زموږ دسرکار یوه لویه نیمګړتیا داده ،چې لوی او ګډارمان نلري ، ارمان مانیز ارزښت دی، او په قانون کې نشي لیکل کیدای ، دارمان دتللو لپاره کومه ترازو هم نشته ، خو ډیر ارزښتمن څیز دی. کېدای شي سرکاري مشران ځانته ځانته ارمانونه ولري او ان کېدای شي له یوشمېر چارواکیوسره ښه او شریف ارمانونه هم وي ، خو ددوی ترمنځ دیوه سترملي ارمان لپاره دګډوهڅو روحیه نشته . ایډیولوژیک، فکري ، نظریاتي او پر ګډو فلسفي ارونو باورمند حکومتونه ارماني حکومتونه وي ، په تېرو دیرشو کلونو کې یو دوه ځله ارماني حکومتونه راغلل ، که څه هم ارمانونه یې ټولو خلکو ته دمنلو وړ نه وو، مګر دوی د یوه منظم دولتي دسپلین په راوستلو کې ډیر بریالي و، همدا ،چې ددواړو نظامونو ارماني بنسټونه ونړیدل ، لږ وخت وروسته ورپسې دواړه نظامونه هم ونړیدل ، زموږ اوسنی سرکار دداسې یوې نړیوالې ټلوالې په مرسته راجوړ شو ، چې یو خو یې له تیرو دوو ارماني نظامونو سره سخته ورانه وه ، او دوهم دا چې دلته یې دیوه بل ارماني نظام له جوړولو څخه ویره درلوده . داوسني سرکار روحیه د(مارکیټ) آزادي وه ، دمارکیټ دآزادۍ منطق دخپل ځان لپاره دامکان تر بریده دډيرې ګټې تر لاسه کول دي ، په داسې فضا کې ټول انساني ، اخلاقي ، عاطفي او ان عقیدوي ارزښتونه له منځه ځي او لوی ارمان دډیرې ګټې ترلاسه کول وي ، ډېرځله داسې ګټې له مشروع لارې څخه نشي ترلاسه کېدای ، ځکه خو دسیالۍ په ګرمه وینه کې دمشروعیت او نامشروعیت پوښتنه له منځه ځي ، همدا ده چې په یوه بشپړه ځانځانۍ کې د(ګټې ) لپاره هلېځلې پیل کیږي ، تاسو به وایئ ، چې هغه نړیوال ځواکونه چې داسې بلایې زموږ پر سرکار راوستې ده ،نو پخپله خو له داسې ستونځو سره ندي مخامخ ؛ هو دا پوښتنه سمه ده ، یو توپیر ،چې دهغوی موډل یې زموږ له موډل سره لري، دا دی ، چې هلته قانون په بشپړه ځواکمنۍ حاکم دی ،خو دلته ندی . پخوا چې زموږ په هېواد کې قانون کمزوری و، نو پر ځای یې عقیدې ،عاطفې او پیاوړو اخلاقو حاکمیت درلوده او دغو ارزښتونو په ټولنه کې نظم ساته ، د( ګټې ) لیوني مارکیټ دغه ارزښتونه په چارواکوکې کمزوري کړل، خو قانون یې واکمن نه شو کړای ، چې په پایله کې یې ټولنه د معنوي ارزښتونو له ګواښمنې تشې سره مخامخ کړه ،داسلام په سپیڅلې شرع کې رشوت لویه ګناه ده ، خو ولې لاهم (زموږ په عقیدوي ټولنه کې ) دیوې ښکرورې ستونځې په توګه حاکم دی؟ هر ورځ هغه ماشومان وینو چې په سړه هوا کې پخپلو چاودو لاسونو زموږ د ګولۍ ضد( زرې) موټرو ښیښې پاکوي ، خو موږ له کبره دومره هم نه ورته وایو چې بېځایه تمه مه کوه ، عاطفه چیرې ده؟ له همداسې یوه ټولنیز چاپیریال څخه،چې ستومانه شو،نو ډیرځله دڅوشپو ساتیرۍ لپاره دوبۍ ته ځو ... اخلاق څه شول؟ او ددې ټولو په وړاندې قانون ( چې دبې ارمانه نظام لپاره دنظم دتأمین یوازینۍ وسیله ده) هم بیخي کمزوری دی، نو ښکاري ،چې په ځنګل کې مو شپه ده . زموږ دلویدیزو انډیوالانو به دا یا تیروتنه وه اویابه یې په لوی لاس همدا غوښتل ، چې دهرډول ملي ـ فکري ارمان رامنځته کېدلو مخه یې ونیوله او دقانون بشپړ حاکمیت ته یې هم لاره هواره نشوه کړای . ښه، که له دوی څخه دا تیروتنه شوي وي ، یا یې په لوی لاس دلاډیرې ګټې دمارکیټ بې قانونه پیریان زموږ پر فکري منظومه حاکم کړي وي ، هغوی پوه شه او خدای ( ج) ، خو پوښتنه دا ده، چې زموږ مسئولیت څه شو؟
دیوه موډل وړاندیځ :
فکر وکړئ ، چې یوه ورځ زموږ دسرکار ټول لوړ چارواکي سره راټول شول او پریکړه یې وکړه ، چې راځئ افغانستان او افغان انسان له دې بدمرغۍ څخه راوباسو ، او کله چې له لويې ماڼۍ څخه خپلو وړو ماڼیو ( کارځایونو یا کورونو ) ته راستانه شول بیایې هم پر همدې ارماني ژمنه فکر او عمل وکړ ، چې افغانستان او افغان انسان له دې بدمرغۍ څخه راباسو او په دې لاره کې د مارکیټ په آزادۍ کې هم پخپلوبې خرته ګټو پسې نه ګرځو ، نو زه ضمانت ورکوم ، چې په یوه میاشت کې وضعیت بدلون مومي او خلک خپل سرکار ته نږدې کیږي. پورته ژمنه یو ارمان دی ، چې وروسته بیا ورته عملي او علمي میکانیزمونه رامنځته کیدای شي او دسرکار چارواکي په ګډه سره ګام پر ګام مخکې تللای شي. دملي ارمانونو یوه ځانګړتیا داده ،چې ټولیز دي نه وګړنیز ، خو وګړي یې د ساتلو او پاللو فاعلین وي ، دګډو، ملي او شریفوارمانونو دتللو او ارزونې ځای له ځانه سره قضاوت دی ( چې ځينې ورته وجدان یا ضمیر هم وايي ) خو په ټولیزه توګه دریښتینو لاسته راوړنو او دنورو دانساني ژوند دشرایطو په ښه والي کې دونډې څومره والی دی ، نه دډیرې ګټې په سیالۍ کې ځان وړاندې کول. زموږ لپاره یو داسې سرکار پکار دی ، چې دیوه ګډ ،خو شریف او ټولو ته دانساني ژوند دشرایطو دښه والي پر بنسټ ولاړ ارمان ته دهېواددرسولو لپاره کاري ټیم وي او دوو هڅو ته لومړیتوب ورکړي :
۱- دلویدیزو موډلونو په څېر دیوې قانونمندې ټولنې جوړول او په هرڅه کې قانونواکي ته لاره هوارول.
۲- دسرکار ټيټو پوړونو ته دګډملي ارمان لېږد.
ددې لپاره چې ددې لیکنې په ټول منطق وپوهیږو ، یوه تجربه کولای شو ؛ داسې چې راځئ یو مایک او ټیپ واخلو، په ټولو لوړپوړیو چارواکیو وګرځو ، یوه پوښتنه ورڅخه وپوښتو :
تاسو دافغانستان لپاره څه غواړئ ؟ څنګه یې غواړئ ؟ په کومو لارو چارويې غواړئ ؟ او دې ته درسېدو لپاره له نورو سره ګډ کار کولای شئ کنه ؟ ایا همدغه څه چې دافغانستان لپاریې غواړئ ،په خوب کې یې هم وینئ کنه ؟ ددې څه په وړاندې دخپل اولاد خواریدل او هېرول زغملی شئ کنه ؟ .....
که ددې پوښتنو په ځوابونو کې توپیر و، ګډ ارمان نشته ، هرکله چې ددې پوښتنو په ځواب کې دټولو چارواکیو اتفاق رامنځته شو ،په هماغه ورځ دافغانستان او افغان انسان دبدې ورځې پای له ما وغواړئ.