د احمد بختيارساحل لخوا خپرې شوې لیکنې


غزل \ احمد بختيار ساحل

څوک چې په مينه کې اسمان ته رسي ګټې کويهغوى ياري د زورورې او د چټې کويما د هر ښکلي په غمونو پسې زړه خوړلىځکه هر ښکلى راته سپکې کوي رټې کويپه ما ورېږي خو په زړه مې باران نه وريږيکه زه لمبه کوم خو زړه مې بيا سکروټې کويهغوى ته وايئ چې مونږ اوس د جنګ له زوره نه يوڅوک چې په مونږ پسې دنيا ګوري او لټې کويدوخت همزولي يې اسمان ته ځي کورونه کويساحل تر اوسه لا په کور کلي کې خټې کوي

05.02.2011 احمد بختيارساحل

غزل \ احمد بختيار ساحل

لا ماشومه يې د زړه ساتل دې نه زدهپه پړوني کې وېښته ساتل دې نه زدهد جذباتو له دايرې وتلې نه يېد يوچا د ګرېوانه ساتل دې نه زدهد ښاريانو عادتونه در کې نه شتهبده نه يې لېکن ښه ساتل دې نه زدهدنداسه په خوله ، نکريزې په لاسونوتورې سترګې او رانجه ساتل دې نه زدهدمشرانو لاسنيوى کوه ساحله !لا د کلي او کاله ساتل دې نه زده٢ _ ٢ _ ٢٠١١سراج العمارت بڼ

04.02.2011 احمد بختيارساحل

غزل \ استا شېرحسن کمالزى

ديدن په مونږ دلبره مه کموهخداى دې زمونږ له سره مه کموههغه کيسه راته اوس ټوله وکړهکوه پوره خبره مه کموهخپل په درنو کاڼو درانه وتلهحمزه ، خاطر خيبره مه کموهپرېږده چې زه او جانان خوله په خوله يوتياره دشپې سحره مه کموهنېغ يې د سترګو باڼه بيا پورته کړهڅړيکې د زړه پرهره مه کموهاره دې ماته شه نښتر مه رېبهښايست له خپل سپين غره مه کموهښکاري راځه د کمالزي ومنهله سېل نه دا کوتره مه کموه

04.02.2011 احمد بختيارساحل

غزل \ احمد بختيار ساحل

څوک راته سترګې څوک زړګى ګوريپه کې ښکلا ګوري سپرلى ګوريوايي د ظلم نښې ښکاري په کېحالات مې مخ ګوري تندى ګوريدا زړه مې اور کوي سکروټې شينديد چا په کور کې چې لوګى ګورياوس يې د يار کلي ته کور راوړىرقيب موقع ګوري او ځاى ګوريساحل په هغه سړي ملا هم تړيڅوک چې په سترګو کې ازغى ګوري٢ _ ١ _ ٢٠١١کليد راډيو

02.02.2011 احمد بختيارساحل

غزل \ احمد بختيار ساحل

له خپلې مور نه چې په لپو کې اوبه وغواړيله هغې ښکلې نه به څنګه سړى زړه وغواړيپه دې نړۍ کې به د کرکې لمن نه خورېږيکه د زرې هومره سړى هم د چا ښه وغواړيکه خپله خاروه غواړي ژوند غواړي او مينه غواړينو نړيوال دې بيا پښتو او پښتانه وغواړيچې يوه تشه خوله موسکا درته څوک نه شي کواىپه دې حالاتو کې به څنګه سړى خوله وغواړيچې يو زړګى دې ورته ور نه کړ ناځوانه اشنا!له دې نه پس به خوار ساحل له تانه څه وغواړي٣١ _ ١ _ ٢٠١١

01.02.2011 احمد بختيارساحل

غزل \ احمد بختيار ساحل

چې نه سجده وکړي نه درد وکړي نه مينه وکړيهغه زړګى به څنګه سوى او څنګه وينه وکړيهغې خبرې ته به څنګه لېونى نه شمهڅوک چې خبره د زړګي له تاترينه وکړيهغه انسان چې د ژوندون په کوڅه نه پرېږدي څوکد ژوند خبره به بيا څه درته رنګينه وکړيله دغې ښکلې سره څه وکړمه نه پوهېږم !يوه خبره لکه اور بله واورينه وکړيساحل به هېڅکه د ژوند لاره غلطه نه کړيخو چې ياران ورته يوه خبره سپينه وکړي

30.01.2011 احمد بختيارساحل

ټپيزې \ ب ساحل

نه مې ځان پاتې نه ايمان وپه اوښکو لوند چې مې ګرېوان وژوند راته سراسر تاوان وديدن په لک روپۍ ارزان وپلو مې باد يووړ وړيا دې وليدومه+++++++++تر پښو لاندې يې خورېږهپه تورو څڼو يې بارېږهد مخ په پاڼو يې ودرېږهبارانه ! ورو ورو پرې ورېږهوړې وړې جينکۍ غره ته تلي دينه++++++++++=نورې مې ختمې حوصلې ديترمرګه لنډې فاصلې ديراباندې جوړې زلزلې ديديارانې سل کشالې ديشل ځل به مړه يم چې يو يو پوره کومه 

29.01.2011 احمد بختيارساحل

غزل \ احمد بختيار ساحل

 څه پښتنه ده چې په نه خبره وشرمېده  چې ورته ومې کړه د زړه خبره وشرمېده له دې  جلۍ نه به بيا څنګه لوپټه بېرته کړې هغه جلۍ چې ستا په ښه خبره وشرمېده ما ورته ټوله شپه بلا بلا خبرې وکړې چې و رته پاتې شوه يوه خبره وشرمېدهد خپلې مينې اظهار هم راته کولى نه شي چې  ورته ومې وېل کوه خبره وشرمېده ساحله ! ته به دا بلا خبرې چاته وکړې ! هغه چې دومره په وړه خبره وشرمېده ٨ _

28.01.2011 احمد بختيارساحل

غزل \ احمد بختيار ساحل

 چې ملګري څومر کم وي هومره غم وياو چې هر يو په زړه سم وي هومره غم ويداسې مه وايه چې څو کلي به وران کړي څومره وزن چې د بم وي هومره غم وي  دا يواځې اوښکې نه دي چې بهيږي ستا په سترګو کې چې نم وي هومره غم وي چې وطن درنه پردي وهي ملګريه ! چې ښايست دې زړه کې هم وي هومره غم وي  چې دلبر درسره ناست نه وي ساحله ! که ګلونه د شړشم وي هومره غم وي٢٠١١ _ ١ _ ٢٦ کليد راډيو

26.01.2011 احمد بختيارساحل

نظم \ احمد بختيار ساحل

زما کليزه !مور مې بېګاه راته وېلې زويه !نن دې کليزه ده راغاړې وځهتا د ژوندون د يوشتم پسرليموسم ته غاړه ورکړهترتا دې دوه ورونه پخوا مړه شويته لا هغه مهال نړۍ کې نه ويستا د راتلو لارې مې تل څارلېچې زما بل زوى به نړۍ ته راځيددې نړۍ خوښي به ټوله ماتهپه يوه دم راکويهمسې وشول د الله خوښه وهته يې راغاړې ويستېژوند خو غربت و خو ته بل انسان وېتا به په غم کې هم خندلې راتهما به هم

25.01.2011 احمد بختيارساحل

احمدبختيار ساحل

د کوټې ښار هم د نورو پښتني ښارونو په څېر يو  تاريخي ، په زړو اثارو پټ او د ننګونو او تورو خاپونه يې اوس هم په لارو کوڅو کې ليدل کېدل ، ما ددې ښار ډېر تصويرونه په خپل ذهن کې جوړ کړي و ، خو دې ښار بيا دومره کمزوري او بې مينې زامن نه لرل چې په خپلې مور  څادر ونه غوړوي . ددې ښار هر وګړى په خپلې مور او کور مين و ، زه چې دومره  ژر پدې پوى شوم چې ددې ښار وګړي مينه وړي ، باهمته او رغونوکي دي ددې مانا دا نه ده چې ما د دوى تاريخ لوستى دى بلکې ما د هغوى د اوسېدو له ځاى څخه دا فک

23.01.2011 احمد بختيارساحل

غزل ـ احمد بختیار ساحل

ارواښاد احمد ظمير عملدوست ته ! چې له مانه مرور و لېونى و چې په ما باندې مين و نو سړى و ظمير ښه و ظمير ښکلى و زلمى د هېچا له خياله نه وته غمى و غمپرسته يارانه يې نه کوله آيينې غوندې سپېڅلى و سپرلى و له ژوندون سره يې کلکه يارانه وه خو له مرګ سره هم غاړې و مسکى و مرګ ساحله ! د ژوندون آخري ټس دى دا هم بس دى چې

22.01.2011 احمد بختيارساحل

غزل \ احمد بختيا ساحل

کوم چا لکه چې ويلې وه سندره په دې لاره چې ښکلې شوه رنګينه شوه خبره په دې لاره دا هرڅه چې زېږه زېږه پښتون غوندې ښکاريږي ويشتلې وه يو چا کومه نادره په دې لاره اسمان ته يې خوله پورته وه خېرې به يې کولې روانه وه بېګاه يوه ببره په دې لاره پوهېږمه چې دلته به دې خاورې شي هډوکي زړه چاودي درنه ډېر پاتي کافره ! په دې لاره ساحله ! ته له زړه نه په کې تې

22.01.2011 احمد بختيارساحل

غزل \ احمد بختيار ساحل

کوم چا لکه چې ويلې وه سندره په دې لاره چې ښکلې شوه رنګينه شوه خبره په دې لاره دا هرڅه چې زېږه زېږه پښتون غوندې ښکاريږي ويشتلې وه يو چا کومه نادره په دې لاره اسمان ته يې خوله پورته وه خېرې به يې کولې روانه وه بېګاه يوه ببره په دې لاره پوهېږمه چې دلته به دې خاورې شي هډوکي زړه چاودي درنه ډېر پاتي کافره ! په دې لاره ساحله ! ته له زړه نه په کې تېر شه زه تېرېږم که ، نه ، له ما پرېوتې ملغلره په دې لاره ١٧ _ ١ _ ٢٠١٠ کليد راډيو ننګرهار

18.01.2011 احمد بختيارساحل

غزل \ احمد بختيار ساحل

کوم چا لکه چې ويلې وه سندره په دې لاره چې ښکلې شوه رنګينه شوه خبره په دې لاره دا هرڅه چې زېږه زېږه پښتون غوندې ښکاريږي ويشتلې وه يو چا کومه نادره په دې لاره اسمان ته يې خوله پورته وه خېرې به يې کولې روانه وه بېګاه يوه ببره په دې لاره پوهېږمه چې دلته به دې خاورې شي هډوکي زړه چاودي درنه ډېر پاتي کافره ! په دې لاره ساحله ! ته له زړه نه په کې تېر شه زه تېرېږم که ، نه ، له ما پرېوتې ملغلره په دې لاره ١٧ _ ١ _ ٢٠١٠ کليد راډيو ننګرهار

18.01.2011 احمد بختيارساحل

غزل \ احمد بختيار ساحل

کوم چا لکه چې ويلې وه سندره په دې لاره چې ښکلې شوه رنګينه شوه خبره په دې لاره دا هرڅه چې زېږه زېږه پښتون غوندې ښکاريږي ويشتلې وه يو چا کومه نادره په دې لاره اسمان ته يې خوله پورته وه خېرې به يې کولې روانه وه بېګاه يوه ببره په دې لاره پوهېږمه چې دلته به دې خاورې شي هډوکي زړه چاودي درنه ډېر پاتي کافره ! په دې لاره ساحله ! ته له زړه نه په کې تېر شه زه تېرېږم که ، نه ، له ما پرېوتې ملغلره په دې لاره ١٧ _ ١ _ ٢٠١٠ کليد راډيو ننګرهار

18.01.2011 احمد بختيارساحل

غزل \ بختيار ساحل

دا به وي چې د دنيا د زړګي سر يې خو بيا زه وايم زما د زړګي سر يې ستا د مينې او خلوص څه وجه نه ده دا ښکاره ده چې پيدا د زړګي سر يې ځوړند سر درپسې نه ځمه خو ياره ! تل به وايمه چې واه ! د زړګي سر يې ټول وجود مې ستا د عشق په تبه پروت دى داسې نه ده چې تنها د زړګي سر يې ستا د زړه د ارادې کيسه کې نه دى د ساحل خو ښه صفا د زړګي سر يې

11.01.2011 احمد بختيارساحل

کرکټ \ احمد بختيار ساحل

    د افغانستان کرکټ بورډ حمید حسن ته د ۲۰۱۰ز کال د غوره لوبغاړي لقب ورکړ او د ۲۰۱۱ز کال د شل اوریزو او یو ورځینیو لوبو کپتان یې ونوماوه. د حمید حسن سره په څنګ کې به د اوږدو لوبو( ټیسټ) کپتاني د ملي لوبډلې پخوانی کپتان نوروز منګل کوي او په راتلونکي کې به افغان ک

11.01.2011 احمد بختيارساحل

غزل \ احمدبختيار ساحل

پوهېږمه چې ماته دي غوصه زما ملګري خاونده ! چې له ما ، نه کړې خپه زما ملګري منم چې بې وسي مې انتها ته رسېدلې چې  نه خلاصوي ماته دروازه زما ملګري يو وخت  به يې د پيغلې په څېر مينه راکوله اوس نه ساتي په هېڅ ځاى کې پرده زما ملګري دخپلې معشوقې مې دومره خيال ساتلى نه دى چې څومره و په زړه کې راسره زما ملګري ساحله ! زه ددې خبرې غم کومه ژاړ

10.01.2011 احمد بختيارساحل

نصيرالله بابر \ ساحل

د پاکستان د کورنيو چارو پخوانى وزير او د واکمن خلکو ګوند مهم غړى نصير الله خان بابر د ورپيښې ناروغۍ له مله ومړ. نصير الله بابر د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت د نوښار سيمې اوسېدونکى و او له تېرې څه مودې راهيسې  سخت ناروغ و. د پاکستان دولتي ټلويزيون تېره شپه ناوخته اعلان وکړ، چې پر نصير الله بابر د ګوزڼ حمله شوې وه او له تېرې څه مودې راهيسې د پېښور ښار په پوځي روغتون ( سي. ام.اېچ) کې تر درملنې لاندې و. سرچينې زياته کړه، چې نص

10.01.2011 احمد بختيارساحل

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more