اختر په ټوکو ټوکو راغی     
نه مې اوږۍ شته نه د غاړې تاويذونه
اختر ته ډېره خوشالېږم    
زما ديار وعده اختر دی رابه شينه
اختر له تا سره ښایېږي    
نور خلک خوشې د اختر هوس کوينه
اختر نژدې دی ياره راشه     
مبارکي به يو وبل ته ورکوونه
احمده خدای دې جنتي که     
تر هندوستانه پورې تا کړي جنګونه
اخر به خاورې شې جانانه    
ما اشنا سترګې نا اشنا ليدلې دينه
اخر به پاتې شې ميدانه    
مسافر کډې باروي وطن له ځينه
اخرنی ځای دې لحد دی    
ظالمه مه کوه په ما ډېر ستمونه
اذان په ځنډ کوه طالبه     
زه د جانان غېږې ته اوس ورسېدمه
ارمان ارمان تېره ساعته    
پېدا به نه شې که ملنګ در پسې شمه