د laman laman لخوا خپرې شوې لیکنې
غزل
سترګې پټې زړه مې ډوب فکر خفه غوندې سې ده اشنا غم مې سې زړګې باندې ميلمه غوندي سېده رڼاګانو ده ښکلاؤو ده جذبو په ښار کې زړه می په يو نظر را مړ کي پرې تياره غوندي سېزما نه به هيڅ ستا توري سترګي تور لېمه هېر نه سېکه مې ده مخه دا دنيا چپه چپه غوندي سې کله په زړه سي مي چاپير سي داشنا يادونه اوښکي بيالې او سترګي دواړه مي چينه غوندي سې نور هيڅ ارمان به دی ،،سېلاب،، په زړه کي پاته نه سي که يه ليلی په څنګ يو واري ويده غوندي سي
دحسن سیلاب یوغزل
ده وفا وفا قصې سوې نورې ورکېده جانان ده غېږ مزې سوې نورې ورکې د وفا او ده وصال قصرونه وران سول د دېدن ښکلې درې سوې نورې ورکې سې په تمه ده دېدن به کې ولاړ وېهغه لارې او کوڅې سوې نورې ورکېسې هر وخت هره شېبه به په خندا وېده خندا هغه شيبې سوې نورې ورکېسې هر وخت به ېه جانان جانان وېلوهغه ژبه هغه خولې سوې نورې ورکېسې خماره به روان وې مېخانې ته ها ساقې او مېخانې سوې نورې ورکې چې ،سېلاب، ده تکبر ورباندې راغۍ بس د مېنې کروندې سوې نورې ورکې
دلمن له ښاغلوچلوونکویوه هیله
دلمن ویبلاګ اولمن جریدې ډیرومحترموکارکونکوسلامونه اوښې چارې. له هرڅه وړاندې دې درته دلمن دپرله پسې اوومې ګڼې دچاپ کیدومبارکي وایم ،خدای)ج( دې وکړي چې لمن دتل لپاره همداسې وځلیږي . زه هرځل ستاسې جریده دانټرنټ له لارې لولم ،خوهغه کسان چې دانټرنټ آسانتیانه لري ښايي دغه جریده ورته ونه رسیږي،نوزماهیله داده چې که دلمن جریده دافغانستان ټولوولایتونوته واستول شي نو ډیرخوند به وکړي.مننه عبدالله ګل-کنړ-اسعدآباد
دلمن چلوونکوته سلامونه اودرناوی
راليږونکی :مومن اکبرصدیقد راليږونکي پته :mominakbar_seddiq@yahoo.comنيټه : 27-01-2009دلمن چلوونکوته سلامونه اودرناویډیروخت کیژي چې ماتاسې ته یوبریښنالیک درلیږلی ؤخونه پوهیږم چې ولې خپور نه شو،غواړم په لنډو ټکو کې ووایم چې ستاسې ویبلاګ ډیرخوندورمطالب لري اوډیرپه زړه پورې ویبلاګ دی هیله ده چې په راتلونکې کې هم ورته مطالب خپاره کړۍ.په درنښت
خپل دخاپوړو کلي اګام ته!
اى کاش ! سږ پسرلي کې څو کيږدۍ اګام ته راشياى کاش ! چې بيا هغه مسته کوچۍ اګام ته راشيوه خدايه ! دا مو کله پېر زو کيږي په خپل کلي چې توره نېمه شپه کې دې ګولۍ اګام ته را شيځه خير ! که نن لمبه شوې تورې بوړې خو يو وخت به سلام ته دې يورپ نه شهزادګۍ اګام ته راشيچې کله له خپل ځان نه هم څو چنده ښکلي ګورې دستورو مشره خور،سپېنه سپوږمۍ اګام ته راشيوالله چې غزلتوري دې حيران شي ورته پاتېشاعره ! په سندرو چې مرغۍ اګام ته راشيزمونږه دا ساده کليوال خداى نه بيا ګيله کړيج
دپښتوپه معاصرشعرکې،جانان،یار اواشنا
جانان، يار، اشنا درې واړه مترادفې کلمې دي چې زموږ د اوسني پېر د ځوانو شاعرانو په شعرونو کې په تکرار تکرار ليدل کيږي. يار او اشنا په ورستيو وختونو کې د پښتو په شعر کې را ټوکيدلي خود)جانان( کلمه بيا ډيره لرغونې ده چې نه يوازې په کلاسيک ادب کې، بلکې زموږ د ژبې په فولکو ريک ادب کې هم زياته تر سترګو کيږي. په ځانګړې توګه په لنډيو کې ډيره کارول شوې ده: جانان مې سر په وطن کېښودپه تار د زلفو به کفن ورته ګنډمه جانان زما زه د جانان يمکه په بازار مې خرڅوي ور سره ځمه جانانه لاړې اسماني شو
په اولس رغونه کې دادبي ټولنوونډه
افغاني ټولنه چې څومره دخپلو ارزښتونوپه لرغونتيا او دهغو په ټينګتيا وياړلې وه،له بده مرغه هماغومره دې درې لسيز ناورين دتس نستيا ښکار کړه.په دغه ارزښتونو کې له ټولنيزه نيولې. چې دملي يوښت دپياوړتيا بنسټ يې ؤ، بيا تر ديني،سياسي،کلتوري او آن ادبي ارزښتونو پورې له څېرمې يا ړنګ او يا مسخ شول. ددغوړنګيدليو او شړيدليو ارزښتونو دبيا راژوندي کونې ادعا ډير خپل او پردي ځان ته دڅه ويلو مدعيان زيات کړل.هرچا دې ملي ناورين ته ددرملنې سياسي او ساينسي نسخې پر دې ناورين ځپلي اولس وازمېيلې.ددې رنځوراولس ددرملنې
طبيعي شتمني جمع كلتوري شتمني مساوي ملي شتمني
د يوه هيواد ملي شتمني په دوو برخو ويشلاى شو: ۱- طبيعي شتمني. ۲ - كلتوري شتمني.غرونه، ځنګلونه، سيندونه، دښتې، ورشوګانې، څاروي،كانونه او نورې هغه شتمنۍ چې په يوه هيوادكې موجودې وي دا طبيعي شتمنۍ دي چې د يوه هېواد په ودانولو، وده او پرمختګ كې كار ترې اخيستل كېږي. كله چې پر دې شتمنيو لاس ووهل شي او د انسان د تصرف نښې په كې وشي نو بيا دا طبيعي شتمني په كلتوري شتمني واوړي او د يوه هېواد په تاريخ كې د دې هېواد د اوسېدونكو د ذهني ودې او استعدادونو ښكارندويي او څرګندويي كوي. زموږ ګران
دشاعر او شېخ نه پوخلاکيدونکى دريځ!
که دختيز دادب سترتوکى)شعر(وکتل شي، نو له بابا ادمه تر دې دمه سره چيرې شيخ او شاعر پوخلا شوي نه دي، او بيا په پښتو شعر کې خو دغه بهير ډېر څپاند ښکاري. شيخ چې ومري،څه ترې پاتې نه شي،خو شاعر دا دتورو ټکو قلندر تر محشره توره په لاس ښکاري. ځکه تور ټکي ښه ميراث دى، او هغه دچا خبره چې خداى)ج(له نور هرڅه خبرې ښې ګڼلي، ځکه له اسمانه دلومړي ځل له پاره خبرې راولېږل شوې،که نه؟ دخداى سره خو سره او سپين هم ډېر وو.شاعر ته خبرې ابديت وربخښي. بشري تمدن هم دټکيو او تورو په وسيله تر موږ رارسيدلى، که نه خداى )ج
راني مکرجي،ټیټکۍ اوجزابه پیغله
نوم: راني تخلص: مكرجيد زيږيدلو نيټه: د ١٩٧٨ کال د مارچ ٢١مهکورنى ژوند: مجرده ده دا هيڅ هيجاني خبره نه وه چې راني مکرجي د جوهو مکرجي کوپر د ښوونځي څخه له فارغيدو وروسته د ممبئ ښار ته په فلمونو کې د برخه اخيستنې لپاره لاړه.د هغې پلار يو تقاعد شوى فلمي لارښود، مور يې سندرغاړې او ورور يې د فلمونو توليدوونکى وو.د هغې له کورنۍ څخه يوه بله ، د هغې د تره لور)ديباشري روى(هم يوه مشهوره بنگالۍ فلمي کارکوونکې ده. خو د هغې د ښکلا، ښه شخصيت او کورنۍ تاريخچې سره سره هغې ونه شو کړلى په
سپینه پکړۍ
په موټر سايكل سپور سړى چې د دولتي ودانۍ مخې ته رانږدې شو، نو د ملي اردو له غبرګو موټرو يو د ودانۍ د اوسپنيزې دروازې په لوري ور كوږ شو، په موټر سايكل سپور د هغې لارې منځته ور ورسېد چې د ملي اردو لومړنى موټر به پرې د جلال اباد او تورخم له لويې لارې ودانۍ ته ننوته، سپور ورخطا شو، په لږه شېبه كې يې د اړخته كېدو ټولې لارې تر نظر تېرې كړې، خو چې فيصله يې كوله، نو بيا خړ موټر تر خپلې سينې لاندې كړى ؤ.مازيګر نږدې و، موټر د ښار له ګڼې ګوڼې وتلى و چې يوې دولتي ودانۍ ته څېرمه چلونكي موټر په نورو ولاړو
دمحمدنعیم اتل لیک
راليږونکی :محمد نعيم اتلد راليږونکي پته :naeem_atal@yahoo.comنيټه : 15-01-2009دټول افغان داينټرنيټ پاڼی ټولوکارکونکوته لومړی نيکې هيلې اوسلامونه ډالۍ کوماووروسته زه ستاسو ځخه ډيرسخت ګيله من يم ځکه چې تاسو مخکې زما لومړي ليک ته هيڅ ځواب را نه کړ.داځل هيله کوم چې زما دي ليک ته ځواب ورکړی ځکه چې دازمالومړی ځل دي چې زه شعر ليکم چې آياداددي وړ دي چې په آينده کې نورهم وليکم کنه زما لومړۍ شعر په لاندی ډول دي. احساس زمونږ مړ شوۍ فکرونه بدل شويهيلي مومړي شوي اميدونه ست
دلمن مینه والوته احترامات
راليږونکی :سمیع اللهد راليږونکي پته :hewad@gmail.comنيټه : 15-01-2009 دلمن مینه والوته احتراماتتېره ورځ مې دپکتیا په ډاګ کې څو غزلې ولوستې چې هره یویې نواښت لري چې له جملې نه یې دتسل چې دخوست اوسیدونکی دی درمان هم دخوست اوسیدونکی دی چې په غزل کې یې دنوښت څرکونه وینوخو هغه غزل چې ما پرون ولوسته.دښاغلي بختیارځدران غزل وه چې له حده مې ډېره خوښه شوه تر ډېره حده په نووتجربوولاړه غزل وه لدې خبرو مې مطلب دادی چې شایدداخبرې کاروان هم نه وي کړي داځوانان دي له نویو مشاهدواوت
دنورستان ددنګوغرونښترته دسپین غره دڅیړۍ لیک
دنورستان ددنګوغروزخمي او سوى لوى نښتره!سلامسلام پرتا اوستاپرهغوتاندو ريښوچې دزمانې اوسپنيزوږليويې فرعوني سرته ستاهسکه غاړه په سجده نه کړه اولايې څرګنده کړه چې دې سرله تقديره له يو رب پرته چاته سر نه دى ټيټ کړى .ماليدل چې ستاپرڅانګودزمانې سوغات دسرو غوښوجنډې تړلې.ما ليدل چې اوسپنيزې مرغۍ راغلې او ستاتر شنو څانګو لاندې خوبولې ماشومې سترګې يې وتخنولې اودزلميتوب تنکي خوبونه يې ترې غلا کړه.ماليدل چې تنکي لاسونه شنه اسمان ته لپه شوي وواوستا دسلامتۍ دوعا يې لوسته.هغه شيبه مې هم وليده چې په دې ت
شعرونه اوشعارونه
وايي چې)شعريوازې دشاعر داحساس بيان نه دى دهغه نوروکسانو داحساساتوبيان هم دى چې دشاعر سره پکې څه ناڅه شريک دي خو شعر نشي ويلی(او همدغه پخې وينا ته په پام سره موږپه ډيرومشاعرو کې ډيرى ګډونوال وليدل چې شاعران نه وي خو پورته پورته غورځي،لاسونه پړه کوي،شور جوړوي او د)بيا يې ووايه،بيا،بيا......(نارې وهي. که څه هم چې دغه شعرونه دشعر په واقعي مانا شعرونه نه وي خو عوام په دې نه پوهيږي چې دا شعرونه دشعري ارزښتونو) ښکلا ،تخيل ،فکر، خيال،احساس او عاطفې( له مخې څومره په تول پوره او کره دي.خو چې دکوم ګ
شعرولیکوکه نثر؟
د روان کال د اوړي په موسم کې يوه ورځ په کابل کې افغان ادبي بهير ته لاړم ، د بهير د سټيج په سر په دې موضوع تود بحث روان و چې شعر وليکو که نثر ؟ لومړی شپون صيب په دې اړه پوره رڼا واچوله او بيا ښاغلي منلي صيب د شپون صيب د خبرو په تاييد زياته کړه : هر هغه څوک چې د ښو شاعرانو په څېر د بيلګې په توګه د پسرلي صيب او کاروان صيب په څير شعر نه شي ويلی ، نو ښه به وي چې شعر ونه وايي ،ما
طنزدانسان لویه لاسته راوړنه
طنزيو ادبي او هنري خوتر څنګه يې نيوکه لرونکى فکر دى.طنز تل دنيوکې بڼه لري او د)چرنيشفسکي (په وينا طنز دنيوکې وروستى پړاو دى.طنز په ټاکلي ځای او شيبه کې په مالګينې خندا سره دانسان او ټولنې دننه او دباندې تضادونو په هنري انځور وړاندې کول دي. ښه طنز ليکوونکى پوهيږي چې په يوه ټاکلې شيبه کې دتضادونو وړاندې کول ناشوني دي خو دطنز چاپېریال ټولنيز ژوند دى.هغه چاپېريال چې تل ددننه او دباندې تضادونو کوربه وي.په ځانګړې توګه له يوتاريخي پړاو نه بل ته دتېريدو پرمهال چې دا تضادونه خورا ښه راڅرګنديږي او دطن
دلمن داوومې ګڼې انځور
استادعبدالله بختانی خدمتګار،چې دپښتوژبې اوادب په چوپړکې یې خپل تور ویښته سپین کړي.
یوڅوبیتونه!
له آسمانه سهارداسې آوازراغیچې داځمګه په همت باندې خواړه شيپه پېسوپسې پښتو،پښتونارې ديپښتانه هم پاړسي وايي چې ماړه شيبختانیه!که افغان ملت راویښ شونودخلکودروزګاریوبندتاړه شي
پوهنتون که دانشګاه؟
شاوخوا پینځه کاله وړاندې تر یو نیم زروزیات دملت استازي دهېواد داساسي قانون دتصویب له پاره په پلازمېنه کابل کې سره جرګه شول او تر یوې میاشتې زیاتو ناندریو وروسته یې اوسنی اساسي قانون تصویب کړ.ددې قانون په)۱۶ (ماده کې راغلي چې په هېواد كې موجود ملي، علمي او اداري مصطلحات ساتل كېږي،څرنګه چې دا نومونه له خپلې لغوي معنى څخه يوې نوې اصطلاحي معنى ته ورننوزي نو ځکه یې ملي مصطلحات او ملي ترمينالوژي بولي. دا مصطلحات ځكه نه بدلېږي چې ټولې دولتي راشې درشې او پرېكړې پرې ولاړې دي او كه كله په ك