11.01.2011
- احمد بختيارساحل
دا به وي چې د دنيا د زړګي سر يې
خو بيا زه وايم زما د زړګي سر يې
ستا د مينې او خلوص څه وجه نه ده
دا ښکاره ده چې پيدا د زړګي سر يې
ځوړند سر درپسې نه ځمه خو ياره !
تل به وايمه چې واه ! د زړګي سر يې
ټول وجود مې ستا د عشق په تبه پروت دى
داسې نه ده چې تنها د زړګي سر يې
ستا د زړه د ارادې کيسه کې نه دى
د ساحل خو ښه صفا د زړګي سر يې...
18.01.2011
- احمد بختيارساحل
کوم چا لکه چې ويلې وه سندره په دې لاره
چې ښکلې شوه رنګينه شوه خبره په دې لاره
دا هرڅه چې زېږه زېږه پښتون غوندې ښکاريږي
ويشتلې وه يو چا کومه نادره په دې لاره
اسمان ته يې خوله پورته وه خېرې به يې کولې
روانه وه بېګاه يوه ببره په دې لاره
پوهېږمه چې دلته به دې خاورې شي هډوکي
زړه چاودي درنه ډېر پاتي کافره ! په دې لاره
ساحله ! ته له زړه نه په کې تېر شه زه تېرېږم
که ، نه ، له ما پرېوتې ملغلره په دې لاره
١٧ _ ١ _ ٢٠١٠
کليد راډيو ننګرهار...