شعرونه
غزل
دهر چا ار ما نونه دي نيمګړي په دې ښارکې
دا ستا خونخوارې سترګې چې ترڅوپورې غړيږي
نو کيږي به همداسې دلته مړي په دې ښارکې
راشنه به شي،رالوی به شي،وږمې به یې خورې شي
ما وکرل د تاندې مينې ز ړي په دې ښار کې
که خان دی که ملادی، که رهبر دی که واکمن دی
هر يو په زړه داغونه دي راکړي په دې ښارکې
که څو ېې هېرومه،نه هېريږي څه پرې وکړم ؟
دژوند زرينې پاڼې مې باد وړي په دې ښارکې
خدای خبر پوهان اوهوښياران کومه خوا تللي
يوڅو ليوني ګرځي ستړي،ستړي په دې ښارکې
پخوا به شنو ګېډيو او لونګو ته پکار وو
اوس اخلي خلک دار لپاره پړي په دې ښارکې
پکار ده نوره تېښته له دې ښاره ای محبوبه !
خرڅېږي د انسان دبدن غړي په دې ښارکې