راليږونکی :مومند
د راليږونکي پته :azizmuhmand@gmail.com
نيټه : 02-03-2008

د لمن درنو چلوونكو!
سلامونه مو ومنئ.
لاندې زما يوه شعري پنځونه ده تاسې ته يې په دې هيله زړه نا زړه دراستوم چې په ويبلاګ كې يې خپره كړئ، زړه نازړه ځكه چې ځينو ويبپاڼو ته مې همدغه شعر ورلېږلی وه خو خپور يې نه كړ د هر لامل په اساس چې وه.
لاره وكړه
سپېڅلو اميدونو زما زړه ته لاره وكړه
د بدر پرښتو چې بيا سپين غره ته لاره وكړه
ښكاري چې به نوره زما د زړه مينه په ډاګه شي
هلئ چې واړه يار مې چاړه ته لاره وكړه
ګوندې دې اختر كې زولنې د جانان ماتې شي
ملګرو! شازلمو د كابل وره ته لاره وكړه