د احمد بختيارساحل لخوا خپرې شوې لیکنې


يوه ټپيزه

ما غېږ کې واخله ما خوندي که ګونځې دې لرې له تندي که نورې دې ختمې اسويلي که د برېتو څوکې دې قيچي که زما په شونډو پرهرونه جوړوينه

08.01.2011 احمد بختيارساحل

غزل \ احمد بختيار ساحل

د چا د زړه د وينو رنګ سترګو کې مه ګرځوه ښکليه ! مينه وکه جنګ سترګو کې مه ګرځوه حالات خمار دي او د کلي ځوانان تږي تږي دلبره ! مه کوه دا بنګ سترګو کې مه ګرځوه دلته يواځې ورور وژل د ننګ خبره ښکاري د ازادۍ لپاره ننګ سترګو کې مه ګرځوه د پښتنو په علاقه کې دا خبرې شته دى چې خوشال نه منې اورنګ سترګو کې مه ګرځوه ساحله ! کلى دى په کلي کې دودونه سخت دي

04.01.2011 احمد بختيارساحل

ټپيزې \ ساحل

لکه د سره انګار بڅرېيا د هارون پاچا سندرېلګي په خوله لکه شکرېدا جينکۍ وړې کوترې وړې کوترې مې خوړې نه مړيدمه +++++++++په سر يې سپينې واورې و کېد انجونو ميره ترې واده کې يا مينان ورته په زړه کې خدايه ګورګورې تورې مه کې جينکۍ سرې شونډې ور وړي تورې راوړينه ++++++++++

27.12.2010 احمد بختيارساحل

زما نوى غزل\ احمد بختيار ساحل

  سکروټې درنه ، نه غواړم ايره دې ماته را که جانانه ! د وجود يوه زره دې ماته راکه د سرو زرو د بيې اندامونه دې دا ستا وي چې ستا له خياله وتې وي هغه دې ماته راکه د ټولې زندګۍ سړې خبرې توده ومه غرور دې ماته وبخښه غوصه دې ماته راکه چې ټوله دنيا ستا يوې خبرې ته لوګى کړم ته هېڅ مه کوه ياره !اجازه دې ماته راکه که مخ دې راته نه

23.12.2010 احمد بختيارساحل

د کوټې يونليک \ احمد بختيار ساحل

لس باندې دوه بجې وې چې تمځي ته ورسېدواو ژر ژر د مونشي خونې ته لاړو د کوټې د ګاډي پوښتنه مو ترې وکړه چې چېرته ولاړ دى ؟ هغه وويل : د کوټې ګاډى خو همدا اوس لاړ درې کسان هم پکې کم وو ، تاسو ناوخته راغلۍ ! هيله من له ډېرې غوسې په چغو ورته وويل : تاسو خو په ټيکټ کې دوه نيمې بجې ليکلي دي او اوس دوه بجې او شل دقيقې دي ! په منډه د ټيکټ پلورنې خونې ته لاړو او هلته مو په ډېرې غوصې سره پوښتنه وکړه ، ټيکټ پلورونکى ډېر ښه سړى و ، په خندا يې وويل چې ستاسو ګاډى نه دى تللى هغه له

22.12.2010 احمد بختيارساحل

نوى غزل \ احمد بختيار ساحل

دا ښکلى داسې دى لکه سپرلى لکه ګلاب خو ، ماته فقط دومره شي مسکى لکه ګلاب قامت کې دې دلبره د قيامت علامې ښکاري اخر به درته مړاوى شي سړى لکه ګلاب چې مور مې دي د څه لپاره دا راته ويلي را وغوړوه هرچاته تندى لکه ګلاب چې نه يمه پاڼجنې وي چې راشمه غوړيږي د مخ په دايره کې دې يوځاى لکه ګلاب ساحله ! ته څه وايې چې دا ښکلي به څوک ښايي ؟ چې تل وايي په کلي کې يو دى لکه ګلاب

16.12.2010 احمد بختيارساحل

غزل \ احمد بختيارساحل

دا ولې ته بې نوره بې نمکه راته ښکارې ؟ باور وکه تربوره ! بې نمکه راته ښکارې جانانه ! چې له کومې ورځې نه راته راګورې بې مينې ، بې شعوره بې نمکه راته ښکارې که ټوله دنيا فتحه کړې بې ځايه اراده ده چې مور شوه په تابوره بې نمکه راته ښکارې که غم دى که خپګان دى خو رقيب خانداني دى په ما مه کوه توره بې نمکه راته ښکارې اشنا ويل ساحله ! خرابات کې لکه ګل يې خو اوس چې شوې مجبوره بې نمکه راته ښکارې

14.12.2010 احمد بختيارساحل

نوى غزل : احمد بختيار ساحل

مونږ که سندره کړې مونږه که ټپه کړې ده مونږ په کې خامخا د خپل ژوندون کيسه کړې ده مونږ چې ښکلا ليدلې مونږه خاموشي کړې ده مونږه د هر سړي په هر ځاى کې پرده کړې ده مونږه چې کوم ځاى کې د سرو ګلونو کر کړى دى په هغه ځاى کې بيا پردو ښکلو دمه کړې ده زما د غټو غټو اوښکو دې پروا ونه کړه ما ژوند بايللى تا چې کله اشاره کړې ده ساحل د هر ښکلي مزاج ته رياضت کړى دى ساحل ته هر ښکلي قسم کړى بانه کړې ده

05.12.2010 احمد بختيارساحل

د کوټې يونليک \ احمد بختيار ساحل

کوټه د زېږو پښتنو کور دى د کوټې يونليک   د زمري د مياشتې په ٧ مه نېټه د ارواښاد شهيد حاجي عبدالقدير په ژوند او کارنامو په ننګرهار هوټل کې يو ورځينى سمينار جوړ شوى و ، په دې سمينار کې د ختيځو ولاياتو اکثرو قومي مشرانو ، شاعرانو ، ليکوالانو او دخدابښلي قدير مينه والو ګډون کړى و. د سيمينار په جريان کې عطامحمد هيله من خداى شته چې تر دې وړاندې مو له يو بل سره چندان ګپ هم نه درلود او نه په يوبل ښه لګېدو ، زما ترڅ

05.12.2010 احمد بختيارساحل

کرکټ \ بختيار ساحل

د لويو وچو ترمنځ د کرکټ څلور ورځنۍ سيالۍ  چې د دوو کلونو راهيسې په لاره اچول شوې وې بلاخره په پايلوبه کې افغانستان وشول کړاى چې خپلې سيالې لوبډلې سکاټلينډ ته په ٧ ويکټو سره ماتې ورکړي . دغه پايلوبه چې د دوبۍ په نړيوال لوبغالى کې ترسره شو د دېسمبر په ٢ پيل او او نن پاى ته ورسېد . کله چې د دواړو لوبډلو ترمنځ پچه واچول شوه سکاټلېنډ وګټله او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يې ايله ٢١٢ منډې جوړې کړې چې د سکاټلينډ له لوري مک کالم په کې سليزه هم ووهله

04.12.2010 احمد بختيارساحل

ټپيزه \ ساحل

ما کور ودانه ما په نوم که زموږ په کور کې دې ځان زوم که ځان فدايي که ځان اتوم که که زورور يې زور معلوم که اوس مې ډولۍ د کلي منځ کې تېروينه  

29.11.2010 احمد بختيارساحل

کرکټ \ احمد بختيار ساحل

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن پاکستان ته په ماتې ورکولو سره په چين کې د اسيايي لوبو پايلوبې ته لاره ومونده. په ننۍ لوبه کې د پاکستان لوبډلې د پچې په ګټلو افغانستان ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه. افغان لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځيدو ١٢٥ منډې وکړې،چې دشبير نوري ٣٥،د کريم صاديق ١٩ او د محمد شهزاد ١٧ منډې په کې د پام وړ وې. پاکستاني توپ وهونکو که څه هم ښه توپ وهنه پيل کړه خو له شپږم اور څخه وروسته لوبغاړي يو بل

25.11.2010 احمد بختيارساحل

کرکټ \ احمد بختيار ساحل

د  چين  په ګوانجو ښار کې د اسيايي لوبو په لړ کې افغان کرکټ ملي لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې هانک کانګ ته په اتو ويکټو ماتې ورکړه. دا لوبه چې نن سهار د افغانستان په وخت ٦ بجې پيل شوه،لومړى د هانک کانک لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځيدو ٦٣ منډې وکړې چې د افغان توپ اچونکو لخوا ميرويس اشرف ٣ او شاپور ځدراڼ او محمد نبي دوه دوه ويکټې واخيستې. افغان لوبډلې د ٦٤ منډو ټاکلى هدف يوازې د دوو لوبغاړو په سوځيدو په ١٤ اورونو پوره کړ او

24.11.2010 احمد بختيارساحل

ټپيزې \ احمد بختيار ساحل

د ښايستونو فابريکه يې د ظاهرشاه د وخت سيکه يې تاته چا وېلې چې پيکه يې ؟ جانانه سمه امريکه يې هم ملامت يې هم زاري درته کومه +++++ زما په مينه اوس منکر دى نظر نظر ، اوتر اوتر دى خدايه ! ظالم خدايه ! کافر دى جانان مې کټ کې مرور دى د زنې سر پسې چاپېره ګرځومه ++++++ پوره پوره خواري مې کړې لکه مجبور زاري مې کړې د يارانې جواري مې کړې د جينکو يارې مې کړې ځکه مې شونډې د ګلاب

23.11.2010 احمد بختيارساحل

غزل \ احمد بختيار ساحل

مونږ پسې زړه نه کېده مونږ پسې به زړونه کېدل په عنبرينو تورو زلفو مو خوبونه کېدل په ښار کې هېڅ نه کېږي ښارکې ارمانونه نه شته کلي کې مينه کېده کلي کې جنګونه کېدل اوس يې د ښکلو په ليدلو هېڅ پروا نه راځي پخوا به زړونو کې لمبې کېدې اورونه کېدل ملګرو! زه خو يې په سور باندې هېڅ پوى نه شومه په پېښور کې هم بمونه هم ګلونه کېدل ساحله ! نه و دهغې په زړه

21.11.2010 احمد بختيارساحل

غزل \ احمد بختيار ساحل

د چا سترګې د چا زړه ورباندې سوځي اور چې بل وي پښتانه ورباندې سوځي ستا په سترګو کې دا څرنګه لمبې دي چې ور ګورمه باڼه ورباندې سوځي چې موزي کله له ښکلي سره ګورم خداى دې ووهي چې نه ورباندې سوځي ددې ښکلو عجيبه شانتې غړۍ دي چې ور وړاندې کړې چاړه ورباندې سوځي ددې خاورې د ساتلو هېڅوک نه شته ( ساحل ) ووژنئ چې ښه ورباندې سوځي ٢٠١٠ _ ١١ _ ٤ کليد راډيو

21.11.2010 احمد بختيارساحل

غزل \ احمد بختيار ساحل

  نن په دې پورې ميخانه کې يوه شپه کومهچې هر څه کيږي بس ګنا کوم نشه کومه چې ستا قامت اوستا رخسار ستايم نو بيا دلبره !هغې غزل ته پوره درې شپې شوګيره کومهدمخورو او سپين ږيرو خودې ونه منلداځل دکلي لېونو باندې جرګه کومهلېونى نه يم، چې په ځان راټولومه خلکپه زړه مجبور يم، چې رباب وهم ټپه کومههر ځل په کاڼو بدرګه يو خو بيا هم درځمهستا په کوڅه کې لا غزل ليکم دمه کومه

14.11.2010 احمد بختيارساحل

ټپيزې \احمد بختيار ساحل

ټپيزې تاسره سم ماسره وران ديګنې له تانه پر ما ګران دي څومره ناپويه دي نادان ديداستا په سترګو کې پېريان ديچې په تا راشي جوټې ماله راکوينه ++++++++++ دا هم په خوى لکه بلا دىتر ټولو غټ توپير يې دادىهغه و بوش دا اوباما دىبس خو چې څوک دامريکاي دىزموږ ياري ورسره ګرانه ده ميينه +++++++++ ښکلى که څومره ستمګر وييا دروغجن يا جواګر ويکه له غمازه

10.11.2010 احمد بختيارساحل

نوى غزل \ بختيار ساحل

بس خو چې چمبه لاسو کې ونيسي زړونو ته لمبه لاسو کې ونيسي نورو ته دمينې ترانې وايي ماته سيپاره لاسوکې ونيسي زه چې نيمه شپه غزل غزل شمه څوک راته ډيوه لاسو کې ونيسي ته چې راسره ګرځې اکثر ښکلي اور اخلي آيينه لاسو کې ونيسي ښکليه ! ستا (ساحل ) به اخر ستا په سر ټوله ميخانه لاسو کې ونيسي

10.11.2010 احمد بختيارساحل

نوى غزل \ بختيار ساحل

ښکلى يې ښکلى راپسې راځه زړه يې منلى راپسې راځه لکه پاللى مينه نه غواړمه لکه ساتلى راپسې راځه دانه وانه يې ټولوه راپسې زړه مې شيندلى راپسې راځه بيا به د ژوند په لارنه نه ودرېږي مرګ مې ګنډلى راپسې راځه نور به اغزي چېرې چېړل ونه کړي ګل مې سېزلى راپسې راځه ساحله ! چېرته به مې زړه پرېوځي عشق م

10.11.2010 احمد بختيارساحل

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more