دا به یو کلتوري توپیر وي ، چې په لویدیزه نړۍ کې هر هغه کار ،چې دقانون پر خلاف نه وي شریف ګڼل کیږي او هېڅ داسې قانوني کارنشته ،چې څوک دې دهغه پر ترسره کولو دشرم احساس وکړي. آن دکاستونو یا طبقاتي کلتور پر بنسټ ولاړ ټولنیز جوړښتونه هم له دې نظره نور پاشل شوي دي ، یوه ښه بېلګه یې هندوستان دی ، په دغه هېواد کې ښارونه (چې لویه برخه نفوس په کې اوسي ) نور نو دکار ارزښت پیژني او دټيټ کار یا لوړ کار پوښتنه نشته ،بلکې دکار او بېکارۍ پوښتنه تر ټولو لویه پوښتنه ده . زموږ یوه لویه ستونځه وزګارتیا ده ، خو همدومره لویه ستونځه په اصیل (!) کارپسې ګرځېدل دي. تر دې لویه بدمرغي چېرته ده ، چې قومانداني تر موچيتوبه لوړ کار ګڼل کیږي. ټوپک ګرځول ، دمخدره موادو قاچاق او رشوت خوړل تر بزګرۍ ، شپنۍ او معلمۍ ډیر دویاړ وړ ګڼل کیږي، دمیږو او وزو پالل ، دچرګانو ساتنه او دسبو کرل ترټولو ګټور کارونه دي ، خو که دهمدغو ویاړلو کارونو له فعالانو څخه وپوښتئ ، چې څه کار کوي نو ښايي یایې پټه کړي او یا یې هم په ژوولې ژبه درته ووايي ،چې څه کار کوي، خو ددې پرځای به دمخدره موادو دمافیا غړی په ډیره کلانکارۍ دخپلو شهکارونو(!) کیسې خلکو ته بیانوي.
هر قانوني کار شریف کار دی او په دې توګه ټيټ کار نشته ، دارزښت له مخې دقانوني کارونو یو ډول ویش شته ،چې دکارتولیدي ارزښت او بل یې دکارخدماتي ارزښت ګڼلای شو ، ډیر ځله تولیدي کار اغیزمن کارونه ګڼل کیږي ، ځکه چې ګټه یې عامه وي ، خدماتي کار هم شریف کار دی ، خو توپیر یې دادی ، چې ګټه یې یوازې یوه یا څو کاري واحدونو ته رسیږي. دبېلګې په توګه دپیازو کرل تولیدي کار دی او ګټه یې عامه ده ، مګر له پټي څخه تر بازاره دپیازو لېږدول خدماتي کاردی. یا له مڼو څخه دجوسو ایستل تولیدي کار دی ، خو دجوسوپلورل خدماتي کار دی، معلمي تولیدي کار دی او ټکسي چلول خدماتي کار. کله کله په تش په نامه باحیثیته کار پسې لټه پخپله دوزګارۍ کچه لوړوي. یو ځل له ځانه سره فکر وکړئ ، چې ښوونځي او پوهنځي دومره ډیر شول چې ټول نفوس لېسانسه یا ماسټران شول او دوی ټول په لوړو څوکیو او تش په نامه لوکسو کارونو پسې راووتل ، نو آیا موږ اته ویشت میلیونه لوړې څوکۍ لرو؟ نه ! په دې صورت کې به نو دې اته ویشتو میلیونو وزیرانو او رییسانو ته څوک ډوډۍ پخوي ؟ ځکه موږ به نانبای ونلرو. که اته ویشت میلونه وګړي ټوپک واخلي او دباډیګاردانو دګرځولو جنون یې لیوني کړي ،نو ددوی ډریوري به څوک کوي. له دې نه ښکاري ،چې دیوه ناسم ټولنیز دود له امله موږ په واهي او خيالي بڼه کارونه په ټيټواو لوړو کارونو ویشلي دي ، چې هېڅ راز ارزښتي بنسټ نلري.
همدا چې دا ذهنیت عام شو چې ټول قانوني کارونه شریف کارونه دي ، نو د کار درامنځته کیدلو لاره هواریږي ، په هرې حرفه کې نوښت ته لاره هواریږي او په پایله کې د انساني ژوند دشرایطو دښه والي لپاره عملي هڅې پیلیږي . زه ، په یوه علمي ـ سرکاري څانګه کې پر کارلګیا یم ، که دا کار له لاسه ورکړم ، خپل تجملي توکي پلورم پنځوس چرګې اخلم، پخپله ورته کوډۍ جوړوم ، هره ورځ چې دیرش هګۍ وپلورم دیوې کورنۍ ژوند پرې کیږي ، زه چې دیوې نیمګړې ټولنیزې پېژندګلوۍ خاوندهم یم ، هیڅکله احساس نکوم، چې پر یوه بې ارزښته کارلګیایم ، له یوه اړخه ښايي دپنځوسو چرګانو روزل زما تر اوسني کاره ډیر تولیدي ارزښت ولري ، ځکه اوس دوږي افغان لپاره دچرګودهګیوتولید تر هغو څېړنو ډیر ارزښت لري ، چې زه اوس پرې بوخت یم. زه دخپل کار او دخپل ډریور دکار تر منځ ماهیتي توپیر پیژنم خو ارزښتي توپیر ته یې قایل نه یم ، ځکه زما ډریور او زه دواړه قانوني کار کوو او دواړه کارونه ارزښتمن دي.
وړاندیځ :
(( هر ناقانانونه کار بې ارزښته ،بلکې ناولی او ناشریفه کار دی ، که ګټه ، غر وپر ، باډیګاردان، موټر او زور یې هم ډیر وي هرقانوني کار شریف، ارزښتمن ، ګټور او مهم دی ،که څه هم چې ګټه یې لږه ، خواري او زحمت یې ډیر او شهرت یې کم هم وي )) دا هغه منطق دی ،چې موږ یې باید له اوسنۍ بد مرغۍ څخه دځان راایستلو لپاره دود کړو ، پر هر افغان یې ومنو او ټيټ او پست کارونه هغه په ظاهره مجلل او فیشني کارونه وګڼو چې نورو ته یې تاوان رسیږي او دقانونماتوونې لامل ګرځي. دارزښت له مخې دکار تنوع مهمه ده ،چې حکومت باید ورته پام وکړي ، د اتو میلیونه ناروغانو لپاره پینځلس میلیونه ډاکتران ندي پکار ، بلکې د شلومیلیونه وږیو لپاره لس میلیونه بزګرانو ته اړتیا ده ،چې غنم وکري یو میلیون خدماتي فعالینو ته اړتیا شته چې داغنم د شلو میلیونه وږیو تر ګیډې ورسوي ، ددوی تر څنګه شلو زرو سلمانیانو ته اړتیا ده چې ددوی پاکي او سلیقه وساتي او دوه سوه زرو ښار پاکوونکیو ته اړتیا ده ،چې کوڅې پاکې کړي . دښارپاکولو ارزښتمن او باحیثیته کار باید یوڅوک وکړي . ما په امریکا کې پخپلو سترګو د عامه اړیکو داسې یو ماستر لیدلی دی ، چې زموږ دکوڅې خځلې یې هره ورځ دښاروالې په موټر کې وړلې ، یوه ورځ مې ترې وپوښتل ،تا ډیګري اخیستې ، ولې په خپله څانګه کې کار نکوې ؟ آیا کار نه درته پیدا کیږي ؟ راته یې وخندل ، چې ولې داکار ؟ هره ورځ شپږ ساعته کار کوم او خوشاله یم ، که زه داکار ونکړم نو څوک یې باید وکړي ؟ زه لږ وشرمېدم ، ځکه خپله پوښتنه راته بېځایه ښکاره شوه ، ایله مې دې ته پام شو چې هلته ټول قانوني کارونه دبرابر حیثیت خاوند دي.