اې زما دمينې ياره ځه چې وځو له دې ښاره
زړه مې چوي دخداى دپاره ځه چې وځو له دې ښاره
دلته مينه خلوص نشته دلته ځان په ځان سودا ده
زما زړه دى نا قراره ځه چې وځو له دې ښاره
پلو لرې کړه له مخ نه چې تيارې رڼا،رڼا شي
رانه ورکه شوله لاره ځه چې وځو له دې ښاره
ددې تورو،تورو منځ کې دخپل کلي سپينې ګورم
دمجبورې دناچاره ځه چې وځو له دې ښاره
ددې ځای غوټۍ ګلونه ډير سوالګر دي وږمې غواړي
ستا له زلفو او له هاره ځه چې وځو له دې ښاره
دا بدرنګ ترخه حالات خو په مونږخپلو دي راوستي
ګيله مکړه له اغياره ځه چې وځو له دې ښاره
زه يې ګورم تورکارغان ځي له دې ځای نه زمونږ بڼ ته
اى زما نصيبه خواره ځه چې وځو له دې ښاره
نڅومه خپلې اوښکې دخپل مات رباب نغموته
له ماښام نه تر سهاره ځه چې وځو له دې ښاره
دزړه سواند درنځور زړه نه اسويلي او زګيروي دواړه
پورته کيږي څه بې واره ځه چې وځو له دې ښاره