ده وفا وفا قصې سوې نورې ورکې
ده جانان ده غېږ مزې سوې نورې ورکې
د وفا او ده وصال قصرونه وران سول
د دېدن ښکلې درې سوې نورې ورکې
سې په تمه ده دېدن به کې ولاړ وې
هغه لارې او کوڅې سوې نورې ورکې
سې هر وخت هره شېبه به په خندا وې
ده خندا هغه شيبې سوې نورې ورکې
سې هر وخت به ېه جانان جانان وېلو
هغه ژبه هغه خولې سوې نورې ورکې
سې خماره به روان وې مېخانې ته
ها ساقې او مېخانې سوې نورې ورکې
چې ،سېلاب، ده تکبر ورباندې راغۍ
بس د مېنې کروندې سوې نورې ورکې