داجازې نه هر څه وتي له منتر وتلي           
دتور نقاب نه دې شغلې دسپين بشروتلي
خدای دې زموږ ايمان ته خير کړي نور به څه ووايو       
درانجو کرښې دې دسترکو نه بهر وتلي
اوس هم ديو بل له ګريوانه ګوتې نه وباسي           
په پښتنو پسې قامونه په لښکر وتلي
ستا په فراق کې خو لا شپه نيمه هم تيره نه وه            
شيرينه، ګوره چې وښکي مې څومره زر وتلي
چې له جوماته نه راووزي په زندان ننوځي             
چې سپينې سپينې يې دخولې نه په ممبر وتلي