سوکرات ځکه دخپل غوره ښار ( مدینه فاضله ) لپاره دفیلسوفانو پر حکومت ټینګار کاوه، چې د فکر کولو پر ارزښت پوهېده .په تاریخ کې داسې واکمنۍ نه شئ موندلی ، چې یوازې پوځیانو یا دسیاستلوبو تېر ایستونکیو مداریانوپکې دیوې بشري کتلې د هوسایینې یا پرمختګ لپاره کوم څه کړي وي. چنګیز خان ډیرې زمکې ونیولې ، ډیر ښارونه یې له خاورو سره خاورې کړل ، خو خپل قوم یې تر اخره داسونو په شیدو موړ  او دوزو په پوستکیو پټ نشوکړای، یوازې هغه ولسونه هوسایینې ته رسیدلي دی ، چې د انساني ژوند ښېګڼې لپاره یې دسمو او عمل وړ فکري تګلارو پر بنسټ پرلپسې کار کړی وي. له دې څخه ښکاري ، چې دهرراز پر مختګ لپاره خوځښت له فکر کولو څخه پیلیږي ، هغه څه ،چې له بده مرغه موږ یې نلرو یا یې کم لرو او یاهم ارزښت نه ورکوو.

 زموږ سرکار  د بېنظمنه پوځيانو یوې ټولګې ته ورته دی ، چې ډیر غړي یې له سنګرونو څخه راکوز شوي وي او پر څوکیو یې پښې وراړولې وي ،  دیوه  فکري بهیر په پایله کې عمل کولو ته ډیر ارزښت نه ورکوي ، ډیره ځله له پېښو سره تاکتیکي چلند کوي او په اصطلاح لوټه ږدي او تر اوبو تیریږي ، نړیوالې ټولنې هم له موږ سره همداسې پوځي ډوله چلند پیل کړی دی، بنسټیز جوړښتونه یې رامنځته نکړل ، یو شمېر ودانۍ یې دومره سرسري راته جوړې کړې ،لکه  دجګړې په ډګر کې ،چې څوک خیمه ولګوي او هره شیبه دکوچ په فکرکې وي .

موږ فکري بنسټونه نلرو ، که ځینې مات او ګوډ فکري جوړښتونه مو هم رامنځته کړي وي ، په کړنو کې هيڅوک ارزښت نه ورکوي ، هر سړي ته ځان من ښکاري او بس ګډوډي روانه ده . دفکرخاوندان دعمل له خاوندانو څخه لرې پاتې دي ، عملونه مو بېفکره دي ، ځکه یا منفي پایله لري او یاهم بېپایلې وي .

 زما په باور ټولې هغه ستونځې ،چې همدا اوس په افغانستان کې شته ،  دفکرکولو په پایله کې ورته حللارې موندل کیدای شي ، که دفکر کولو لپاره دمنظمو چوکاټونو په دننه کې پرمختګ ته ارزښت ورکړو او داجرایوي ځواک هر خوځښت ، دفکري ځواک دلاسته راوړنو په پایله کې، هوپه هو عملي شي ؛ له جګړې ،فساد ، لوږې ، احتیاج ، ګډوډۍ او ورسته پاتې والي څخه خلاصیږو.

موږ داقتصاد وزارت لرو ، خو داقتصاد لپاره دفکرکولو باصلاحیته ټولګه نلرو ،چې وزارت یې طرحې عملي کړي ، دکرنې وزارت لرو ، خو دکرنې دپرمختګ لپاره فکر نه کوو ، پوځ جوړوو ، خو دپوځ جوړولو ستراتیژیست مفکرین مو نه دي جرګه کړي ، چې په دې اړه معلومات راکړي ، دهمدې لپاره په هر ډګر کې ناکام یو .

امریکا دنړۍ زبرځواک دی ، ځکه چې په زرګونو فکري مرکزونه لري ، تر ټولو ډیر لګښت پرفکري نظریو ، فرضیو او تیوریو کوي او هیڅکله له بشپړو معلوماتو پرته پرعمل نه ورګډیږي یوازې دا نه ،بلکې داجرائیه ځواک او فکري بنسټونو تر منځ اړیکې یې هم دعامل اوعمل اړیکي دي . بېلګه : ددوی ځينې فکري بنسټونه په دې باوردي ، چې په افغانستان کې یې دغه ظاهري ستونځه هم له دې کبله ده ،چې دسپټمبر تر یوولسمې مخکې یې ددې هېواد په اړه ډیرزیات فکر  نه وکړی او ګواکې پرته له دې ،چې فکري زیرمه یې بشپړه کړې وي ، په دغه هېواد کې څه کولو ته مجبوره شول او په پایله کې یې ډیرې تېروتنې وکړې، یوګومان خوداسې هم دی ،چې نه ! ددوی همدغه تیروتنې او ستونځې هم ریښتینې نه دي او ګواکې دډیر فکر په پایله کې یې خپله جوړې کړې دي ( والله اعلم  ).

په هر صورت ، موږ لږ تر لږه شل کاله کیږي ، چې دافغانستان دستونځوپه اړه منظم فکر نه کوو، دافغانستان په اړه د سیستماتیک فکر کولو ځای وسلوالې زورازموینې ، ځان څوکۍ ته دوررسولو چال او دروهې ، پیسو ګټلو ، احساساتي سیاستونو ، شعارونو او کنځلو نیولی دی. ماته لږ تر لږه یو داسې ځواکمن چارواکی نه دی معلوم ، چې دافغانستان داقتصادي ودې ، ټولنیز سمون ، ملي یووالي ، ښه حکومت جوړولو ، دخلکو دژوند هوسایینې ، دامنیت ټینګښت ، دکار اوتولید زیاتولو ، دپوهنې دودې یاکومې بلې بنسټیزې اړتیا په اړه یې دخپلو منظمو ، پرلپسې ، پر افغاني ارزښتونو ولاړو فکرونو کومه ټولګه چمتو کړې وي ، طرحې یې رامنځته کړې وي او بیا یې دهغو پر بنسټ عمل کړی وي، ګڼ شمېر يې  راځي او دامیرعبدالرحمن خان دزمانې پر اداري جوړښت شخوند وهي او تر جیبونو ډکولو وروسته په خپله مخه ځي.

 

 

 

دافغانیزم اړتیا :

 

موږ باید پرخپل حال دفکر کولو تمرین پیل کړو، پرخپل حال دژړا ، شکایت ، رنګارنګ روایتونو او شعارونو پرځای راځئ فکر کول پیل کړو، چې :

  • موږ ولې په داسې بده ورځ یو
  • دروانو ستونځو لاملونه څه دي
  • دستونځو له عواملو سره څنګه باید مخامخ شو
  • دهرې ستونځې علمي حللارې څه دي
  • دستونځو دلرې کولو وسایل کوم کوم دي
  • دستونځو  دلرې کولو دوسایلو دسمې کارونې واکونه له چا سره دي
  • دستونځو دله منځه وړلو دځواکونو ترمنځ دهمغږۍ لارې کومې دي
  • څنګه دمنظمو فکري بنسټونو تهدابونه کیږدو
  • څنګه ددغو فکري بنسټونو تر منځ همغږي راولو
  • څنګه ددغو فکري بنسټونو او اجرائیه ځواک ترمنځ اړیکې ټینګې کړو
  • څنګه اجرائیه ځواک دې ته اړ کړو ، چې دفکري زیرمې تر بشپړولو مخکې ځان له هر ډول ناسم عمل څخه وژغورلای شي .
  • څنګه دفکر کولو او بیا عمل کولو ټولنیز عادت رامنځته کړو، چې ورو ورو په یو افغاني دود او بالاخره یوه فرهنګي ارزښت بدل شي .

 

راځئ ددې ټولو پوښتنو په اړه خپل فکرونه له موږ سره شریک کړئ .