تربحران وروسته ټولنو کې یو داسې ځواک ته اړتیا وي ، چې اجرائیوي واک ، ټولنروزنیز تفکر او مدني خپلواکي ولري . زموږ یوه لویه ټولنیزه ستونځه دفردي مسئولیتونو له پامه غورځول دي ، دداسې مسئولیتونو یوه لویه برخه اخلاقي دي ، یوه برخه یې قانوني دي اویوه وړه برخه یې اختیاري  دي ، راځئ دا درې ډوله مسئولیتونه وپیژنو :

۱- اخلاقي مسئولیتونه ، هغه دي ، چې اجرا یې اړینه وي ، خو له نه اجرا سره یې قانوني چلند نه شي کیدای ، دبېلګې په توګه خپل ماشومان دوطنپالنې په روحیه روزل ، دخپل چاپیریال پاک ساتل ، او له بل ( هېوادوال) سره دمرستې داړتیا پرمهال لاس ورکول او …

۲- قانوني مسئولیتونه هغه دي، چې فرد یې دقانون پر بنسټ پر اجرا مکلف دی او که یې ونه کړي قانوني چلند ورسره کیدای شي ، لکه : دبریښنا دلګښت پر وخت تحویلول ، خپل ماشوم ښوونځي ته استول ، دټولیز چاپیریال ساتنه او نور.

۳- اختیاري مسئولیتونه هغه دي چې داجرا التزام یې پخپله دوګړي له عمدي ارادې څخه رامنځته شي  ، مانا داچې داخلاقو او قانون په وړاندې هغه مهال التزام مومي  ، چې سبب او لامل یې په لوی لاس د وګړي له خوا رامنځته شي . دبېلګې په توګه یو شخص غواړي دخلکو دپوهونې لپاره یوه لیکنه وکړي ، پخپله لیکنه کول دوګړي اختیاري انتخاب دی ، چې کوي یې که یې نه کوي ( قانون یا اخلاق یې نه مجبوروي ) ، خو که یې اراده وکړه نو بیا مسئول شو، چې لیکنه په غور، پر حقایقو ولاړه او ریښتینې ولیکي . 

له درېواړه مسئولیتونو سره ټولیز چلند او دچلند اجرایوي ځواکونه بېل بېل وي ، په رسمیاتو کې یوازې له هغو مسئولیتونو سره د مخامختیا ځواک شته چې التزام یې دقانون پر بنسټ کچ ومېچ کیږي. پولیس او نورې سرکاري ادارې د قانوني مسئولیتونو د پرځای کولو لپاره دنده اخلي ، خو داخلاقي او اختیاري مسئولیتونو د څارنې ، روزنې او پالنې لپاره رسمي ځواک نشته، تر ټولنیز کړکېچ وروسته په ملي کچه دداسې ځواک رامنځته کول د هوښېارو حکومتونو په پام کې وي . زه ورته په دې لیکنه کې دټولنیز سمون ځواک وایم او بایدپه اوسنیو شرایطو کې رامنځته شي . داځواک باید ځانګړی کاري طرزالعمل ، له مخکې څخه جوړ شوي علمي ـ عملي روزنیز مواد او هماهنګه فعالیت وکړي ، لګښت یې د سرکار پر غاړه وي ، اداره اوڅارنه یې دریښتینې مدني ټولنې ( نه دتجارتي شرکتونو یاګټندویه ان جي  او ګانو) مکلفیت او غړي یې له شعوري ریفورمیستانو څخه وټاکل شي.

دټولنیز سمون ځواک به درې لویې دندې ولري :

۱- روزنه :  موږ باید یو شمېر اخلاقي او اختیاري مسئولیتونه هر افغان انسان ته  ورسوو ، له کارځای څخه رانیولې تر ښوونځي  ،پوهنځي  ، کور او پټي پورې ، یوه ښه بېلګه یې د دیني تبلیغیانو تشکیلات دي ، موږ باید هر افغان انسان په دې پوه کړو ، چې دپاک  ساتلو ځای یوازې کور نه، بلکې کوڅه، سیمه او ښارهم دي ، هر افغان انسان په دې پوه کړو ، چې له وطن سره ــ  په عمل کې  ــ  مینه ، هېواد ته یوڅه  ورکول او دملي سمون په هڅه کې برخه اخیستل ، او دفساد پر وړاندې ودریدل هغه څه دي ، چې موږ له دې وضعیت څخه ایستلای شي . دداسې روزنې لپاره باید دسمون ځواک منظم نصاب او تعلیمي میکانیزمونه جوړکړي .

۲-   څارنه  : دټولنیزو اخلاقو دراژوندي کولو لپاره هم داسې هڅوونکو قوانینو ته اړتیا شته ،چې که مجازات پکې نه وي نو مکافات دې خامخا ولري ، مثلا هغه وګړي ،چې خپل اخلاقي او اختیاري مسئولیتونه تر سره کوي ښايي په جوایزو ، او مالي مرستو وهڅول شي ، ( دافغانستان لپاره دڅه کولو) کلنۍ لویه جایزه باید وټاکل شي او هر هغه چا، چې د

دخپلو اخلاقي او ارادي مسئولیتونو د پر ځای کولو له لارې افغانستان او افغان انسان ته ګټه رسولې وي په دې ملي جایزه ونازول شي ، داکار هغه وخت شونې ده چې دټولنیز سمون ځواک په ټولنه کې دابهیر دقیق وڅاري او دهڅوونې له لارې خلک ملي سمون ته راوبولي .

۳- دملي حشرونو رابلل ، دا تر نړیوالې دوهمې جګړې وروسته داروپا دبیارغوونې موډل ته ورته هڅه ده . دهېوادني نظم او سمون په بیارغوونه کې دخلکو ونډه ګڼې ګټې لري ، یوخوپه عامه شتمنۍ کې دخلکو زیار دشتمنیو دساتنې روحیه رامنځته کوي ( همدا اوس موږ ځينې شتمنۍ ورانوو ، ځکه فکر کوو ،چې یاکافرو شورویانو جوړ ې کړي یا هم کافرو امریکایانواو ګواکې زموږ خولې ندي پکې تویې شوي ) ،  دویمه دا،چې په راروانو نسلونو کې دهېوادپالنې روحیه ډیره پیاوړې کوي ، هرهغه څه چې زموږ نیکونو په خپلو خولو جوړ کړي وي موږ ورسره عاطفي اړیکه لرو، دریېم داچې دخلکو ټولیز خوځښت سرکار مجبوروي ،چې خپله ونډه پوره کړي ، ځکه پر سرکار باندې تردې لوی عملي فشار بل نشته ، چې خلک دیوې ملي شتمنۍ درامنځته کولو یا رغولو لپاره په ډلو کې سره منظم شي .

دټولنیز سمون په حشرونو کې خلک دوچو ، شعاري او بې ګټې سیاستلوبو پر ځای له هېواد او ولس سره دمرستې بدیلې لارې مومي او هېواد پرخپل بشري ځواک تکیه کوي .

داسې حشرونه د سیمو له پاکولو نیولې دسړکونو او ټولګټو بنسټونو تر جوړولو پورې ډير څه رانغاړلی شي . دا هڅه په تېره بیا په کلیوالي سیمو کې دمعجزې تر بریده بدلون راوستلی شي .

دټولنیز سمون ځواک هغه پولیس دي ، چې نه ټوپک لري ، نه جېلخانه ، خو دملي اصلاح په بهیر کې تر حکومت او پولیسو لویه ونډه اخیستلای شي ، دداسې ځواک دځانګړتیاوو او جوړښت په اړه دیوه هر اړخیز بحث لپاره خپل نظرونه له موږ سره راګډ کړئ .