دا به وي چې د دنيا د زړګي سر يې

خو بيا زه وايم زما د زړګي سر يې

ستا د مينې او خلوص څه وجه نه ده

دا ښکاره ده چې پيدا د زړګي سر يې

ځوړند سر درپسې نه ځمه خو ياره !

تل به وايمه چې واه ! د زړګي سر يې

ټول وجود مې ستا د عشق په تبه پروت دى

داسې نه ده چې تنها د زړګي سر يې

ستا د زړه د ارادې کيسه کې نه دى

د ساحل خو ښه صفا د زړګي سر يې 

١١ _ ١ _ ٢٠١١

ننګرهار کليد راډيو