د احمد بختيارساحل لخوا خپرې شوې لیکنې
غزل \ احمد بختيار ساحل
د چا سترګې د چا زړه ورباندې سوځي اور چې بل وي پښتانه ورباندې سوځي ستا په سترګو کې دا څرنګه لمبې دي چې ور ګورمه باڼه ورباندې سوځي چې موزي کله له ښکلي سره ګورم خداى دې ووهي چې نه ورباندې سوځي ددې ښکلو عجيبه شانتې غړۍ دي چې ور وړاندې کړې چاړه ورباندې سوځي ددې خاورې د ساتلو هېڅوک نه شته ( ساحل ) ووژنئ چې ښه ورباندې سوځي ٢٠١٠ _ ١١ _ ٤
نوى غزل
بې سروروه بې شعوره دى زړګى چا ويل ډک له رنګ او نوره دى زړګى ؟بس د هر وطن ښکلا ته يې سر ايښى بې فرهنګه بې کلتوره دى زړګى کله ، کله دې په ځان پورې حيران کړي څومره بد څومره مغروره دى زړګى چې ښايست ګوري لمبې کوي درزيږي ته وا ، وتى له تنوره دى زړګى پړ يې مه ګڼه ساحله ! لېونى يې يار ته ووايه ! مجبوره دى زړګى
زه دجنت او ددوزخ په دراوزه کې یمه/ طایرځلاند
زه دجنت او ددوزخ په دراوزه کې یمه] } نظم : طایرځلاند څه موده پس زما دزړه په شاړه شوې لاره یوچا راپیښه وکړه زما دزړه په وران ګودر کې خاموشی خوره وه دې ورته شور راوړه سندره راوړه دلته سکڼی سکڼی ماښام وتروګمۍ غوندې وه هغې زما په نوم دزړه تاخ کې ډیوه کیښوده زه دګمان په جزیروکې وم ورک شوی له ځان
غزل \ احمد بختيار ساحل
يار راته زما په زړه يوه خبره نه کوي زه يې چې په تمه يم هغه خبره نه کوي زه چې خپل ياران د آيينې په څېر شفاف ګڼم ماته ياران ولې پښتنه خبره نه کوي ځار شمه د خپل کلي درانه مشران چې ګورمه سر يې که په دار هم شي کږه خبره نه کوي ته ورته د خپلې ښکلا دومره صفت مه کوه مانه بغير دغه آيينه خبره نه کوي
غزل \ احمد بختيار ساحل
داڅو اوښکې دي ګرېوانه دادې تاسره يادګار ويدا مې درکړې له خپګانه دادې تاسره يادګار وي څو سپېڅلي شهيدان مې درته پرېښودل په غېږ کېډک له ننګ افغانستانه دادې تاسره يادګار ويځي له زړه نه مې سرې وينې راشه خال ترې ځانته کېږدهزه چې مړ شومه جانانه دادې تاسره يادګار ويڅو ترخې خاطرې واخله پام چې څوک پرې خبر نه شيزړه مې تور دى له هر چانه دادې تاسره يادګار وي څو غزلې څو سندرې خوار ( ساحل) درته ليکلي
غزل \ احمد بختيار ساحل
ګل په ګوتو کې اغزي په لاس کې مه وړه ماته وايي ! چې زړګي په لاس کې مه وړه اوس چې زړه دې رانه وويست لږ يې پرېږده !خير دى داسې يې دستي په لاس کې مه وړه له زړګي نه مې سرې وينې رابهيږي مړه شې ، مړه شې سره بنګړي په لاس کې مه وړه چې د خپلې مينې نښه دلته نه ږدې !زموږ ژوند او پسرلي په لاس کې مه وړه نه ، ساحله ! چې د ښکلو ناز دې نه زده ! بيا نو ته هم سپېلني په لاس کې مه وړه
سلامونه !
درنو ملګرو تاسو ټولو ته سلامونه اونېکې هيلې ! بايد چې له شېرزاد کاموال صيب څخه غرونه غرونه مننه وشي چې دومره ملګري سره راټول کړي دي او ټولو ته يې دا زمينه مساعده کړې ده ترڅو خپله شخصي او ذهني پانګه په داسې يو ځاى کې خوندي کړي چې هروخت يې بېرته د رااخستلو توان او اجازه لري واقعا د د کاموال صيب يو لوى خدمت دى او مونږ ته دې هم خداى تعالى دا توان راکړي چې هر کله او هر وخت دغې ځاى ته نوي او ښه مواد ور پورته کړو له تاسو ملګرو هم مننه او زه ستاسو يو نوى ملګرى احمد بختيار ساحل .
غزل \ احمد بختيار ساحل
يو غزل او يو سلام د مينې نښهد هر ښکلي احترام د مينې نښه د بل غم سره د اوښکولارې لارې په ګلونو باندې پام د مينې نښهپه کوڅه کې يو هلک د ونې شاته او جينۍ ناسته په بام د مينې نښهد مشرانو د خبرو اورېدنه د ماشوم په خوله پيغام د مينې نښه ته دې خپل ياران ګرم مه بوله ساحله !ستا غزل سره ناکام د مينې نښه ٢٠١٠ _ ٦ _ ٢١ کليد راډيو
نوى غزل \ احمد بختيار ساحل
د چا سترګې د چا زړه ورباندې سوځي اور چې بل وي پښتانه ورباندې سوځي ستا په سترګو کې دا څرنګه لمبې دي چې ور ګورمه باڼه ورباندې سوځي چې موزي کله له ښکلي سره ګورم خداى دې ووهي چې نه ورباندې سوځي ددې ښکلو عجيبه شانتې غړۍ دي چې ور وړاندې کړې چاړه ورباندې سوځي ددې خاورې د ساتلو هېڅوک نه شته ( ساحل ) ووژنئ چې ښه ورباندې سوځي ٢٠١٠ _ ١١ _ ٤ کليد راډيو
نظم
له افغانستان سره وير چې په نړۍ کې په فساد ککړ دويم هېواد وپېژندل شو ! نه يې مينه نه يې ژوند شوې نه يې ځان شوې لاړې هسې پښتنو باندې تاوان شوې دا منم چې په خپل شتون ښه پښېمان شوې چاته زړه چاته سپرلى چاته خزان شوې +++++++++ته د خپلو بچو غم په ملا وهلى خو يې خپلو بچو سم په ملا وهلى ګاونډيانو خو يې هم په ملا وهلى څه حالاتو څه تورتم په ملا وهلى ++++++++++ګلپرسته ماشومان دې لېوني دي شته په واک کې واکد
غزل
لکه ګل ، لکه لېمه ، لکه اوبه راتوييږي مې په زړه لکه اوبه اوس د سرو وينو چينې له ځمکې اوځي اوس نو نشته دى اوبه ، لکه اوبه کليوالو ښايستونو ته لوګى شم ښکلي ، ښکلي دي راڼه لکه اوبه د غريبو مينو غم ورسره نشته زورور دې شي ساړه ، لکه اوبه دوه ښکلاوې دي ساحل به په کې مړ شي يو دې مينه او بل
غزل /بختیار ساحل
غزل بختیار ساحل ایینه په منځ کې ماته راته ښکاري دادنیا داسې میراته راته ښکاري زه چې مینې ، مینې ژوند ته ور روان یمدانو ستا له خراباته راته ښکارینه زاهده : مونږ په مینه کې زمریان یوستا جذبه خو تر جماته راته ښکاريله خدایې نه دې قربان شم لویه خدایهخو نړۍ دې بې ثباته راته ښکاريدې خولګۍ کې خو ساحله ، مزه نه وهداخولګۍ خو دخیراته را
غزل / طایرځلاند
غزل طایرځلاند کاینات واړه ،یاره ستا په انتساب ښکلی شيتاته چې دریې کړم نو هله ګل ګلاب ښکلی شي چې دلونګو خوشبو نه لري . وي تور په لوګونو دغه ښار به اشنا بیا په کوم حساب ښکلی شی خدای شته دتا دسترګو نور وي معجزه ، که بل څهکله ناکله رقیب هم لکه ثواب ښکلی شي چې دلمرونو سره ساتي تړون ژوند اوموميګنې تور کاڼی وي خو لمر باندې مهتا