افغانیزم
موږاو دفکر کولو ورکه
سوکرات ځکه دخپل غوره ښار ( مدینه فاضله ) لپاره دفیلسوفانو پر حکومت ټینګار کاوه، چې د فکر کولو پر ارزښت پوهېده .په تاریخ کې داسې واکمنۍ نه شئ موندلی ، چې یوازې پوځیانو یا دسیاستلوبو تېر ایستونکیو مداریانوپکې دیوې بشري کتلې د هوسایینې یا پرمختګ لپاره کوم څه کړي وي. چنګیز خان ډیرې زمکې ونیولې ، ډیر ښارونه یې له خاورو سره خاورې کړل ، خو خپل قوم یې تر اخره داسونو په شیدو موړ او دوزو په پوستکیو پټ نشوکړای، یوازې هغه ولسونه هوسایینې ته رسیدلي دی ، چې
موږ او څو اړخیز یرغلونه
څو ورځې مخکې یوې رسنۍ وربللی وم، چې له یو شمېر نورو کارپوهانو سره یو ځای پر دې خبرې وکړو ، چې فرهنګي یرغل څه دی او څنګه یې مخه نیولای شو؟ بحث په زړه پورې و، خو پایله یې یوڅه د تم کېدو وړ ده ، غواړم همدلته یې پر پایله تم شم ، چې فایده یې عامه شي . افغانستان همدااوس تر هر ډول یرغلونو لاندې دی ، سیاسي ، اقتصادي، فرهنګي او آن تر اخلاقي یرغل لاندې دی. دسیاسي یرغل پایله یې روانې جګړې دي ، داقتصادي یرغل نښې یې زموږ ستاسو هر یوه په کور کې وینو ،
یوه ناولې سیالي
په دیارلس سوه اویایمو کلونو کې به دې ،چې واکمنو جګړه مارو ته وویل : ولې عام خلک وژنئ ؟ نو ویل یې: وروره کمونستانو کم ووژل؟ پولیګونونه یې ډک نه کړل؟ بیا وروسته ،چې نور راغلل هم ویل یې تر موږ وړاندې څه حال و؟ اوس چې بهرنیان راغلي هم ،چې ملکیان ووژني ، نو ژر اعلامیه صادره کړي ، چې دومره فیصده ملکي خلک وسله والو مخالفینو وژلي دي ( ګواکې دوی ، چې ملکیان وژلي د وسلوالو مخالفینو په لاسو تر وژل شویویې شمېر ډیرکم دی؟!!!) عجیبه ده؛ هغه څوک ښه
وطن بېل، دولت بېل او چارواکي بېل دي
په یوه مجلس کې ملي سرود غږیده ، ټول ولاړ وو، یو دوه کسان ناست وو ، اول مې ګومان وکړ ، چې له ملي سرود سره ساز ورته ناروا ښکاري او دګناه له ویرې نه پاڅیږي ، خو چې کتل مې نو نېکټایانې یې تړلې وې ، چا نه مې وپوښتل : دوی ولې ناست وو؟ راته یې وویل : دوی ددې حکومت مخالفین دي ، خندا راغله ما ویل دحکومت مخالفین دي که دافغانستان؟ بل ځای یوچا د ښوونځي خښتې کورته وړې ، پوښتنه چې ترې وشوه ویل یې: دې فاسد حکومت ته چې دومره تاوان هم ورسیږي
دپنجوايي ماشومان ،
دروښاني غورځنګ مشر پیرروښان په کندهار کې روان و، چې له یوې هېښوونکې پیښې سره مخامخ شو ، مغولوسپاهیانو یوه کندهارۍ مېرمن د ژرندې په څرخ پورې له ویښتو څخه تړلې وه او ګرده یې څرخوله ،ددې پېښې په لیدو، پیر روښان هوډ وکړ چې د افغانانو دراویښولو او سره یو کولو له لارې له مغولو سره یوه روښانه مبارزه پیل کړي ، دې مبارزې که څه هم، په ښکاره ، پوځي بریا نه درلوده ، خو د مغولو سیاسي بنسټ یې ولړزاوه او وروسته د هوتکي او ابدالي غورځنګونو دعملي بریالیتوبونو
د(باور) په ورکې پسې ...
هرکله چې دټولنیزې اصلاح او ملي ژغورنې په کار کې له روښانفکره یارانو سره خبرې کوو، دبېباورۍ او بې اعتمادۍ ښامار سر راپورته کوي او هغه ویښ ، دردمن او پر هېواد مین افغانان ، چې په فکرونو او زړونو کې سره ورته ارمانونه او غوښتنې لري ، نه شي کولای یو پر بل باور وکړي ، ما مخکې هم د بېباورۍ پر لاملونو او ورڅخه راولاړوشویو ستونځو باندې بحثونه کړي دي او نه غواړم دلته یې تکرار کړم، دتیرو درې لسیزو سیاستلوبو ، پردي پالنو او ناولیو اړیکو خلک بېباوره کړي دي ، په
زموږ جنګي ذهنیت
یو ملګري مې ، په بحث کې راته وویل : ایا دې ته دې پام کړی دی ،چې موږ افغانان له جنګولو سره مینه لرو او هرڅه سره جنګوو. دې خبرې یوه ترخه حقیقت ته ورسولم ، ریښتیا هم زموږ افغانانو ذهنیت جنګي دی ، موږ له کوشنیتوبه له جنګولو یا جنګېدلو سره رالویېږو ، هرڅه جنګوو ، کاغذباد ، کوکري ، ملخان اودلوبو څيزونه ، چې رالوی هم شو؛ سپي ، چرګان، مړزان ، زرکان او ان موټران سره جنګوو، همدې ملګري مې وویل ، دهېواد په سویل کې دوه نامي ډریورانو خپل موټرونه سره وجنګول او دول
عقیدوي ارزښتونه او زموږ پیاوړتیا
ځواکمن مومن تر کمزوري هغه غوره دی . دغه اصل یوازې فردي ندی، بلکې هغه مسلمانه ټولنه ،چې پیاوړې ، پرخپلو پښو ولاړه او له نورو مسلمانو ولسونو سره دمرستې کولو وړ وي تر هغې ټولنې غوره ده،چې کمزورې او بېوزلې وي له احتیاجه خلاصه اسلامي ټولنه ډیره ددې وړتیا لري ،چې اسلامي نړۍ ته ګټه ورسوي. له همدې پلوه ،دیوې اسلامي ټولنې ثبات ، پرمختګ ، ودانۍ او په هغې کې داوسیدونکو وګړیودانساني ژوند دشرایطود لا ښه کولو هڅه په دیني وجایبو کې شمېرل کیږي. افغانان
زموږ دسیالۍ حس
افغانان دپېغورپه وړاندې حساس دي ، دافغانانو دسیالۍ حس هغه وګړنی او ان ټولیز پوتانسیل دی،چې ددوی بالقوه ځواک بالفعله خوځښت ته راوستلی شي ،نو دویښتیا په بهیر کې ددوی له دغه پوتانسیل څخه باید ګټه واخیستل شي. افغانان دنورو دغلام کېدود پیغور ویرې ټول عمر جګړواو قربانۍ ته اړکړي دي، خو دغلامۍ اصلي لامل او سرچینې ( بېوزلۍ ) ته یې لاهم پام نشته ، چې هرځل موږ دغلامۍ تردرشله ورولي ، افغانان دهېواد دساتلو سیالي پیژني ،خو دودانولو په سیالي یې ندي خبر
دټولنیز سمون ځواک
تربحران وروسته ټولنو کې یو داسې ځواک ته اړتیا وي ، چې اجرائیوي واک ، ټولنروزنیز تفکر او مدني خپلواکي ولري . زموږ یوه لویه ټولنیزه ستونځه دفردي مسئولیتونو له پامه غورځول دي ، دداسې مسئولیتونو یوه لویه برخه اخلاقي دي ، یوه برخه یې قانوني دي اویوه وړه برخه یې اختیاري دي ، راځئ دا درې ډوله مسئولیتونه وپیژنو : ۱- اخلاقي مسئولیتونه ، هغه دي ، چې اجرا یې اړینه وي ، خو له نه اجرا سره یې قانوني چلند نه شي کیدای ، دبېلګې په توګه خپ
ورک ارمان
زموږ دسرکار یوه لویه نیمګړتیا داده ،چې لوی او ګډارمان نلري ، ارمان مانیز ارزښت دی، او په قانون کې نشي لیکل کیدای ، دارمان دتللو لپاره کومه ترازو هم نشته ، خو ډیر ارزښتمن څیز دی. کېدای شي سرکاري مشران ځانته ځانته ارمانونه ولري او ان کېدای شي له یوشمېر چارواکیوسره ښه او شریف ارمانونه هم وي ، خو ددوی ترمنځ دیوه سترملي ارمان لپاره دګډوهڅو روحیه نشته . ایډیولوژیک، فکري ، نظریاتي او پر ګډو فلسفي ارونو باورمند حکومتونه ارماني حکومتونه وي ، په ت
هر کار شریف دی
دا به یو کلتوري توپیر وي ، چې په لویدیزه نړۍ کې هر هغه کار ،چې دقانون پر خلاف نه وي شریف ګڼل کیږي او هېڅ داسې قانوني کارنشته ،چې څوک دې دهغه پر ترسره کولو دشرم احساس وکړي. آن دکاستونو یا طبقاتي کلتور پر بنسټ ولاړ ټولنیز جوړښتونه هم له دې نظره نور پاشل شوي دي ، یوه ښه بېلګه یې هندوستان دی ، په دغه هېواد کې ښارونه (چې لویه برخه نفوس په کې اوسي ) نور نو دکار ارزښت پیژني او دټيټ کار یا لوړ کار پوښتنه نشته ،بلکې دکار او بېکارۍ پوښتنه تر ټولو لویه پوښتنه
له تاریخ سره موږ چلند
ما تل فکر کاوه هغه خلک، چې دخپل هېواد ګټې یې په پردیو پلورلي ، په دې او هغه نامه یې خلک وژلي ، هېوادیې وران کړی ، ملي شتمنۍ یې لوټلي او دهېواد پر پېغلو یې تیری کړی ، هېڅ دتاریخ دقضاوت پروا نلري . ما ویل دوی به له ځانه سره وايي : زه بابا ! تاریخ یې لا چا راایستلی دی ، اوس مزې کوه ، تاریخ به بیاخپل کارکوي او… مګر ځینې پېښې داسې ښيي ، چې دوی تر دې هم زورور دي ، او ډېر ځله یې زړه غواړي ،چې تاریخ هم په زوره هغسې مسخ کړي ، چ
پر دلایلو باور ، که دباور لپاره دلایل؟
کابل ښاروالې او سره میاشت غواړي، د خلکو په چندو او بسپنو ، دکابل درې تاریخي سترې ماڼۍ بیاورغوي ، ښه هڅه اوښه نیت دی ، خو دادرې واړه ماڼۍ بهرنیانو ندي ورانې کړې، ددې ماڼیو ورانوونکي همدلته دي او لا هم پر لویو څوکیو پراته دي ، ددې کار لپاره ددوی ځواب څه دی ؟ راځئ یو څوک پیدا کړو ، چې ددې ماڼیو له ورانوونکیو څخه وپوښتي ، چې دا مو دکوم ملي ارزښت او هیوادني ارمان لپاره ورانې کړې ؟ عجیبه داده ،چې دوی هریو ددې پوښتنې لپاره ځوابو
معاصر غیرت
غیرت یو رواني ـ غریزي حس دی ، چې د خپل حریم د ساتلو لپاره بالقوه توان بالفعل غبرګون ته بدلوي . ددې پېژندنې پر بنسټ دغیرت په اړه بحث هغه وخت دپوهاوي وړ دی ، چې وپوهیږو وګړنیز (فردي ) یا ټولیز ( جمعي ) حریم له کوم ګواښ یاګواښونو سره مخامخ دی ؟ په دې بحث کې داهم مهمه ده ، چې پوه شو ( حریم ) څه دی ؟ دګواښونو لاملونه کیدای شي فزیکي وي یا معنوي او یاهم فکري ـ رواني يا انګېرنه او یاهم تصورات، همداراز حریم ه
زموږ خوشباوري
تر دیرشو کلونوزیاته موده کیږي ، چې پر بهرنیانو باندې زموږ خوشباوري نه ختمیږي ، په تیره بیا تېر لس کلونه ، خو یې ښه ساده ګان کړو ، له موږ سره یې دپیشو او موږک لوبه پیل کړې ده ، نه مو خوري او نه مو پریږدي. راځئ ددوی یو څو تکتیکونو ته ځیر شو او بیا دخپلې ساده ګۍ جاج واخلو ، بهرنیان له زماني پلوه زموږ زغم په منظمو دورو ویشي ، له لومړي بن څخه یې راونیسه تر ننه پورې زما په حساب دولس یا دیارلس نړیوالې غونډې شوي دي ، هرې غونډې ته په میاشتو میاشتو تبلی
پالیسي او خدمات
یو شمېر سکتوري وزارتونه او ادارې شته چې عرض و طول وضخامت یې دډیرو خدمتونو دوړاندې کولو په کچه دي ، خو چې ترې وپوښتې ؛ څه مو کړي ؟ نو وایي : موږ پالیسي جوړوو ، کار باید نور وکړي. داچې پالیسي څه ده ؟ او څوک باید کاروکړي؟ هيڅوک نپوهیږي . زموږ ادارې پیلمرغانې دي ،چې ورته ووایې بار یوسه وايي ( مرغ ) یم ، چې بیا دخوراک وخت شي ، وايي ( پیل) یم . ادارو ته چې ووايې خلکو ته خدمتونه وړاندې کړئ ، وايي وروره اوس هرڅه خصوصي شوي دي ، خدمات دخ
داسې هېواد چې نه تعریفیږي
دنړۍ په یوه معتبر پوهنتون کې مې د سیاسي علومو په بحثونو کې دولسواکۍ پرلور دتللو (دیموکراتایزشن) دباب تدریس ته ګونډه وهلې وه ، پر فیسور مو هوښیار او ظریف سړی و، هغه ورځ یې پردې خبرې کولې ،چې څنګه دکولتوري ، ټولنیزو او جوړښتي بنسټونو تر څنګ اقتصاد هم د یوې ډیموکراسۍ دشکل او جوړښت په ټاکلو کې بنیادي ونډه لري . هغه ورځ اقتصادي پروسه دغو څلوروـ پینځو پړاونوته رالنډه شوې وه : سرچینې ، بشري ځواک، پروسس ، تولید او مصرف ( استهلاک)&nbs
زموږ یوازیتوب
تر دوهمې نړیوالې جګړې وروسته اروپایانو ځان یوازې احساس کړ ، په ټولنیزه ارواپوهنه کې دې ته اندویدیالیزم ( وګړنیزه) غوټه هم وايي. په جګړه کې د(بل)په وړاندې د وګړي اړیکه حساسه شي ، چې دوه لوی لاملونه لري : ۱- وګړی ( فرد یا اندویدیال) فکر کوي چې دجګړې عوامل د (بل) ګټه ده ، دجګړې لوری هم ( بل ) دی او ( بل) یعنې (زما) ستونځه، (بل) یعنې زما مرګ او ( بل) یعنې هر منفي خوځښت . ځکه خو وګړی پرځان راتاویږي ، پر( بل ) باور له لاسه ورکو
ژوند دکار لپاره که کار دژوند لپاره ؟
دپولندپه پلازمېنه وارسا کې خپلو کوربنو هغه میوزیم ته بوتلم ،چې دنړیوالې دوهمې جګړې پرمهال یې د ورانیو او تر جګړې وروسته بېرته دودانولو نښې او یادګارونه په کې ساتلي وو، دوی دې میوزیم ته د وارسا دبیا راپاڅېدنې یادګار هم ویل . په جګړه کې وارسا، تر پینځه اویا په سلو کې، ډېره ویجاړه شوې وه ،لوټه لوټه پر خاورو پرته وه . دمیوزیم لارښودو او زما کوربنو ویل د پولندیانو دوه نسلونو خپل ژوند دهمدې ورانیو دبیاودانولو لپاره ځانګړی کړ ، هغوی کاروکړ ،چې
زموږ فېشن
عجیب خلک یو ، ډیرې سیالۍ مو ناسمې دي ، ددفترونو اهمیت په دې معلومولای شئ ، چې څو مره لوی او لوکس دی، دفتر والا په څه ډول موټر کې ځي او ددفتر والا لیدلو ته څو ورځې انتظار ایستل پکار دي ؟ ددفترونو ارزښت له دې څخه نه شئ معلومولای چې د څومره افغانانو مشکل پکې حل کیږي ؟ یا څومره خدمات وړاندې کوي؟ او یاهم څومره تولید لري؟ زه، په وروستیو کلونوکې ډیرو بهرنیو هېوادونو ته ولاړم ، له خاورینې ځمکې څخه راتاوشوم ، لوی ،واړه ، پرمختللي ، غری
فعال او منفعل سیاستونه
ولې زموږ سیاستو نه ددې پرځای ، چې( فعال) وي ، (منفعل) دي ؟ ولې مو سیاستونه سمې پایلې نلري ؟ دفعالو او منفعلو سیاستونو تر منځ توپیر همدا دی ، چې فعال سیاستونه تولید لري، مثبت بدلون او پرمختګ راولي ،خو منفعل سیاستونه توپیرونه او بدبینۍ زیاتوي او ګټور نه دي . فعال سیاستونه دعقل ، تفکر ، علمي بنسټونواو منظمو برنامو پر بنسټ طرح کیږي ، خو منفعل سیاستونه د احساساتو ، سلیقو او ړندو تقلیدونو پر بنسټ رامنځته کیږي . من
دفساد پرضد فساد
زما فکري ملګری ، ډاکتر درمل ، وايي : که انتي بایوتیکو درملو مېکروب لاپسې پیاوړی کاوه او یا یې ننوتیو وایرسونو ته معافیت ورباښه ،نو ښايي ددرملنې بله لاره وسنجول شي . ډاکتر یار مې داهم ورزیاته کړه ، چې دا فورمول په ټولنیزو چارو کې هم د تطبیق وړدی . خبره یې ریښتیا ده ، زموږ په ټولنه کې ، په تیره بیا په وروستیو لسو کلونو کې ، د اداري فساد مېکروب له خپلو ښکرونو او لکیو سره لروبر کیږي او ددې پر ځای چې د راپیل کړې مبارزې له بر
افغانان دګودو په تمه
( دګودو په تمه ) ډرامه ساموئل بکت دريشپېته کاله پخوالیکلې وه ، ددې ډرامې لنډیځ دلته نشم لیکلای ، خو پر دې به رڼا واچوم ،چې ډرامه دڅه په اړه ده؟ ستراګون او ولادمیر دیوه خیالي ژغورونکي (ګودو ) په تمه دي ،چې راشي او ددوی لپاره یوه روښانه او سوکاله راتلونکې جوړه کړي ، په ډرامه کې یو بل کس (پوتزو) ،چې ستراګون او ولادمیر دهغه دلاس خیرات ته ناست دي ،بیخي بل ډول کرکټرلري ، پوتزو هیچا ته په تمه نه دی ، پخپله پریکړه کوي او پخپله&
سیاسي اراده
دجمهوریت د منطق پر بنسټ ، دټولنې اکثریت یا دحساب وړ خلک هاغه دي ، چې خپله سیاسي اراده کاروي . په بله مانا، له ټولو وګړیو څخه سیاسي جمهور ( دحساب وړ اکثریت) دسیاسي ارادې خاوندانو ته وايي . په هره ټولنه کې چې دسیاسي ارادې کاروونکي ډیر وي هلته جمهوري بنسټونه او ولسواکي پیاوړې وي او په کومه ټولنه کې چې سیاسي اراده دیوه ځانګړي قشرله خوا کاریږي ،نو هلته همدغه شمېر خلک پر نورو بې ارادې وګړیو حاکمیت چلوي او که دخلکو له غبرګون څ