اوبه د کوز ګودر خوږې دي                           
زه دجانان لپاره بر ګودر ته ځمه
پاس په ګودر ولاړه ګله
نصیب د چا يې او به زه در خيژومه
پټ د ګودر په غاړه کينه
چې ياره پټ په پټه وکړو ديدنونه
پر ګودر نښه راته کيږده
د ما زد يګر اوبو له ځم وا به يې خلمه
په لوی ګودر دې څڼی پرې ولې
په نري باد يې وچوې مين دې کړمه
ته ماز ديګر ګودر ته راشه
زه به منګی په لپو ورو ورو ډکو مه
جانانه ستا د زړه لپاره
زه په غرمه د ګودر غاړې له درځمه                                     
خاونده بيادې مازد يګر کړو
په ګودر جوړشو دمنګيو کتارونه
د جلا لا ګودره وران شې
په جینکودې سا لنډی ولګاو نه
دګودر غاړه ورته نيسه
دجینۍ خوی دمر غاوۍ دې رابه شينه 
دګودر هر بو ټی داروده
چې لګيدلي پرې د پيغلو پلونه
د ماز د يګر ګودره وران شې
په خندا درشم په ژړا درنه راځمه
که ته ر يښتيا پر ما مين يې
د ګودر غاړه اجاره واخله مينه
ګودر ته ځم را پسې را شه
يوه شيبه به دې په ښه زړه وو ينمه
ګور له ځم را پسې راشه
منګي مې دوه دي نرۍ ملا مې ما تو ينه
ګودر له ځم را پسې را شه
ما په منګې کې پراټې را وړې د ينه