ارواښاد احمد ظمير عملدوست ته !

چې له مانه مرور و لېونى و

چې په ما باندې مين و نو سړى و

ظمير ښه و ظمير ښکلى و زلمى

د هېچا له خياله نه وته غمى و

غمپرسته يارانه يې نه کوله

آيينې غوندې سپېڅلى و سپرلى و

له ژوندون سره يې کلکه يارانه وه

خو له مرګ سره هم غاړې و مسکى و

مرګ ساحله ! د ژوندون آخري ټس دى

دا هم بس دى چې دا څو کاله ژوندى و

٢٠١١ _ ١ _ ١٨

د ښاروالۍ تالار د ظمير د دوهمې ياد غونډې پرمهال