شنه آسمان راته ژړل چې درنه تلمه
په ماغشي لګېدل چې درنه تلمه
لمدو سترګو ته دې ومرمه جانانه
په مړو مړو دې راکتل چې درنه تلمه
نه شوم خال چې ستا دسپینې تنکۍ زنې
رقیب ما باندې خندل چې در نه تلمه
هریو ګام سره مې پورته به یوجام کړ
آرمانونه قتلېدل چې درنه تلمه
09.04.2008
- laman
رېباره خېر دی که په ترڅ له کبره يار ګوريزما ازار هم ورپسې دى ځانته لار ګوريداپه تصوير مې ستا دشونډودسرخو تصويرستا دانکار په مقابل کې تاله کار ګورينورو جامونه په سر واړول په خود کې نديخو يو پښتون په کې سرسام ګرځي نسوار ګوريددنګې دنګه ځواني ړنګه شه په لاره چې ځمنظرمې ځي چېرته مينار ګوري چينار ګوريسيلۍ دې دومره صبر وکړي دنښترو غره کېيوه کوچۍ ده تش يوې ټپې له وار ګوريهر مازيګرچې ببرسر له مزدورۍ راشمپه سرو منګولو مې څنډي ګردوغبار ګوري...
09.04.2008
- laman
څه کم عقل دی اورونو ته لاس نيسيزمازړه دښکلو زړونو ته لاس نيسييا ساده دى يا خو ښه مستۍ اخيستىدښامار دخولې لالونو ته لاس نيسيزه چې خپل زخمي زړګي نه تپوس وکړمګلې ستادمخ خالونو ته لاس نيسيددى هم شته دي دوه پښې او دوه لاسونهولې دا دبل لاسونو ته لاس نيسييا خزانه په نصيب کې دې اغزي ديليوني يي چې ګلونوته لاس نيسي...