داسې خالي خو د ښايست له زورورو نه و
د چينارو کلی خو بې له سترګورو نه و
چې دا کوچۍ څنګه سپېرې شونډې را کوزه شوله!
سپين غر خو داسې بې مماڼو بې ګور ګورو نه و
ها څانګې ، څانګې، لختې، لختې نجونې نه شته کنه
دا مازيګر خو بې ټپو او بې سندرو نه و
هغه ترې توره د دښمن په ټټر ونېوله
خو خوند يې خوا کې د خورو ورو ملګرو نه و
انده! راغه سږ کال غاټول ګلان ونه ټوکول
د رود پر غاړه شور د زرکو د تنزرو نه و
17.12.2007
- laman
لکه د اوښکې زړه ژور نه لريداسې موجونه سمندر نه لري
تا به په خپل تصویر کې څوک ځایوي؟دلته خو څوک داسې هنر نه لري
په څومره خلکو کې تنها وي سړیچې زړه لري او د زړه سر نه لري
په خوله خو اوس هم خلک مینې کويپه شونډو پاړ په زړه پرهر نه لري
مازدیګری په زړه د ننه ژاړيپېغلې منګی لري ګودر نه لري
ستا د خبرو د منطق نه لوګیوزن بلا لري ، باور نه لري
قیصه زما د مستقبل سائلهچې شپه لري څنګ به سحر نه لري
...
17.12.2007
- laman
په سفر ځم اجازه راکړهداستایادونه به په زړه کې ګرځومهترتوروغرورانه پنا شوېکه دیدن نشته لیک راواستوه مئینهته ځوانیمرګ شې څه دې وکړهزه ستاپه طمعه ته دبل کوې سېلونهدلاس بنګړي دې راته مات کړهزه به مورکۍ ته یاره څه بهانه کومهپه کټ کې ناسته یار مې نشتهاوس به یې له غم سره جوړه څملم مئینهولې دې پرېښودم دلبرهتاویل ترمرګه ملګرتیادرسره کړمهپه ژوند دې خوار غواړم بېلتونهچې دې اشنا راته جداکړڅه به کړمهیادې دځان په غم اخته کړهیادې بې موراوپلاره ووین...