لکه د اوښکې زړه ژور نه لري
داسې موجونه سمندر نه لري
تا به په خپل تصویر کې څوک ځایوي؟
دلته خو څوک داسې هنر نه لري
په څومره خلکو کې تنها وي سړی
چې زړه لري او د زړه سر نه لري
په خوله خو اوس هم خلک مینې کوي
په شونډو پاړ په زړه پرهر نه لري
مازدیګری په زړه د ننه ژاړي
پېغلې منګی لري ګودر نه لري
ستا د خبرو د منطق نه لوګی
وزن بلا لري ، باور نه لري
قیصه زما د مستقبل سائله
چې شپه لري څنګ به سحر نه لري
17.12.2007
- laman
مورې مورې تږی يم په لپه کې اوبه راکړهزړه دې رانه وړی دی بې زړه ېمه لږ زړه راکړه
بيا درته ماشوم شومه نکريزې مې په لاس کېږدهخوله زما ترخه ده هله يو موټی خواږه راکړه
ما د ژوند په لوبه کې ګرېوان تر لمن وشلاوهتار په ستن کې واچوه تڼۍ د ګرېوانه راکړه
غره ته يم راغلی چې د غم په لوی زړه وژاړمډنډ مې د زړه ډب دی د رڼو اوښکو وياله راکړه
سرته مې زنګون کېږده ويښتو کې مې وهه ګوتېخوب نه راځي، خوب راوله، خوب کې الوته راکړه
...
17.12.2007
- laman
داسې خالي خو د ښايست له زورورو نه و د چينارو کلی خو بې له سترګورو نه و
چې دا کوچۍ څنګه سپېرې شونډې را کوزه شوله!سپين غر خو داسې بې مماڼو بې ګور ګورو نه و
ها څانګې ، څانګې، لختې، لختې نجونې نه شته کنه دا مازيګر خو بې ټپو او بې سندرو نه و
هغه ترې توره د دښمن په ټټر ونېوله خو خوند يې خوا کې د خورو ورو ملګرو نه و
انده! راغه سږ کال غاټول ګلان ونه ټوکول د رود پر غاړه شور د زرکو د تنزرو نه و
...