ځواکمن مومن تر کمزوري هغه غوره دی .  دغه اصل یوازې فردي ندی، بلکې هغه مسلمانه ټولنه ،چې پیاوړې ، پرخپلو پښو ولاړه او له نورو مسلمانو ولسونو سره دمرستې کولو وړ وي تر هغې ټولنې غوره ده،چې کمزورې او بېوزلې وي  له احتیاجه خلاصه اسلامي ټولنه ډیره ددې وړتیا لري ،چې اسلامي نړۍ ته ګټه ورسوي. له همدې پلوه ،دیوې اسلامي ټولنې ثبات ، پرمختګ ، ودانۍ او په هغې کې داوسیدونکو وګړیودانساني ژوند دشرایطود لا ښه کولو هڅه په دیني وجایبو کې شمېرل کیږي. افغانان دعقیدوي ارزښتونو په ساتلو او درناوي کې ځانګړې تلوسه لري ، دوی هر دیني حکم له یوه  نسله بل ته سپاري او دپر ځای کولو سپارښتنه یې کوي ، ځکه خو عقیدوي ارزښتونه ددوی دټولنیز ژوندانه یو ځواکمن او سره تړونکی توکی (عنصر) ګڼلای شو. داچې څنګه کولای شو له دغه فردي او ټولنیز معنوي ځواک څخه  دافغانانو دژونددشرایطو په مثبت بدلون کې کار واخلو، یوه دبحث مسئله ده. لومړی خو باید یو فکري ټولیز ځواک رامنځته شوی وي ، چې په ملي سطحه دافغانانو د انساني ژوند دشرایطو دښه کولو موخې ته رسېدل یې دهڅو په سر کې وي ، بیا باید همدغه ځواک ټولې معنوي وسیلې  وپیژني ( تشخیص يې کړي) او له هغو څخه دکار اخیستنې میکانیزمونه رامنځته کړي.

وړاندیځ :

 له علمي پلوه موږ یوې داسې باصلاحیته دیني مرجع ته اړتیا لرو ،چې  له دیني متونو څخه ټول هغه احکام ، روایات او مباحث  راټول کړي ، چې دیوې اسلامي ټولنې داقتصاد، علمي پرمختګ او ټولنیزوګډو هڅو په اړه ولس ته خوځښت بښلی شي . زموږ په دیني متونو کې ډیر څه شته چې مسلمانان پرخپلو پښو دریدلو ، له احتیاجه ځان خلاصولو ، دلاښه ژوندانه لپاره هلوځلو ، کار اوتولید ته هڅوي . داسلام سپیڅلی دین موږ هڅوي ، چې دلوی خدای ( ج) له طبیعي نعمتونو څخه ګټه واخلو او ځان پیاوړی کړو ، په کلام الله مجید ،مبارکو احادیثو او فقهي متونو کې ډیرموارد شته ، چې مسلمانان ورڅخه ګټه واخلي او ځان له احتیاجه وساتي .

دوهم ګام به داوي ، چې دغه برخه احکام او لارښوونې،  دپوهاوي لپاره تدوین او خپراوي ته چمتو شي او تر هره کوره ورسیږي . درېیم ګام به داوي ، چې دحکومت په مرسته ځانګړي دیني او مدني بنسټونه دغه احکام خلکو ته ورسوي او په دې توګه دعقیدوي ارزښتونو په مرسته ،موږ ټولنه له هغې فکري او رواني سرګردانۍ څخه خلاص کړو ، چې ددرې لسیزو جګړو او ناوړه سیاستلوبو له امله ورته پیدا شوې ده.

که  یوځل خلک په دې خبر شول ، چې له احتیاجه دځان خلاصولو هڅه او دافغانستان دمسلمان ملت پرخپلو پښو ددرولو ، اقتصادي ودې او پرمختیا لپاره هلېځلې  یوه دیني وجیبه ده ، نو یو ټولیز خوځښت به رامنځته شي په دې وخت کې نوباید، په سرکاري کچه ښايي له دې خوځښت او رامنځته شوي ځواک څخه دګټې اخیستلو قابلیت وارله مخه رامنځته شوی وي .

ترهرڅه وړاندې راځئ په ملي رسنیو ،علمي کړیو او دیني بنسټونو کې دغه بحث راپورته کړو ، دا پخپله دخلکو دپام اړوونې پیلامه ده . په جوماتو او مدرسو، ښوونځیو،پوهنځیو اود علماوو په مجلسونو کې ددغو علمي بحثونو راپورته کول ، چې یو مسلمان ولس څنګه ځان د نورو له احتیاج ، لوږې ، لاسووهنو او ظلم څخه ژغورلی شي؟ دکرنې ، کسب ، تولید ، اقتصادي ودې او سوداګرۍ ارزښت په اسلام کې څومره دی؟ څنګه ګڼ شمېر پیغمبرانو علیهم السلام شپني ( چې داقتصادي ودې یوه لرغونې لومړنۍهڅه ده) کوله ، څنګه حضرت یوسف علیه السلام دخپلو فوق العاده اقتصادي طرحو له برکته دمصر تر لومړي وزارته ورسېده او داسلام په صدر کې څومره علمي او عملي پېښې زموږ دزده کړې لپاره شته، چې مسلمانان یې ورځ په ورځ پیاوړي کول او یو مهال یې دبشریت دژغورلو لپاره یوه لویه امپراتوري رامنځته کړه  ... داټول باید دخلکو تر غوږونو ورسول شي .

دداسې لارښودو بحثونو په رڼا کې موږ باید وپوهیږو ، چې موږ افغانان نظر نورو ګڼو مسلمانو هېوادونو او ولسونو ته وروسته پاتې یو ، احتیاج یو او دخپل هېواد دپرمختګ لپاره مو کمه هڅه کړې ده . ګڼ اسلامي هېوادونه شته ، چې په دې برخه کې دسرمشق په توګه خلکو ته  وروپېژندل شي. اندونیزیا دوګړشمېر له نظره دنړۍ تر ټولو ستر اسلامي هېواددی ، دغه ګڼمېشته اسلامي هېواد دنړۍ په کچه یو ستر اقتصادي ځواک هم دی ،

مالیزیا ، ترکیه او یو شمیر عربي هېوادونه یې نورې بېلګې دي ، راځئ په دې بحث پیل کړو، چې دغوهېوادونو څنګه له خپلو ملي او عقیدوي ارزښتونو څخه کار اخیستی دی او نن سبا په نړۍ کې دځواکمنو اقتصادونو په توګه پېژندل کیږي ، دوی نورو ته له احتیاجه خلاص دي او داړتیا پرمهال له نورو مسلمانو ولسونو سره هم مرسته کولای شي . په دې برخه کې هم یوازې احساساتي ، عاطفي یا شعاري چلند ګټه نلري، بلکې دا ټول ګامونه باید دیوه منظم ، علمي او ګام پرګام عملي کیدونکي بهیر په توګه رامنځته شي .

ددې بهیر دتګلارې دټاکلو اوعملي کولو لپاره ښايي مسئول بنسټونه وپېژندل شي او له هرګام سره یې روانه ارزونه او داغیز دڅومره والي کچ او مېچ هم جاري وي.

له دغه معنوي ځواک څخه د افغانستان دپیاوړتیا لپار دکاراخیستو پر څرنګوالي دبحث لپاره خپل فکرونه سره شریک کړئ .