شعرونه
غزل
دا څوک دي چې دې وران ويجاړ کابل ته ګوته نيسي
اسمان دې په دا ځينو بې عقلانو باندې پريوځي
خپل ځانته نظر نه کوي او بل ته ګوته نيسي
پخپله به دمينې او پښتو په لاره نه ځي
زما دپګړۍ ول ديار چار ګل ته ګوته نيسي
دامونږ ورته ړانده ښکارو که دا پخپله ړوند دى
غل پريږدي پرځاى راشي دغله پل ته ګوته نيسي
خاونده دغليم دا تورې ګوتې کړې ورماتې
هر ځاې دارماني سوي غزل ته ګوته نيسي