یو ملګري مې ، په بحث کې راته وویل : ایا دې ته دې پام کړی دی ،چې موږ افغانان له جنګولو سره مینه لرو او هرڅه سره جنګوو. دې خبرې یوه ترخه حقیقت ته ورسولم ، ریښتیا هم زموږ افغانانو ذهنیت جنګي دی ، موږ له کوشنیتوبه له جنګولو یا جنګېدلو سره رالویېږو ، هرڅه جنګوو ، کاغذباد ، کوکري ، ملخان اودلوبو څيزونه ، چې رالوی هم شو؛ سپي ، چرګان، مړزان ، زرکان او ان موټران سره جنګوو، همدې ملګري مې وویل ، دهېواد په سویل کې دوه نامي ډریورانو خپل موټرونه سره وجنګول او دولس کسان یې ووژل.

عجیبه ده ، کوڅه ډبي سپیان په سوله کې ژوند کوي او پرته له شوخۍ څخه هېڅکله جنګ نه کوي، هېڅ داسې ندي لیدل شوي ،چې یوله بل  سره يې وینې بهولي وي ،له دې نه ښکاري ،چې سپیان جنګي فطرت او جګړه ييز خاصیت نلري،  خو موږ جنګي سپیان روزو،  تړو یې او عقدې ورته پیدا کوو، بیا یې سره جنګوو ، چرګان هم موږ جنګي کوو، زرکان په غرونو کې آزاد او سوله ییز ژوند لري ،موږ یې له پنجرو څخه راوباسو او یو دبل په وینو یې سره ولړو ... داولې ؟ داځکه چې زموږ ذهنیت جنګي دی ، له بده مرغه خشونت زموږ په فطرت کې ریښې کړې دي ، وهل، ژوبلېدل او ژوبلول مو خوښیږي ،  د وینو بهولو او زخمي کولو له لیدلو څخه خوند اخلو او روحي تنده مو هلته خړوبیږي ، چې ځان یا دځان په استازیتوب کوم ځناور  زورور ووینو او په دې توګه دځانغوښتنې غریزه اوتنده ماته کړو. دپیاوړتیا لپاره هڅه دانسان طبیعي غریزه ده ، ټول انسانان غواړي پیاوړي ښکاره شي ، خو ددغې غریزې لپاره ټاکنه ( انتخاب ) توپیر لري ، دپرمختللېو ټولنو انسانان غواړي خپل پیاوړتوب په ورزش ، چټکې ودې ، پرمختګ ، پوهه ، هنر او ډیر تولید کې څرګند کړي ،چې ګټه ولري ، خوموږ یې په جنګولو او جنګېدلو کې آزمویواو دا هېڅ ګټه نلري ، ځکه موږ دګټو په اړه فکر نه کوو. ما چې څومره لیدلي دي ، دومره ځناور چې موږ جنګوو، نور ولسونه یې نه جنګوي . کاغذبادونه په نوره دنیا کې هم پورته کیږي ،خو سره جنګول او آزادول یې افغاني چل دی ، او دټولنیزې ارواپوهنې له نظره ددې لامل هغه تمایل دی، چې په منفي توګه زموږ په ګډ لاشعور یا ګډ ذهنیت کې ، دخپلې پیاوړتیا د ښوولو او تمثیل لپاره یې رسوب کړی ، هماغلته یې ځای نیولی او هرکله چې سر راپورته کړي نو موږ مجبوروي ، چې یوڅه سره وجنګوو او ددغې تندې اور پرې سوړ کړو.

دخپلې پیاوړتیا دښوولو همدا منفي تمایل دلیونتوب تر بریده هم رسیږي او موږ بیا دانسانانو تر جنګولو پورې وړاندې ځو ، انسانان سره جنګوو ، سره وژنو یې او بیا له دې څخه هم ګټه اخلو او هم ځان پیاوړی زباتوو ، بیا نو هرڅوک باید زموږ پیاوړتیا ومني ،ځکه ډیر خلک مو سره جنګولي وي او سره وژلي مو وي ، تر دې یې عجیبه دا ده ، چې ډېرځله سپي او نور ځناور هم هغه کسان سره جنګوي ،چې انسانان یې سره جنګولي وي او هغه مهال چې د ټولنیز سمسمکي ( ثبات) له امله دانسانانو جنګول ستونزمن شي نو بیا دخپل عادت له مخې بېچاره ځناورو ته مخه کړي.

 دلته زما نیوکه یوازې دا نده ،چې موږ ولې ځناور جنګوو ، بلکې زما دبحث وړ پرابلم دادی ،چې موږ ولې جنګي ذهنیت لرو؟ د جنګي ذهنیت لومړۍ زانګو کورنی چاپیریال دی ، مور او پلار کولای شي په ماشومانو کې دجنګي ذهنیت  د رامنځته کېدو مخه ونیسي ، ماشومان باید په عاطفي چاپیریال کې وروزل شي ، دماشوم دپیاوړتیا او زور ښوولو لپاره ښايي سالمې او ګټور ې لارې او هڅې وروښوول شي پیاوړی ماشوم باید کمپیوټر ژر زده کړي ، سپورت وکړي ، ذهني لوبې او سیالۍ وکړي او خپله پیاوړتیا او زور له دې لارې څرګند کړي ، په کلیوال چاپیریال کې هم ماشومان دکرنې په چارو او داسې کلیوالو لوبو کې خپلو زور ازموییلی شي ،چې ددوی له ذهني او جسمي ودې سره مرسته وکړي .

دوهم مسئولیت دپوهنې دوزارت دی ،چې په ښوونیز و متونو او فعالیتونوکې دجنګي ذهنیت دپراخیدو مخنیوی وکړي او په ملي نصاب کې د ټولنپوهنې ، فرهنګپوهنې ، ارواپوهنې او پیداګوژي له ارونو سره سمه زده کړه او روزنه  ځای کړي ، چې د زده کوونکو تر منځ دپیاوړتیا یوه ګټوره سیالي رامنځته شي . درېيمه برخه کار درسنیو پرغاړه دی ، چې دجنګي ذهنیت پر وړاندې مبارزه وکړي ، په رسنیو کې دهغو زورورو ځپل، شرمول او خوارول  دخیر کار دی، چې جنګول کوي . دهغو ناسمو لوبو او دودونو مخنیوی باید تبلیغ شي ، چې جنګي ذهنیت عاموي . دیني علما ،مشران او فرهنګي کړۍ ( ادبیات، تیاتر ، سینما  او نور) ښايي د جنګي ذهنیت پر وړاندې یوه پراخ ملي کمپاین پیل کړي . دځناورو پر جنګولو باید بندیځ ولګول شي ، په تیره بیا ماشومان او تنکي ځوانان په کلکه له دې څخه منع شي ، چې دځناورو دجنګولو په مېلو کې ګډون وکړي.

له جنګي ذهنیت سره ملي مبارزه دګڼو ګټو تر څنګ د سیالۍ تمایل په مثبته ، ګټوره او جوړوونکې بڼه بدلولی شي . دعاطفي او مهربانه نسل په روزنه کې مرسته کوي او دشخړو ، تاو تریخوالي او تشدد مخه نیسي .

افغانان دسوله ییز ذهنیت د پیاوړتیا تر څنګ په داسې ذهنیت کې دکار کولو ، تولید ډیرولو او یوه له بل سره نږدې کېدو ته اړتیا لري ، هرچا چې دهمداسې سیالۍ او ذهنیت په روزلو کې ډیره ونډه واخیسته نو لوی پهلوان دی ، راځئ د سپیو ، چرګانو ، زرکانو.... موټرانو او بالاخره انسانانو دجنګولو له شرموونکې اتلولۍ څخه دډوډۍ بودولو او افغانستان ودانولو اتلولۍ ته خپل ذهنیتونه واړوو، دافغان کرکټ، فوټبال او نورو لوبو نړیوال بریالیتوبونه ښيي ، چې دوی په مثبتو سیالیو کې تر نورو پیاوړي دي .