په سفر ځم اجازه راکړه
داستایادونه به په زړه کې ګرځومه
ترتوروغرورانه پنا شوې
که دیدن نشته لیک راواستوه مئینه
ته ځوانیمرګ شې څه دې وکړه
زه ستاپه طمعه ته دبل کوې سېلونه
دلاس بنګړي دې راته مات کړه
زه به مورکۍ ته یاره څه بهانه کومه
په کټ کې ناسته یار مې نشته
اوس به یې له غم سره جوړه څملم مئینه
ولې دې پرېښودم دلبره
تاویل ترمرګه ملګرتیادرسره کړمه
په ژوند دې خوار غواړم بېلتونه
چې دې اشنا راته جداکړڅه به کړمه
یادې دځان په غم اخته کړه
یادې بې موراوپلاره ووینم مئینه
والله که ستاسره سره پخلا شم
چې دې راکړي دي په زړه سوي داغونه
کړکۍ ته ګورم پته نشته
په خوب وېده ده که لاسونه سره کوینه
زه به ترڅو درته زارۍ کړم
که زړه دې نه غواړي ځواب راکړه مئینه