ټولنيز
د ساينس او ټکنالوجۍ نړۍ
ونډوز ٧ سسټم به په ٢٠١٠ کې بازار ته راووځي، ماوس به ختم شي. د بل گېټس خبرتيا لندن: د مايکروسوفټ کمپنۍ اوس مهال د داسې سېسټم په تيارولو بوخته ده چې د مروج ماوس کارول به ختم شي. د مايکروسوفټ کمپنۍ مشر بل گېټس وويل چې سېسټم کې به ډرامايي بدلون راشي. په راتلونکي کې به کمپيوټر کاروونکي خپل سېسټم په غږ، قلم اود لمس په ذريعه کنټرول کوي. دا ونډوز ( ٧ سېسټم ) به په ٢٠١٠ کې بازار ته راووځي. اوسنى سېسټم به ختم شي او خلک به نوى سېسټم په (( غږ )) سره کار
د مينې معجزه
د مينې معجزه کله چې ماشومان په تدريجي ډول غټيږي نو له هغوي سره د مينې کولو لپاره خورا ډيرې لارې چارې را پيدا کيږي. يو له دغو لارونه . دخبرو له لارې د هغوي ستاينه او تشويق دی . په دې کې هيڅ شک نشته چې ستاينه د نفس عزت دی. ستاينه ماشومان د زده کړې په لور بيايي او له هغوى سره مرسته کوي چې له خپل شخصي ځواک نه هم ډېر معلومات ترلاسه کړي. د ستاينې لپاره کېدای شي
ساينس او ټکنالوژي / مالومات
انسان الوځي ! څه موده مخکې په امريکا کې دداسې ماشين نمايش تر سره شو چې ددې په مرسته به انسان د مارغانو په څېر په هواکې ګرځېدلاى شي، دا ماشين (( مارټن جيټ پيک)) نومېږي ددې ماشين په مرسته به انسان و کولاى شي چې په نيم ساعت کې دېرش ميله لاره ووهي، ددې ماشين په جوړولو به يولک امريکايي ډالره مصرف شوي، په دې ماشين کې ساتونکي آلات هم شته لکه هوايي پراشوټ او نور، ددې ماشين د نمايش پر مهال د ماشين جوړوونکي مارټن د ماشين په مرسته د الوتلو نمايش هم وړاندې کړ !
د خلا مخلوق زمونږ پر ځمکه !
د خلا مخلوق زمونږ پر ځمکه ! ليک
زړه راښکونکى غږاو جنسي راښکون!
زړه راښکونکى غږاو جنسي راښکون! د يوې څېړنې له مخې د زړه راښکونکي آواز لرونکي خلک په جنسي برخه کې ډېر رنګين طبعيته او پلټونکي وي ! په امريکه کې د يوې څېړنې له مخې، چې پکې د يوسل اونهه څلوېښت نرانو اوښځو آوازونه ثبت شوي دي مالومه شوې ده چې زړه راښکونکي آواز لرونکي خلک د خرابواو بدرنګه غږونو درلودونکو خلکوپه نسبت رنګين او ښايسته جنسي ژوند لري. دا ډول خل
دوه ليکنې -- د هسکې مينې بمباري
ايتلاف د ناوې وژلو ته هم دجنګيالي نوم ورکوي بشارت د چنګاښ د سهار په شپږ بجو د ايتلافي ځواکونو ړوندو الوتکو د ننګرهار د هسکې مېنې دکڅو دسيمې د کمالي په کلي کې د واده په هغې ورا بمبار وکړ، چې ناوې يې په ډولۍ کې د نغارو په وهلو سره بدرګه کوله . دغه سيمه د ننګرهار دلرې پرتو
ماشومانو ته وخت ورکړئ چې خپل ماشومتوب وکړي
ماشومانو ته وخت ورکړئ چې خپل ماشومتوب وکړي کيدای شي چې تر ټولو جدي او تد ريجي زيان چې په ورورستيو (٢٠) کلونو کې مو ماشومانو ته اړولی، هغه داوي چې له ماشومانونه مو د هغوى ماشومتوب اخيستی وي، دا مو ضوع په څو دلايلو منځته راځي. ١- د خبري رسنيو هجوم ، ويره ، وحشت،غم، دا هغه توکي دي
وخت / د خوشال خليل خوږ نثر
خوشال خليل &nb
د نړیوالو اړیکو شالید او پېژندنه/ يحيى يعقوبي/ دوهمه برخه
راليږونکی :yahya.yaqubiد راليږونکي پته :yahya.yaqubi@yahoo.comنيټه : 01-07-2008 ژباړن - یحیی یعقوبيد پوهنځي د درسي چپټر څخه ژباړل شویدویمه برخه استاد - نجیب الله فهیم د نړیوالو اړیکو اړوند د ایډیالیزم او ریالیزم دریځ د نړیوالو اړیکو په برخه کې له لویه سره دوه عمده مکتبونه د پوهانو د توجه وړ ګرځیدلې :1- ایډیالزم2- ریالیزمچې هر یو یې جلا جلا تر مطالعې لاندې نیسو !
د نړیوالو اړیکو شالید او پېژندنه/ يحيى يعقوبي
راليږونکی :یحیی یعقوبید راليږونکي پته :yahya.yaqubi@yahoo.comنيټه : 22-06-2008 د نړیوالو اړیکو شالید او پېژندنهژباړن : یحیی یعقوبيد پوهنځي د درسي چپټر څخه ژباړل شوی .استاد : نجیب الله فهیم ننۍ نړیواله ټولنه د تېرو پېړیو د نړیوالو ټولنو زېږنده ده . چې د وخت په تېرېدو سره يې یو د بل ځای نیولی او په ننۍ بڼه اوښتې . په پخوانیو نړیوالو ټولنو کې هم ملتونو له یو بل
د مشر وعده
د مشر وعده په هغه ورځ ، که زما بدن سپر شوى نه وى ، نو ګولۍ راساً د مشر په ځيګر خوله خښوله . غونډه ګډه وډه شوه ، خو مشر زما خواته راغى ، مانه هماغه شان توده وينه روانه وه ، ښه رانږدې شواو بيا له قهره سور واوښت : زما دې په خپل جهاد قسم وي ، چې يو وخت به همدغه شان ددې کمونستانو مشر په وينو لمبوم او ستا او دنورو مجاهدينو کسات به ترې اخلم . څه موده پس ښه شوم ، خو لاس مې بې دمه و د ټوپک ګرځولو وس مې نه درلود ، د جهاد ارمان مې زړه کې ساته . که څه
مننه بوشه!
مننه بوشه!بوشه ډېره مننه!بوشه ته به موږ افغانان هغسې او په هغو ځانګړنو نه پېژنې، چې څنګه د خپل کولتوري او ټولنيز قاموس پر کښيده انځور شوي يو، ته خو موږ د نړۍ په تېره د درېيمې نړۍ وروسته پاتې، وږى، بربنډ، ناپوهه، نا انسانه، ترهګر، د القاعده مل، د ښځو د حقوقو دښمن، د بشري حقوقو تروړونکى او بالاخره يو بېديانى او بدوى اولس ګڼې او بس.موږ د ځان د سپيناوي په باب له تا سره ناندرۍ اوريښتنۍ ځکه نه کوو، چې موږ اوس د داسې دوو مدعيانو په توګه يو بل ته د دعوې مورچې
نه سحر دی نه جادو !!!!!!
نه سحر دی نه جادو !!!!!! محمد نعمان دوست په پېښور کې ديوه مداري تماشې ته ولاړ وم ، هغه عجيبه _ عجيبه اود نه منلو کارونه وکړل ، خو وروسته له هرې نندارې به يې ويل : نه سحر دى نه جادو ، د لاس صفايي ده . هغه وخت زه ماشوم وم او د لاس په صفايي نه پوهېدم ، خو چې کله خپل هېواد ته راغلم او هرځاى مې سياسي او مذهبي مداريان وليدل نو اوس د پېښور د مداري په خبرو لږ لږ پوهېږم . رښتيا هم زموږ سياستوال نه سحر لري او نه کومه جادو ، بس د لاس چالاکي يې ده او
سياست
سياست استاد ګل پاچا الفت وايه يوڅه کوه بل څه له بل نه پوښتنه کوه ! پخپله هيڅ مه وايه ! په شپه کې د لمر وړانګې ښيه ! په ورځ کې د تورتم نښې . که خبر وې ځان ناخبره کړه ! که خبر نه وې د باخبرۍ مظاهره کوه ! شکره لکه مرچ خوره ، مرچ لکه شکره .
خرم و غندو که وستايو !!!
خرم و غندو که وستايو يادونه : لاندې ليکنه د ټول افغان د تبصرو په کوټه کې ښاغلي څرک نوريال په يو فارسي مطلب ليکلې ده ، تنده يې دلته ددې لپاره را اخلي چې ملګري يې د قضاوت په تله کې واچوي او يو منطقي بحث پرې وکړي . ددغې تب
مونږ په هر چا پسې نه ځو
مونږ په هر چا پسې نه ځو يو ملګرى په لاره کې مخکې شو . بل ورته وويل : موږ پښتانه يو په چا پسې نه ځو او څوک نه پرېږدو چې له موږ نه د مخه شي . هغه وويل : رښتيا چې تاسې تل په خرو پسې ځئ او خره مو په مخکې وي يا د آسونو په مخکې منډې وهئ او په سړو پسې هيڅکله نه ځئ .
د بينظير بهټو د وژنې پړه پر پښتنو واچول شوه
د بينظير بهټو د وژنې پړه پر پښتنو واچول شوه ليک : محمد اسماعيل عندليب اسلام آباد که څه هم پښتنوته زيات خنډونه او مشکلات دهغوۍ سرتيزۍ ، جذباتو، تر يو څه حده ناپوهۍ او د نړيوالو سره په يو رفتار سفر نه کولو پيدا کړي خو ددې نه زيات ورته د بهر نه متوجه دي ځکه پښتانه په خپل شا او خوا کي ددوستانو نه دښمنان زيات لري هغه که د افغانستان پ
ښار ملنګ او لېونى -- ګيځ
ښار ، ملنګ او لېونى لېونى زموږ د ښار دى که ملنګ زمونږ د ښار دا دواړه ( دوه مخونه ) دي د جنګ زمونږ د ښار ښار ، ملنګ او لېونى ، دا درې داسې نومونه دي ، چې د زمانو راهيسې سره غاړه غړۍ راروان دي ، د هر دور په ښارونو کې خپل ، خپل لېوني تېر شوي او همدا ډول د هرې زمانې په ښارونو او بازارونو کې خپلو ، خپلو ملنګانو د ژوند لارې لنډې کړي، چې د ښار اوسېدونکيو ورته ځينو د زړه له تله درناوى لرلى او ځينو نورو ورسره بيا خپله مينه د کاڼو په