د کوټې ښار هم د نورو پښتني ښارونو په څېر يو تاريخي ، په زړو اثارو پټ او د ننګونو او تورو خاپونه يې اوس هم په لارو کوڅو کې ليدل کېدل ، ما ددې ښار ډېر تصويرونه په خپل ذهن کې جوړ کړي و ، خو دې ښار بيا دومره کمزوري او بې مينې زامن نه لرل چې په خپلې مور څادر ونه غوړوي . ددې ښار هر وګړى په خپلې مور او کور مين و ، زه چې دومره ژر پدې پوى شوم چې ددې ښار وګړي مينه وړي ، باهمته او رغونوکي دي ددې مانا دا نه ده چې ما د دوى تاريخ لوستى دى بلکې ما د هغوى د اوسېدو له ځاى څخه دا فکر وکړ چې دوى بايد همدغه شان خلک وي او همدغه شان ول .
د کوټې په ښکلا او ددې ښار د وګړو په همت او غيرت به وروسته نورې خبرې هم لرو ، خو کله چې له ګاډي څخه پلي شو نوکوټه وال ملګري نېغ په نېغه يوحمام په بوتلو تر لمبلووروسته له ما سره خو نورې جامې نه وې نو له هيله من څخه مې وغوښتې هغه راته وويل چې وروره دسوال په اوبوجرنده نه ګرځي ، تاسو له کوره داسې راوتي يۍ لکه کونړ يا لغمان ته چې تلۍ ، دومره سادګي خو سړى نه کوي لکه تاسو يې چې کوۍ خير کالي به درکړم خو نور مې په عذابوئ .
کالي خو مې ورڅخه ځکه واخېستل چې مجبوره ومه ، او دې ته هم مجبوره وم چې دهغه خبرې مې اورېدلى .
کله چې حمام خلاص شو ، دانش لالا ته مو زنګ وواهه چې مونږ خو رارسېدلي يو ، هغه هم تر ښه راغلي وروسته وويل چې او اوس په يوه ريکشه کې کېنئ او ورته ووايئ چې مونږ د کوټې مرکزي چوک سره ښکته کړه !
له همدې سره ټيليفون بندشو او ريشکه مو ونيوله او نېغ په نېغه يې هماغې چوک کې ښکته کړو دا ځاى نېږدې و خو ترڅنګ يې د پوليسو يو ډاډسن ولاړه وه زه او مشکور بيا په ډډه روان شوو ، خو ښه و دا د پېښور د پوليسو غوندې نه و ، لږ چې وړاندې لاړو يو تور ، قوي او غوښن سړي مونږ ته سړي مشي راکړه خداى شته مونږ ونه پېژانده او زه خو ترې لږ وم ډار شوم ځکه يو ناڅاپه يې غاړه راکړه بيا يې له يوه لوړ او ښکلي ځوان چې وروسته بيا زما سره په تخلص کې شريک وخو ت يوځاى کړو او ويې ويل چې دوى هم د مېلمنو ځاى ته بوځه . هلته هم په ريکشه کې لاړو ، دومره لرې ځاى نه و کله چې ځاى ته ورورسېدو ډېر ښکلى او ازاد کور و ، په دې ځاى کې ډېر نور مشران خلک ناست وه ، چې له دې ډلې مونږ يواځې صميم صيب ، قانع صيب ، دانش لالا او همدارنګه رحمت شاه سايل پېژندل ، خو له يوې مخې مو له ټولو سره روغبړ وکړ .
دانش لالا خو ګپ شپي سړى دى ، خو له ماسره يې بيا ډېره انډيوالي کوله او اکثره مېلمانه يې هم راته معرفي کول چې پدې ميلمنو کې سيال کاکړ ، زبير حسرت ، امجد شهزاد ، سليم راز ، جنرال عبدالصمد مومند ، اسير منګل او ډېر نور هم و چې اوس مهال په پښتنو کې ورباندې حساب کېږي خو تر دې مهاله چې زه د چا لېواله وم هغه نه و راغلى . مونږ ددې کور په ننداره بوخت و ، دانش لا لا راته وويل هلکه دا د عبدالهادي عطايي کور دى ! ددې کور په يوه دېوال د افغانستان نقشه هم جوړه شوې وه ، دا داسې نه وه چې ګوندې رسامي يا خطاطي شوې دې وي بلکې دا په يوه تېږه کې تراشل شوې وه . په دې کور کې نور ګلان ، د ميوې ونې او نور هم بوټي هم و ، خداى شته چې په دې کور کې ښه خواري شوې وه او ښه په شوق جوړه شوې وه . له نندارې وروسته دانش لالا بيا راغږ کړې وه هلکانو هاغه دروېش درانى دى له دې سره مې ورمنډې کړې ، او ښه کلک روغبړ مو ورسره ، خداى شته ډېر زيات درون او مينه وړى انسان دى ، دومره مينه يې راکړه چې مونږ يې تصور هم نه شو کولاى ، له دروېش صيب سره مو خبرې کولې چې يو ، يو قاب پلو هم راغى او دا هسې يوه ناشته وه چې خورا خوند يې وکړ او له دې وروسته هماغه سړى چې لومړى ورسره مخ شوي وو ، بيا راغى او ويې ويل چې ګاډى تيار دى او ځو پخير روانېږو !