په یوه مجلس کې ملي سرود غږیده ، ټول ولاړ وو، یو دوه کسان ناست وو ، اول مې ګومان وکړ ، چې له ملي سرود سره ساز ورته ناروا ښکاري او دګناه له ویرې نه پاڅیږي ، خو چې کتل مې نو نېکټایانې یې تړلې وې ، چا نه مې وپوښتل : دوی ولې ناست وو؟ راته یې وویل : دوی ددې حکومت مخالفین دي ، خندا راغله ما ویل دحکومت مخالفین دي که دافغانستان؟ بل ځای یوچا د ښوونځي خښتې کورته وړې ، پوښتنه چې ترې وشوه ویل یې: دې فاسد حکومت ته چې دومره تاوان هم ورسیږي یوه مبارزه ده .... بل ځل چا قانون ماتاوه او دخپل دې کار دلیل یې دا ښوده، چې په حکومت کې یې پلانی بد راځي او له بستاني څخه کرکه لري . یوه بل کاکا دافغانستان درې رنګه ملي بیرغ ددرناوي وړ نه ګاڼه ویل یې : دې بیرغ والاوو خلکو ته څه ورکړي ، چې موږ یې درناوی وکړو...
ایا دا منطق سم دی؟ موږ ډېر ځله ملي ګټې ددې لپاره هیروو ، چې دولتي دستګاه مو سمه نه ده ، یا له هېوادنیو ارزښتونو سره کاواکه چلند کوو، ددې لپاره چې په حکومت کې مو اشخاص نه خوښیږي . هغوی ،چې دحکومت مخالف ذهنیت لري ښوونکی ، دپوهنتون استاد او برقي ته هم په بده سترګه ګوري ، وايي ورک یې کړه ( دولتي ) دی . دننني بحث موضوع همدا ده چې ټول ملي ارزښتونه دولتي ندي او دوهم دا چې دولت دیوه ظرف په توګه منفي ندی ، په مظروف کې به نیمګړتیاوې وي خو دیوې سپږې لپاره دپوستین سوزول نه دي پکار.
په بهرنیو کنفرانسونو کې چې زه ګډون کوم ، ځینې ښاغلي ، چې دحکومت دمخالفت ادعا کوي ، دا ورڅخه هېره شي چې افغانستان او دافغانستان حکومت سره بېل نومونه او مفهومونه دي ، ښاغلی هلته پاڅیږي ، خپله لمن پر سر راواړو ي او افغانستان په شرمو وشرموي ، زه چې کله ورته ووایم وروره ! دافغانستان ژبې ، فرهنګ ، دین ، ارزښتونه ، دودونه ، دولس سرښندنې ، ملي نښې هرڅه دې ولې په اوبو لاهو کړل ، نوراته وايي : هن ته خو هم سرکاري تنخوا خورې کنه ...
زما خبره هیڅکله ددې مانا نلري ، چې څوک دې دحکومت مخالفت نکوي یا په حکومت کې دننه داشخاصو پر نیمګړتیاوو دې سترګې پټوي، زما ټینګاردادی ،چې دافغانستان دمخالفت حق څوک نلري ، هیڅوک دملي ګټو او ارزښتونو دوراني حق نلري ، په دې نامه چې له دې یا هغه سیاسي جوړښت سره یې جوړه نده .
دافغانیزم یوبنسټ دادی ، چې موږ یو شمیر ارزښتونه اونښې دټولو لپاره ددرناوي وړ وبولو ، دافغانستان اساسي قانون ، ملي بیرغ ، ملي سرود ، ملی شتمنۍ ، ملي پیسې او نور دهر چا دي ځکه چې دافغانستان دي ، یو پاسپورت ، یوه تذکره او یو ښاريتوب (ستیزن شېپ) زموږ هويت ټاکي او ډیر ځله موږ باید ددغو ارزښتونو په وړاندې وفاداره اوسو . دټولیزې ویښتیا یو پړاو دادی ،چې دحکومتي چارواکیو ، حکومت او ملي ارزښتونو حساب سره بېل کړو. که موږ ددې هر څه حساب بېل ګڼلی نو په تیرو دیرشو کلونو کې به مو له حکومتونو سره دمخالفت په نامه ښوونځي ، پلونه ، لارې ، عامه تاسیسات ، موزیمونه ، کتابتونونه او ... نه سوزول ، ورانول یا ددښمنۍ په سترګه به مونه ورته کتل . حکومتي افراد ، اپوزیشن ، بېطرفان او خپلواک لوري دبېلابېلو سیاسي نظرونو خاوندان وي ، یودبل مخالف هم وي مګر دیوه هېواد ( افغانستان ) اوسېدونکي دي ، یو ملي هویت (افغان) لري ، یو ډول تذکرې يې په جیبونو کې دي ، تر یوه بیرغ لاندې ژوند کوي ، یوه ملي سکه یې په لاس کې وي او له یوه ملي سرود سره ودریږي ، چې افغانستان ته خپله وفاداري زبات کړي ، ددې ټولو مسئولیت او صلاحیت دیوه قانون له مخې ټاکل کیږي او په ملي کړکېچ کې یو ډول ځوریږي . دبېلابېلو نظرونو تر منځ داختلاف او سیالۍ معیار هم همدغو ارزښتونو ته ډيره وفاداري وي هر لوری وايي : زه افغان او افغانستان ته ډیر څه کولای شم .
دا دملي یووالي د کلیشه شویو شعارونو تکرار ندی ، بلکې دیوې جدي ټولنیزې تېروتنې ستونځه ده ، چې په افغانستان کې شته . دیوه افغاني پوهنتون یو استاد همدا دنده لري ، چې ددې هېواد ځوانانو ته درس ووايي او حکومت باید هغه ته تنخوا ورکړي ، نودغه استاد که څه هم له حکومته تنخوا اخلي خو حکومتي ندی ،بلکې ملي دی . هغه څوکۍ چې په پارک کې ایښې ده ، چې ستومانه وګړي پرې دمه وکړي ، که څه هم حکومتي ښاروالې جوړه کړې ده ، خو ماتول یې له حکومت سره دمبارزې په مانا نده .
دوهم توپیر ، حکومت او دولت دواړه دخلکو داړتیا پر بنسټ رامنځته کیږي ، دحکومتیانو نیمګړتیا د حکومت دبدۍ مانا نلري ، حکومت داسې دی ،لکه یو بس موټرچې خلک په کې سپاره وي ، که ډریور داموټر په بدو لارو بیایي او خلک په تکلیفوي دا ښايي له بس څخه دکرکې په مانا نه وي ، بلکې ډریور باید اصلاح شي .
لږ تر لږه درې نیمې لسیزې کیږي ، چې دبهرنیو تبلیغاتي کړیو له خوا حکومت ضد تبلیغات روان دي او دې تکرار په افغانستان کې داسې یو ذهنیت عام کړی دی ،چې حکومت دکرکې وړ شی دی او حکومتي کېدل ګناه ده ، دهر چارواکي نیمګړتیا پر سیستم او ټول هېواد تپل کیږي ، دهیوادنیو ـ ملي ارزښتونو توپیر یې دڅوچارواکیو له نیمګړتیا سره ګډ کړی او له حکومت سره مخالفت له همدې څخه پیلیږي ، چې دولتي پول ، لاره او ښوونځي وسیزل شي ، ښوونکی ووژل شي او ان دروښانفکرانو په غونډو کې یو اکاډمیک شخصیت هم دولتي وګڼل شي . که دافغانستان دګټو دساتلو خبره وکړې يا ملي بیرغ ته درناوی وکړې ، که په غونډه کې ملي سرود وغږوې یا دافغانستان نقشه په سر پورې راوځړوې نو ځینې به په کترو او کیانو درته وايي ، چې ته خو هم ددې فاسد حکومت دا او هغه یې ...
وړاندیځ :
په پراخه کچه باید دملي ارزښتونو ، دولتي سیستم او چارواکیو داعمالو تر منځ توپیر تبلیغ شي ، ددیموکراسۍ دپیژندلو الفبا له همدې ځایه پیلیږي ، چې څنګه دملي سیستمونو د پیاوړتیا لپاره سیالي او مبارزه وکړو . دافغانستان ټول نفوس حق لري د شته ناخوالو او نیمګړتیاوو په وړاندې اعتراض وکړي ، عملي بدلون راولي ، مبارزه وکړي ، خو دهیڅ ښوونځي کړکۍ باید ماته نشي او دهیڅ پله یو ه تیږه زیان ونه ویني ، له هرې ملي شتمنۍ سره بېتفاوته چلند ملي خیانت ګڼل کیږي ، موږ باید دحکومت د فساد په پلمه افغانستان ته زیان ونه رسوو، ځکه دا پخپله فساد دی.