ته چې را ياد شوې زما ياره غزل نوې ليكم
يو وارې بيا نن ستا د پاره غزل نوې ليكم
په توره شپه كې د الهام ستوري را اوري په ما
قصدمې دى كړى تر سهاره غزل نوې ليكم
خبرې اوس له ځان سره په شاعري كې كوم
يمه روان پخپله لاره غزل نوې ليكم
بيا دې لمبه را پورته شوه د بورېوالې مينې
را غلى يمه ستا تر ښاره غزل نوې ليكم
د روزګار غم له هره كاره څخه و ايستمه
له مودو پس يم په قراره غزل نوې ليكم
مځكه دې هر وخت د اظهار نوي ګلونه كوي
څنګه هوا دې ده كوهاره غزل نوې ليكم
زه تبسم ستا د كاروان مل يم له ډېره وخته
ځكه خو نن عارفه ياره غزل نوې ليكم
09.04.2008
- laman
اې زما دمينې ياره ځه چې وځو له دې ښارهزړه مې چوي دخداى دپاره ځه چې وځو له دې ښارهدلته مينه خلوص نشته دلته ځان په ځان سودا دهزما زړه دى نا قراره ځه چې وځو له دې ښارهپلو لرې کړه له مخ نه چې تيارې رڼا،رڼا شيرانه ورکه شوله لاره ځه چې وځو له دې ښارهددې تورو،تورو منځ کې دخپل کلي سپينې ګورمدمجبورې دناچاره ځه چې وځو له دې ښارهددې ځای غوټۍ ګلونه ډير سوالګر دي وږمې غواړيستا له زلفو او له هاره ځه چې وځو له دې ښارهدا بدرنګ ترخه حالات خو په مونږخپلو دي راوستيګيله م...
09.04.2008
- laman
رېباره خېر دی که په ترڅ له کبره يار ګوريزما ازار هم ورپسې دى ځانته لار ګوريداپه تصوير مې ستا دشونډودسرخو تصويرستا دانکار په مقابل کې تاله کار ګورينورو جامونه په سر واړول په خود کې نديخو يو پښتون په کې سرسام ګرځي نسوار ګوريددنګې دنګه ځواني ړنګه شه په لاره چې ځمنظرمې ځي چېرته مينار ګوري چينار ګوريسيلۍ دې دومره صبر وکړي دنښترو غره کېيوه کوچۍ ده تش يوې ټپې له وار ګوريهر مازيګرچې ببرسر له مزدورۍ راشمپه سرو منګولو مې څنډي ګردوغبار ګوري...