په دیارلس سوه اویایمو کلونو کې به دې ،چې واکمنو جګړه مارو ته وویل : ولې عام خلک وژنئ ؟ نو ویل یې: وروره کمونستانو کم ووژل؟ پولیګونونه یې ډک نه کړل؟ بیا وروسته ،چې نور راغلل هم ویل یې تر موږ وړاندې څه حال و؟ اوس چې بهرنیان راغلي هم ،چې ملکیان ووژني ، نو ژر اعلامیه صادره کړي ، چې دومره فیصده ملکي خلک وسله والو مخالفینو وژلي دي ( ګواکې دوی ، چې ملکیان وژلي د وسلوالو مخالفینو په لاسو تر وژل شویویې شمېر ډیرکم دی؟!!!)
عجیبه ده؛ هغه څوک ښه ګڼل کیږي ،چې لږ خلک یې وژلي وي . چې چاته ووایې ولې رشوت اخلې ؟ نو درته وايي : پلانیانو ټول وطن وخوړ چا څه ورته ونه ویل!
لاتراوسه سیالي داسې ده او دا ناولې سیالي ده ، سمه سیالي دا ده ،چې څوک ووايي: په اماني دوره کې دومره ښوونځي جوړ شول ، موږ باید تر هغو ډیر جوړ کړو ، یا محمدداود خان غوښتل پینځه کلن پلانونه عملي کړي دادی موږ یوکلن ، پینځه کلن او شل کلن پلانونه جوړ کړي او انشاالله افغانستان به تر یوه شل کلن پلان وروسته لکه مالیزیا پرمختګ وکړي .
ناولې سیالي دغه ځانګړنې لري :
- شته بد حالت له تیرو بدو یا بدترینو څخه ښه ګڼل او پر همدې بسیا کېدل او تردې بدیې لادا چې نورو ته په دې بد حالت دشکر ایستلو دقناعت ورکولو هڅه .
- دنورو دلویو نیمګړتیاوو تر شا دخپلو کوشنیو نیمګړتیاوو دپټولو هڅه.
- په ماهیت پېژندلو کې داټاکنې (انتخاب) ارزښت هېرول او دمسئولیت هېرولو لپاره دتصنعي دلایلو تراشل.
- ناولې ارادې او پریکړې د تخییلي رنګینو نیتونو تر شا پټول ، عذر راوړل ،چې موږ خو داسې نه غوښتل ،خو بس وشول نو څه وکړو ؟
- دځان له ملامتولو څخه تېښته او دتاریخ په کوڅوکې ځان ورکول.
دسمې سیالۍ ځانګړنې دا دي :
- له تیرو پرمختګونو زده کړه او دهغو دبشپړولو هڅه
- ځان له پرمختللیو او ښو موډلونو سره سیال ګڼل او دخپلو نیمګړتیا وو دبشپړولو هڅه
- په ماهیت ټاکنه کې ارادي ټاکنې ( انتخاب) ته ارزښت ورکول.
- خپله او دبله نیمګړتیا ،که کوشنۍ وي که لویه ، نیمګړتیا ګڼل او دهغې پر له منځه وړلو ریښتینی ټینګار.
- دګټورتیا او نیمګړتیا ( ښه اوبد) دارزولو پر مهال دتاریخ ددروازو تړل او پر نن وسبا تکیه کول ( مانا داچې دا مه ارزوئ ، چې ستاسو کړنې تر پخوانیو کړنو ښې دي که بدې ، بلکې پر دې فکر وکړئ ، چې ستاسو کړنو ته به دنن او سبا خلک په کومه سترګه ګوري؟)
دناولې سیالۍ پر مهال له ګناه څخه دځان څنډلو لپاره دنورود ګناهونویادول او دنورو د ناولیو اعمالو تر شا ځان پټول به داسې دلایل رامنځته کړای شي ،چې پخپله ګناه کوونکي ته قناعت ورکړای شي ،خودلوی خدای (ج) محاسبه بېله ده اوخلک ، تاریخ او عامه ذهنیت مجبور ندي ، چې ددوی پردلایلو قناعت وکړي ، بلکې دا ټول پر ریښتینو دلایلو حکم کوي .
دامشهوره خبره خو به مو اوریدلې وي ، چې ((تاریخ پر نیتونو نه ، بلکې پر اعمالو قضاوت کوي. )) ددې خبرې تفسیر همدا دی ،چې که په ارادي توګه بدي وکړئ، نو ستاسو دروغجن دلایل دتاریخ لپاره هېڅ ارزښت نلري ، بلکې محاسبه پر دې ده ، چې تاسو څه کړي دي. تاریخ او خلک نه شو مجبورولای چې فکر وکړي : ددې لپاره چې
( الف) سل وژلي وو ، نو پروا نکوي که (ب) هم شل ووژل .
ناولې سیالي زموږ پر راپنځېدونکي نسل ډیره بده اغیزه کړې ده ، ماشومان هم په همدې روحیه ځوانیږي ، دبدو او ترخو اعمالو په دې مسابقه کې دوی هم ورګډیږي ، ددوی په وړاندې دترخو کړنو دتوجیه کولو یو معیار همدغه په ناولې سیالۍ کې دنورو پرتلیزه جاج اخیستنه ده .
دوهم لوی تاوان یې دادی ، چې په ټولنه کې دناولې سیالۍ منطق ورو ورو په عادت او بالاخره یوه کلتوري سنت بدلیدای شي ، که خدای مکړه تر نورو دډیرو وژنو ، ظلم کولو ، چور اوتالان سیالي ته عذرونه وتراشل شول او خپلې ګناوې دنورو دلویو ګناهونو تر شا پټول د بېګناهۍ دلیل وبلل شو ، دا پخپله په یوه ټولنیز معافیت بدلیدای شي او هغه وخت به دداسې یوه ریښه لرونکي سرچپه عادت راسته کول ډیر سخت بلکې ناشونی وي .
وړاندیځ :
روښانتیایي غورځنګ باید دا منطق عام کړي ، چې هیڅوک نه شي کولای جنایت ددې لپاره وکړي ، چې ترده وړاندې خلکو هم کړی دی ، هیڅوک دبل دګناه ترشا خپله ګناه نشي پټولی او هیڅوک باید خپلو ګناهونو ته دپرون په هینداره کې ونه ګوري ، بلکې هر څوک باید دنن او سبا قضاوت دخپلواعمالو دتللو تله وګرځوي . په عامه ذهنیت کې باید دا باور عام شي ، چې په بدیو او جنایتونو کې هرڅوک له خپل ځان سره پرتله کیږي، نه له نورو سره ، دایوازې ښه ، ګټور او مثبت کارونه دي ، چې ګټه او اغیزمنتیا یې له نورو سره پرتله کېدای شي . دویښتیا اوروښانتیا ملي غورځنګ او ټول روښانفکره ځواکونه ، مدني ټولنې او روزنیز بنسټونه باید دناولې سیالۍ دغه بهیر ته دپای ټکی کیږدي .