نور خو بلا ياره ستړى شوى يم
زه له انتظاره ستړى شوى يم
پرېږده چې دې غېږه كې دمه شمه
ځای راكړه نګاره! ستړى شوى يم
كله، خو هم ژوند كې ته اقرار وكړه
ستا له دې انكاره ستړى شوى يم
زه لدې نه پس كلي ته نه درځم
ډېر په دغه لاره ستړى شوى يم
زمه چرته دښتې ته پناه وړمه
نور له دغه ښاره ستړى شوى يم