څو ورځې مخکې یوې رسنۍ وربللی وم، چې له یو شمېر نورو کارپوهانو سره یو ځای پر دې خبرې وکړو ، چې فرهنګي یرغل څه دی او څنګه یې مخه نیولای شو؟ بحث په زړه پورې و، خو پایله یې یوڅه د تم کېدو وړ ده ، غواړم همدلته یې پر پایله تم شم ، چې فایده یې عامه شي . افغانستان همدااوس تر هر ډول یرغلونو لاندې دی ، سیاسي ، اقتصادي، فرهنګي او آن تر اخلاقي یرغل لاندې دی. دسیاسي یرغل پایله یې روانې جګړې دي ، داقتصادي یرغل نښې یې زموږ ستاسو هر یوه په کور کې وینو ، چې دخپل بربنډ ځان له غوښو او هډوکو پرته مو هېڅ افغاني تولید شوي توکي په کور کې نشته ، جامې ، لوښي ، فرشونه ، خواړه ... هر څه پردي دي ، فرهنګي یرغل خو موږ ته مخامخ له تلویزیون او یا بلې رسنۍ څخه رااوري یو ښاغلی دیوه ګاونډي په لهجه خبرې کوي او بله رسنۍ له ورایه په یو بل ګاونډي خرڅه شوې وي ،تلویزیونونه مو دنورو په ډرامو ، سیاسي شعارونو او دایډیولوژیو په تبلیغ ستړي شول اوراډیو ګانې مو دپردیو په سندرو او ملي ارزښتونو ضد بحثونو باندې پړسېدلې دي .
اخلاقي یرغل هم تر دې کم ندی ، زما یادیږي ، چې دوه درې لسیزې پخوا په افغانستان کې چا دمخدره موادو اعتیاد نه پېژانده ، دایډز بلا بیخي وه نه ، او ټګي ، تقلب ، رشوت هم داسې نه وو لکه اوس ، په افغانستان کې دجنسي تیري خبر هیچا نشو منلای ، دزمکې یا بل ملکیت غصبېدل افسانه ښکارېده او هیچا دا په خوب نشو لیدای چې څوک زورور سړی دې له هلک سره واده وکړي او یادې کوم بل قوماندان ، په لویه لاره ،خلک په دوپایه سپي ( سپي ډوله بنیادم) باندې وداړي .... داناولي او اخلاق ورانوونکي عادتونه هم دپردیو داخلاقي یرغلونو په زور راننوتل .
زموږ په بحث کې یوه پایله داوه ،چې دا ټول یرغلونه ځکه پرموږ کیږي ، چې موږ احتیاج یو او خپل څه نلرو، که موږ خپلې ( افغاني) سیاسي موسسې درلودلای ، نورو به ولې خپلې جګړې زموږ کور ته راوړلې ؟ که موږ خپل تولیدات درلودلای نو نن به مو په کور کې یوڅه افغاني تولیدات هم وو او له هرراز لارې بندیدو سره به دشلغمو بیه هواته نه ختله ، که مو خپله ډرامه ، سندره او فکر درلودلای له فرهنګي یرغله به مو سر نه ټکاوه او که مو خپل اخلاق ساتلي ، پاللي او پیاوړي کړي وای ، دوپایه سپو به نه داړلو او له هر پله او کنډوالې لاندې به مو زرګونه روږدي انسانانو مرګ ته شیبې نه شمار لې ....
افغانیزم ته اړتیاه ده :
دافغانیزم ملي غورځنګ دټولو تشو دډکولو لپاره باید داسې فکري بنسټونه رامنځته کړي ، چې دژر تر ژره عملي کیدو وړتیا ولري .
افغانستان ته ټول یرغلونه داحتیاج په دروازو راننوځي ، دنورو منفي او ناوړه مصنوعات ځکه راننوځي ، چې دلته دافغاني ارزښتونو تشه پرې ډکه شي . که موږ ( دکونډې زوی) غوندې سل نورې ډرامې او فلمونه درلودلای نو پر تلویزیونونو به مو دهندي او ایراني فلمونو او ډرامو داسې انډوخر نه وجوړ...
موږ خپل ډیر اصیل اخلاقي ارزښتونه د نړیوال کیدو یا مدني کیدو دفیشن په نامه بایلودل او پر ځای مو هېڅ مثبت ارزښت تر لاسه نه شو کړای.
افغانیزم هیڅکله دیوې تړلې ټولنې درامنځته کیدو په مانا نده ،چې له نورو به دمثبتو ښکارندو له راخپلولو سره هم نه جوړیږي ،بلکې دمثبتو ارزښتونو دراخپلولو او دمنفي مصنوعاتو دبې ارزښته کولو شعور، پریکړې او عمل ته دافغانیزم کرښه ویلی شو.
خبر اوسئ ! چې پر نړیوال بهیر ورګډېدل هغه مهال شونې ده چې تاسو له ځانه سره یوارزښت ولرئ اونړۍ ته یې ورکړای شئ ، که همداسې تش لاس او احتیاج و محتاج د چټکې نړۍ په وړاندې ودریږئ ،نو بیا به دانړۍ هرڅه درکوي او تاسو به یې داخیستلو یا نه اخیستلو دپریکړې مرجع ، اراده او فکر وعمل ونلرئ ، همدا مهربانه نړۍ تاسو ته دکمپيوټر ترڅنګه لوڅ او بربنډه فلمونه هم رالیږي ،دغنمو تر څنګ ایډز هم درکوي او د بوټونو تر څنګ ټوپک او راکټونه هم رالیږي ، همدا نړۍ ده چې موږ ته درمل راکوي خو تر پلو لاندې یې پټه چاړه هم راته نیولې ده چې خپل ورور پرې ووهو ، همدا نړۍ ده چې :
هم مې ووژنې پخپله هم په ماباندې ژړا کا
څه ښه یاردی ښه یې مینه وژل هسې شیون هسې
افغانیزم دچاڼ ملي ځواک دی اوموږ هوښیاروي ، چې څه واخلو او څه وانه خلو ، افغانیزم موږ ته ښيي ، چې دڅه اخیستلو په وړاندې باید یو څه ورهم کړو او دیوه ژوندي ملت په توګه پر نړیوال بهیر ورګډ شو. که هایکو اخلو نو لنډۍ باید ورکړو او که ( رپ) راخپلوو نو باید قرصک او اتڼ هم وروپیژنو . افغانیزم حکم کوي ، چې څنګه دنورو دنباتي غوړیو په بدل کې دکندهار انار او دپروان انګور بهر ته دلیږلو وړ کړو او خپلې غالۍ دنورو دماڼیو ښکلا وګرځوو...
تاسو یوازې هغه مهال کولای شئ ځان دنورو له هراړخیز یرغله وژغورئ ، چې له احتیاجه دځان خلاصولو اراده وکړئ او همداراز د یرغلونو په وړاندې په ملي سطحه دچاڼولو ځواک رامنځته کړئ ، موږ کمپیوټر غواړو خو دځان جوړولو لپاره ، نه له سمې لارې څخه د وتلو لپاره ....
پایله :
- ټول ولس دې خبر وي چې موږ تر څو اړخیزه یرغلونو لاندې یو
- له هر ډول یرغل څخه دځان ساتلو لپاره ښايي پر ځان بسیا شو
- ددې ملي اراده باید رامنځته کړو ، چې له نړیوال پرمختیايي بهیر سره څه کوو؟ څه ترې اخلو ، څه نه غواړو او څه ورکوو؟ او په کوم زور یې ورکولای شو؟
- خپل اقتصادخپل سیاست رامنځته کوي او خپل سیاست خپل فرهنګ پیاوړی کوي ، خپل فرهنګ خپل اخلاق ژغوري او خپل اخلاق دنورو دبداخلاقیو مخه نیسي .