( دګودو په تمه ) ډرامه ساموئل بکت دريشپېته کاله پخوالیکلې وه ، ددې ډرامې لنډیځ دلته نشم لیکلای ، خو پر دې به رڼا واچوم ،چې ډرامه دڅه په اړه ده؟ ستراګون او ولادمیر دیوه خیالي ژغورونکي (ګودو ) په تمه دي ،چې راشي او ددوی لپاره یوه روښانه او سوکاله راتلونکې جوړه کړي ، په ډرامه کې یو بل کس (پوتزو) ،چې ستراګون او ولادمیر دهغه دلاس خیرات ته ناست دي ،بیخي بل ډول کرکټرلري ، پوتزو هیچا ته په تمه نه دی ، پخپله پریکړه کوي او پخپله په کار او زیار لګیا دی ، ځکه نو پر ټولو باداري کوي ، هغه هلکی چې د ګودو استازی دی ، له ګودو څخه عجیب او غریب خبرونه راوړي ، ګودو راروان دی خو دخپل راتګ لپاره شرایط لري او هغه ته په تمه وګړي باید داشرطونه پوره کړي ، شرایط سخت نه دي ،خو معجزې ته په تمه خلک باید دهغو دتر سره کولو لپاره دخپل اختیار او جبر تر منځ منطقي برید وپیژني او د هرجبر پروړاندې له خپل اختیار څخه کار واخلي .
دډرامې لیکوال غواړي ټولو خلکو ته سبق ورکړي ، چې ګودو ته دانتظار پرځای باید پخپله لاس پرکار شي ، دګودو پیغامونه او لارښوونې ، دهغه ته په تمه ، خلکو لارښود ګرځي او په پای کې خلک پوهیږي ، چې ګودو نشته ، خو اوس نو ناوخته شوې ده ، دوی هرڅه بایللي او پوتزو ،چې خپل اختیاریې کارولی و ، خپلو ټولو غوښتنو ته یې ځان رسولی دی .
آیا موږ هم ( ګودو ) ته په تمه یو؟ موږ افغانان چا ته په تمه یو ، چې راشي او دکوڅې خځلې مو راپاکې کړي ، یا مو لاس ونیسي چې پر سړک د څښاک بوتل ونه غورځوو ، پر خپلې لور او خور ظلم ونه کړو .... او بالاخره حکومت راته جوړ کړي او لکه یو لوی جادوګر په یوه چوف زموږ ټولې ستونځې راحل کړي ؟
ګودو به رانه شي !!! خو نظردډرامې اتلانو ته یوه بدمرغي ، چې موږ یې لرو ، هغه د ګودو درغوونکو پیغامونو او لارښوونو نشوالی دی ،چې زموږ خپل ټولنیز اختیارته ورپام کړي او له هغه څخه دکار اخیستلو لارې چارې راوښيي .
هو ! موږ لاهم یوه ژغورونکي ( ګودو ) ته په تمه یو !!
راځئ په افغانستان کې د داسې روښانفکره ، ژمنو ، زړه سواندو او پاکو کادرونو لټون پیل کړو ، چې د غایب (ګودو) رول ولوبوي او خلک د منظمو طرحو په رامنځته کولو سره ددې ټولو راپېښو ټولنیزو جبرونو په وړاندې ، خپل اختیار کارولو ته وهڅولی شي .
موږ د ځان ژغورنې ټول وسایل لرو ،خو کارولی یې نشو . بهرنیانو له موږ څخه زموږ اختیار غلاکړی دی. نه ! توبه، نه یې دی غلاکړی ، موږ وربښلی دی ، ځکه یو شمېر کسان ،چې خپل اختیار کارولی شي، هغوی ر اڅخه پردیو اخیستي دي ، زموږ ملامتي همدا ده چې دبهرنیانو له خوا په جادو شویو کسانو پسې منډې وهو او خپل اختیار مو هېر کړی دی. (ګودو) به پخپله راولو او بیا به غوږ ورته نیسو ، چې څه وايي؟
( ګودو) وايي :
موږ هم په فردي ژوند کې او هم په ګډ ټولنیز ژوندانه کې له ډيرو لویو جبرونو سره مخامخ کیدای شو ، جګړه ، ولږه ، فساد ، دپردیو ناځواني ، وزګاري او ....... خو له هرجبر سره د مقابلې لپاره لوی خدای (ج ) یوڅه اختیارات او وسایل هم راکړي دي ، دبېلو بېلو افرادو او ټولنو تر منځ توپیر په دې کې دی چې څوک څومره کولای شي دغه اختیارات او وسایل په معقوله توګه وکاروي ؟ موږ او جاپانیان همدومره توپیر لرو ، چې هغوی تر لویې نړیوالې جګړې او اتومي چاودنوزغملو وروسته خپل اختیارات اووسایل تشخیص کړل ، ويې کارول او جاپان یې د نړۍ دوهم ستر اقتصاد کړ ، خو موږ لا هم ( ګودو ) ته په تمه یو ،چې راشي او داکار راته وکړي ، خو خدای خبر؟؟
وړاندیځ :
راځئ په رهبرۍ او هغو عملي طرحو فکر کول پیل کړو ،چې پربنسټ یې افغانان دټولو موجودو جبرونو پر وړاندې ودرولای شو او دخپلو اختیاراتو او په لاس کې وسایلو کارول ورپه یادکړو ، بیا یې ګام پر ګام پرمخ بوځو او بالاخره یې د (ګودو ) دډرامې د کرکټرونو په څېر د انتظار له حالته راو باسو .
زما ګران لوستونکي او ځیرمن دوستان ، چې دداسې طرحو او فکرونو په اړه کوم نظر یا وړاندیځ لر ي ، کولای شي ،دهمدې ورځپاڼې له لارې یې، تر موږ او ټولو هېوادوالو پورې راورسوي ، دا یوه اقتراح وګڼئ او په دې اړه خپل فکرونه سره شریک کړئ ، دملي ژغورنې لپاره د هڅو یولومړنی ګام له همدې ځایه پیلیږي .