سترګې پټې زړه مې ډوب فکر خفه غوندې سې
ده اشنا غم مې سې زړګې باندې ميلمه غوندي سې
ده رڼاګانو ده ښکلاؤو ده جذبو په ښار کې
زړه می په يو نظر را مړ کي پرې تياره غوندي سې
زما نه به هيڅ ستا توري سترګي تور لېمه هېر نه سې
که مې ده مخه دا دنيا چپه چپه غوندي سې
کله په زړه سي مي چاپير سي داشنا يادونه
اوښکي بيالې او سترګي دواړه مي چينه غوندي سې
نور هيڅ ارمان به دی ،،سېلاب،، په زړه کي پاته نه سي
که يه ليلی په څنګ يو واري ويده غوندي سي