارهپلو لرې کړه له مخ نه چې تيارې رڼا،رڼا شيرانه ورکه شوله لاره ځه چې وځو له دې ښارهددې تورو،تورو منځ کې دخپل کلي سپينې ګورمدمجبورې دناچاره ځه چې وځو له دې ښارهددې ځای غوټۍ ګلونه ډير سوالګر دي وږمې غواړيستا له زلفو او له هاره ځه چې وځو له دې ښارهدا بدرنګ ترخه حالات خو په مونږخپلو دي راوستيګيله م
نارنج ګل اوپه هېوادکې نورې دودیزې مېلې
كلتور، فرهنګ، ثقافت، او دخلكو ګډ دوددستور دهر ولس او قام د تل پاتې والي نښې دي، يو عالم وايي چې ((د ځېنوخلكو تر تاريخه دهغوى كلتور يا فرهنګ ډېر ارزښت لري)) داخبره سمه او پرځاى ځكه ده،چې دنړۍ اکثره ولسونه دهغوى د كلتوري ارزښتونو په هېنداره كې ليدل كېږي او د يو ولس د پېژندنې لپاره دغه آرونه خورا ښې بېلګې دي. كلتور ي شتمني دهرې ټولنې دكړو وړو،تجربو، ذهني او فكري هستېو مجموعه ده. دنړۍ ډېر قامونه او ولسونه دهغوى د كلتوري يا فرهنګي تشخص په هېنداره كې پېژندل كېږ
دچاپی رسنېو ډولونه
دژورنالستيکو آرونو له مخې رسنۍ په درې برخو ويشلای شو.۱- چاپي خپرونې (پرنټ ميډيا)۲- غږيزې او تصويري خپرونې (راډيوتلويزيون)۳- برېښنايي خپرونې (انټرنېټ،وېب پاڼې)دلته تر ټولو لومړى غواړو پر چاپي خپرونو وغږيږو.چاپي خپرونې ديولړ ځانګړنو له مخې په لاندې برخو ويشلای شو: - ورځپاڼه- رساله- کتابونه- دېوالي جريده( اونيزه،١٥ورځنۍ،مياشتنۍ )- خبرپاڼه- فصلنامه- پوسټر - بولټن- مجله (مهالنۍ،مياشتنۍ،دوه مياشتنۍ، درې مياشتنۍ،شپږمياشتنۍ،کلنۍ)١
له اسلام سره دلوېدیځو رسنېوچلند؛ رسنیزتهذیب تر پوښتنې لاندې راولي.
دا مهال اروپا او لويدیځ په نړيواله کچه د تهذىب بېلګې ګڼل کيږي، په تېره بېاهغه هېوادونه چې د دریېمې نړۍ د هېوادونو په نامه ياديږي . دغه هېوادونه که څه هم د اروپا او لويدیځ تهذيب تر نورو ډېر ښه پېژني او په اړه يې معلومات لري، خو له دې امله چې څه يې په لاس کې نشته او واکمنان يې هم د همدغې نړۍ لاسپوڅي دي، په دې اړه څه نه شي ويلاى. اروپا دامهال له خپلو ټولو بې تهذيبېو سره سره په نړۍ کې داسې ځاى خپل کړى، چې هر څوک يې د متمدنه ژوند د تر لاسه کولو لپاره په دوستۍ وياړي او ترڅنګ يې هغه څه کوي،
شاعران نوی کال په شعرونولمانځي
دنوي کال دلومړۍ ورځې یا(نوروز) لمانځل په هرهېواد یا هره ټولنه کې توپیرلري.په افغانستان کې هم دهرې سیمې اوسېدونکي دنوي کال دلومړۍ ورځې دلمانځنې په هکله بېلابېل دودونه لري. پدې ورځ هر څوک ماهي ، سبزي چلو ، سا به ، سمنک ، او اوه ډوله میوې او نورخوراکي توکي ( څیزونه ) تیاروي.ملي لوبې کوي ،په ملي يا سيمه یئزوجشنونو کې خپل څاروي نندارې ته بيا يي او پدې توګه ددغې ورځې په لمانځلوکې برخه اخلي.دغه راز دنوي کال په رادبره کېدوسره خلک رنګارنګ جامې اغوندي،دخپلو خپلوانو کورونوته ورځي ېوبل ته دنوي کال مبارکۍ
(( مينه )) په ليکه شوه
د نړۍ له ګوټ ګوټ نه د ښاغليو پښتنو مينه والو له ډېرو غوښتنو سره سم له پېښور نه خپرېدونکې د مينې مجلې چلوونکې ادارې يو وېبلاګ په ليکه کړو چې پکښې به هغه قدرمن مينه وال چې غواړي د انټر نېټ له لارې (( مينه )) ولولي نو اوس به هره مياشت دغه مجله هم لوستې شي او هم به د دغې پاڼې له لارې خپلې ليکنې او په مخلتفو ليکنو خپلې تبصرې او نظرونه رالېږلې شي. له ګلونو مينه والو نه په ډېر احترام سره غواړو چې په مجله کښې د خپرېدو لپاره خپلې نثري او نظمي ليکنې ، تبصرې، پېغامونه او نېکې مشورې زر تر زره م
د لمن درنو چلوونكو!
راليږونکی :مومندد راليږونکي پته :azizmuhmand@gmail.comنيټه : 02-03-2008 د لمن درنو چلوونكو!سلامونه مو ومنئ.لاندې زما يوه شعري پنځونه ده تاسې ته يې په دې هيله زړه نا زړه دراست
برېښنالیک
راليږونکی :adam khan zadranد راليږونکي پته :adam_zadran@mail.ruنيټه : 12-03-2008دلمن ادبې بريښنا پاڼې ښاغلوکارکوونکوښي چارې!باور وکړې ؛من،من غواښې اخلم،چې دخواږې پښتو په پراخ ګل بڼ کې يوه بله ګلورينه لمن په ويړيدو او غواړيدووينم اودپښتون د پيړيو ،پيړيو د تږې روح تنده دشعر،لنډی،لنډو کيسو ،ځلوريځو دنيلګيو په ايښو دلو ماتوی،تاسو رښتېا هم لوی کار ته ملا تړيده،ستر ګې مې د ډيرې خواښې نه داوښکو ډاکی شوې؛ېوه کلېوالی سندره ،چې دپکتيا پيغلو به په وادونو کی بلله را ياد شوه په دې ډول ده ل
سلامونه
راليږونکی :عارف بختیارد راليږونکي پته :smohammad.ana05@mod.gov.afنېټه : 31-03-2008زه هروخت ستاسې پاڼه لولم اوخوند ورنه اخلم ډېرپه زړه پورې مطالب نشرکوۍ که چیرې دشعرونو لمن نوره هم پراخه کړی ډېره غوره به وي. په درنښت عارف بختیارله کندهارنه .
حمزه بابا سل کلن شو!
دروان کال دليندۍ دمياشتې په ۲۴ نېټه دننګرهار پوهنتون په مټ دپښتو غزل دبابا ابوالمراد حضرت امير حمزه شينواري دزوکړې سلمه کاليزه ديوعلمي سيمينار په ترڅ کې دجلال آباد ښارپه شاهي ماڼۍ کې ولمانځل شوه .په دغه سيمينار چې په کې دهيواد له ګوټ ګوټ څخه پر پوهانو ،څيړونکو ، ليکوالو او شاعرانو سربېره دکوزې پښتونخوا او دګاونډي هېواد تاجکستان ځينو پوهانو برخه اخيستې وه دننګرهار پوهنتون سرپرست رئيس پوهندوی ډاکتر عطا الله شينواري پرانست.نوموړي دخپلې پرانستونکې وينا په يوه برخه کې وويل دحمزه دغزل
دپښتونوښتګرسندرغاړی رحیم شاه
دپښتوولسي سندر غاړی رحیم شاه وایي چې هغه موسیقي ته په مینه سره پېدا شوی خو له بدغه مرغه چې کورنۍ یې دهغه له سرشاره ذوق اولېوالتیا سره مرسته ونکړه اوترټولو عجیبه داچې نوموړی یې دڅوکلونو لپاره ددې کار په خاطرترسختو انتقادونولاندې راوست.آن تردې چې دخپل نیکه لخوادکورڅخه وشړل شواوهغه مجبورشو ترڅو دهندوانوېومعبدته پنایوسي.بلاخردهغه ورورمنځګړیتوب وکړاوهغه یې دخپلې کورنۍ سره بېرته پخلا کړ.رحیم شاه دخپل ورورددې لورینې اومنځګړتوب څخه سخت خوشحاله شواودخپل ورورنوم یې ځانته غوره کړ.لدې وروسته
پسات وشو!
په زېږنتون كې يوې مېرمنې ماشومه وزېږوله، ډاكټرې ښځينه نرسانو ته دزيږول شوې ماشومې دسنبالښت په اړه سپارښتنه كوله، هلته يوه نرسه ليدل كېدله چې دناروغې مېرمنې دخدمت چارې يې تر سره كولې، لا هم د مېرمنې د (آخ) او (واى) فريادونو پر خونې سيورى كاوه، چې دمناسب قد يوه نرسه راغله، دمېرمنې سر ته ودرېده او له موسكا په ډكه خوله يې ورته وويل : (( مُبارك دې شه، ډېره ښكلې او صحتمنه جلۍ ده.))مېرمنې شور جوړ كړ: (( كومه جلۍ؟ سترګې دې خاورې شه، بې شرمې، غومبورې دې وخورې، لكه چې زوى دې رانه
دارواښادې ترورشوې شاعرۍ شاعر
دمجاهدينو دبرياليتوب په ړومبيو،کې يوه ورځ ګران (ازمون) دجلال آباد په ښکلي ښار کې پر يوه دوکان وربرابر کړم .هلته مۍوريجې ږيره ،په صورت اوسيرت متشرع،يوخوش خويه خندا پرخوله ېوڅوک ناست و .دا ړومبۍ مخامخېدنه دومره په زړه پورې او راښکونکې وه چې بيا به زما غوندې ډيرو لټوخلکوهم هلته تګ راتګ کاو.دادوکان نه و،دمرحوم (خليق صېب)دقصه خوانۍ ديره شوه.مبالغه يې مه ګڼۍ ولسي شاعر پتنګ هم ليدلی وه ،خو عجيبه داوه،چې لدغه ټول تکلف سره سره کله هم دکوربه تندى ګونجې نه شو،داډېر مينه ناک شخصيت، شاعر او ليکوال عبدا
غزل
د شفق سرخي لمبو ته ده راټولهکه حيا دې اننګو ته ده راټولهخوښوي ورته مرګونو کې مرګونهنړۍ ټوله پښتنو ته ده راټولهستا د پله خاورو کې ته له ورايه ښکارېد سپوږمۍ ځلا اوبو ته ده راټولهخمارونه غرونه غرونه پکې ځای دينشه ټوله دې لېمو ته ده راټولهد ماڼيو خلک تورو شپو ته ناست ديد جهان رڼا ډېوو ته ده راټولهد شهيد مېرمن له شرمه داسې وويل:دا ډوډۍ مې لږ بچو ته ده راټولهخماريان يې په خمار کې په لټون ديد زاهد تقوا سجدو ته ده راټولهپه تياره شپه کې کېږدۍ رڼا کو