افغانان دپېغورپه وړاندې حساس دي ، دافغانانو دسیالۍ حس هغه وګړنی او ان ټولیز پوتانسیل دی،چې ددوی بالقوه ځواک بالفعله خوځښت ته راوستلی شي ،نو دویښتیا په بهیر کې ددوی له دغه پوتانسیل څخه باید ګټه واخیستل شي. افغانان دنورو دغلام کېدود پیغور ویرې ټول عمر جګړواو قربانۍ ته اړکړي دي، خو دغلامۍ اصلي لامل او سرچینې (   بېوزلۍ ) ته یې لاهم پام نشته ، چې هرځل موږ دغلامۍ تردرشله ورولي ، افغانان دهېواد دساتلو سیالي پیژني ،خو دودانولو په سیالي یې ندي خبر ، دوی دخپل ناموس دساتلو لپاره ځان وژني ،خو دناموس دنس مړولو،پوهنې ( تعلیم) روغتیا او لومړنیو حقونو پیغور ورته دسیالۍ وړنه ښکاري . دلټۍ بهانه خو به داوي  ،چې دهېواد پرمختګ ، دکورنۍ مړول او روزل سخت کار دی، خو داسې نده ځکه مخکې مووویل ،چې داهرڅه دځان له وژلو څخه سخت او ناشوني ندي . اوس نو اساسي هڅه داده چې افغانان دهېواد ودانولو او پرمختګ پر سیالۍ ودروو ، ددوی داحتیاج پیغور ورکړو اوپه دې يې پوه کړو ،چې له دې پیغورونو څخه دځان خلاصولو هوډ او وس ددوی پخپل لاس کې دی. زموږ ډیرې تورسرې ددرملنې لپاره دهندوستان، پاکستان یا بل پردي وطن په روغتونونو کې سرګردانه دي ، ډيرې پېغلې خویندې مو ددې لپاره چې نارینه يې موږ خپله وروژلي پردیو ته دګدایي لاس نیسي او خدای مکړه دنورې رسوایۍ ویره یې هم شته ... هغه ماشومان مو چې په سرکونو کې دپینځو افغانیو لپاره دې او هغه ته لاس نیسي ، هېڅکله دغیرت رګ نه خوځوي او په عقل مو نه راولي . ددغه ولس دعقلي پیاوړتیا لپاره باید ،ددوی له احساساتي توانمندیو او ننګونو څخه کار واخلو.

څنګه ټولیزاحساسات په یوه عقلي ګټوره پروسه بدلیدای شي؟

دهر محرومیت عوامل ، په ټولیزه توګه له هغوسره دمبارزې لارې چارې او په ورته شرایطو کې دنورو موډلونو پېژندنه یې عمومي چوکاټونه دي . چې خلکو ته یې وروپیژنو او دهغوی توانمندۍ په کار راولو. موږ په خپل تاریخ کې د پردیو پروړاندې دجهاد او ملي مبارزې د پیلولو ګڼې تجربې لرو ، زموږ دتاریخ عجیبه پیښه به همدا وي ،چې ددې ولس دجګړې او وسلوالې مبارزې ځواک په کاري او تولیدي چاره کې وآزمویو ، هر افغان چې دانساني ژوند په کوم وضعیت کې دی دپېغور وړ دی ، خو په دې شرط ،چې له پېغور سره یوځای د بېوسۍ ، احتیاج او ورانۍ له ستونځو دځان خلاصولو لارې چارې هم وروښییو ، ځکه یوازې پیغورونه ورکول دانسانانو د خوارولو او رواني ځپلو لامل ګرځي ، چې په انسانانو کې ګواښمنې رواني غوټې ( عقدې ) رامنځته کوي.

راځئ حکومت اوخلک پوه کړو ، چې زموږ روانې اوبه زموږ دګډناموس حیثیت لري او وګورئ ،چې څنګه زموږ دسیندونو ناموس دپردیو دښمنانو خاورې ته وراوړي ،خو دلته زموږ شونډې اوزموږ زمکې له تندې سوزي . راځئ افغانانو ته پېغور ورکړو ، چې هغه ولسونه چې زموږ دنیکونو په توره مسلمانان شوي وو، اوس څنګه موږ داسلام په نامه پخپلو کې سره جنګوي اوخپل اسونه چاغوي ، راځئ افغانان وننګوو ، چې څنګه شپږ پنځوس ډوله کفار راغلي ، زموږ تورسرې تلاشي کوي ، تنکي ماشومان مو رابمباروي ،په کورونو مو راننوځي ... ددې لپاره چې موږ لوست ندی کړی، هېواد ته مو کار ندی کړی، دهمدې شپږپنځوس طایفوکفارو ډوډۍ ، ډالرو ، او تکنولوژۍ ته احتیاج یو. نو له همدې حالته دراوتلو لارې دادي ، چې لومړی پخپلو کې یو دبل له ګریوانه لاسونه راوباسو ، دخپل ملي ژوند لومړیتوبونه وپیژنو او دنوي عصر جهاد ( کار) پیل کړو.

لاتر اوسه چې موږ څومره سندرې ، شعرونه ، شعارونه ، لنډۍ او ویناوې دجګړو لپاره ویلي اوکړي که په نیمایي یې دکار او پرمختګ لپاره وکړو ، نو عمري به ځان له هر ډول پېغور څخه خلاص کړو .

وړاندیځ :

روښانفکران، لیکوال ، دعامه پوهاوي فعالین ، حکومت ، دیني علما، اغیزمن شخصیتونه او په تیره بیا ویښې او روښانه افغانې میرمنې کولای شي د ولس دمثبتې سیالۍ حس راوپاروي . دخلکو دژوند شرایط باید دوی ته وروپیژندل شي او پر دې قانع شي ،چې په ټوله نړۍ کې دا یوازې افغانان دي ،چې خپل ښوونځي سوزوي ، په یویشتمه پیړۍ کې لاهم ډوډۍ او درمل نلري ، په مغارو کې ژوند کوي ، او هېڅکله یې له ښارونو څخه دسوالګرو ښځو او ماشومانو  شمیر کم نشو ..

. په نوره نړۍ کې ( په تیره بیا په اسلامي هېوادونو کې) دپرمختګ لپار چټکې هلېځلې روانې دي ، عربي او نور اسلامي هېوادونه زموږ دسیالۍ هېوادونه دي ، چې که تر هغو موږ وروسته پاتې کیږو ، نو دملي شرم وړ یو .

دسیالۍ د حس دراپارولو لپاره په ملي سطحه دیوه منظم کمپاین اړتیا شته ، البته په دې ټول بهیر کې ښايي خلکو ته  درواني زیان اوښتلو ګواښ په پام کې ولرو ، موږ باید دخلکو دسیالۍ دحس راویښولو پرمهال هغوی دمثبت خوځښت لپاره وهڅوو ، نه داچې دهغوی روان ژوبل کړو ، یاخدای مکړه دکمترۍ په احساس یې واړوو، په دې برخه کې منظم او پر علمي بنسټونو ولاړو میکانیزمونو ته اړتیا شته .