د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن پاکستان ته په ماتې ورکولو سره په چين کې د اسيايي لوبو پايلوبې ته لاره ومونده.
په ننۍ لوبه کې د پاکستان لوبډلې د پچې په ګټلو افغانستان ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه.
افغان لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځيدو ١٢٥ منډې وکړې،چې دشبير نوري ٣٥،د کريم صاديق ١٩ او د محمد شهزاد ١٧ منډې په کې د پام وړ وې.
پاکستاني توپ وهونکو که څه هم ښه توپ وهنه پيل کړه خو له شپږم اور څخه وروسته لوبغاړي يو بل پسې پريوتل چې د شلم اور تر پايه ايله ١٠٣منډې وکړې،او افغان لوبډلې دغه لوبه په ٢٢ منډو وګټله.
د افغان توپ اچونکو لخوا د حميد حسن او کريم صادق دوه دوه او ميرويس اشرف او محمد نبي يو يو لوبغاړي وسوځول.
ټاکل شوې چې افغان کرکټ ملي لوبډله د دغو سياليو پايلوبه سبا د افغانستان په وخت شاوخوا لس نيمې بجې پيل کړي، او ننګرهار کليد راډيو د تير په څير سبانۍ لوبه هم په ژوندۍ بڼه خپروي.