هرکله چې دټولنیزې اصلاح او ملي ژغورنې په کار کې له روښانفکره یارانو سره خبرې کوو، دبېباورۍ او بې اعتمادۍ ښامار سر راپورته کوي او هغه ویښ ، دردمن او پر هېواد مین افغانان ، چې په فکرونو او زړونو کې سره ورته ارمانونه او غوښتنې لري ، نه شي کولای یو پر بل باور وکړي ، ما مخکې هم د بېباورۍ پر لاملونو او ورڅخه راولاړوشویو ستونځو باندې بحثونه کړي دي او نه غواړم دلته یې تکرار کړم، دتیرو درې لسیزو سیاستلوبو ، پردي پالنو او ناولیو اړیکو خلک بېباوره کړي دي ، په دغه بحث کې غواړم ،دبېباورۍ دکمزوري کولو لپاره،پر یوڅو هغولارو چارو خبرې وکړم ، چې په دې وروستیو کې له خپلو څو یارانو سره دخبرواترو پرمهال  په ګډه ورورسېدلو او زما په ګومان دځوانو سمون راوستونکیو کادرونو او خوځښت لپاره به په زړه پورې وي. تر هرڅه مخکې ښايي ووایم ،چې په افغانستان کې د ټولنیز سمون لپاره دبلنې پیلولوهڅه وګړنیزه (فردي) ده ،مانا دا چې په پیل کې ،تاسو باید له هر افغان سره بېل بېل وغږیږئ ، دهر افغان نظر واورئ او بالاخره دعمل کولو یوه ټولیز ( جمعي ) خوځښت ته ځان ورسوئ. دبېباورۍ یو لامل دادی ، چې هرڅوک ګومان کوي ، تاسو غواړئ ؛خپل نظر پرې وتپئ ، یا مخاطب یوه داسې مرموزفکر یا عمل ته  راوبولئ ، چې هغه یې نه پېژني ،ښايي مخاطب فکر کوي ،چې تاسو، دخپلو ګټو لپاره ،  کومه سیاسي سودا کړې ده او اوس غواړئ پخپله سیاسي سوداګرۍ کې دمخاطب له ملګرتوب څخه ګټه پورته کړئ ، ښايي مخاطب مو فکر وکړي ، چې تاسو دځان دګټې لپاره دښو فکرونو او په زړه پورې خبرو یو طلایي دام جوړ کړی او په ښکار پسې راوتلي یاست.  داټول هغه څه دي ، چې ډیر ځله په ټولنیزو ـ سیاسي بحثونو کې ستاسو د مخاطب ( یا مخاطبینو) په ذهن کې ورګرځي. تاسو د پوهاوي د پیاوړي مهارت ترڅنګ دیوه ریښتیني ( صادق) کرکټر رواني ځانګړتیاوو راخپلولو ته اړتیا لرئ ، همداراز ښايي د ډیر څه اوریدلو حوصله هم له لاسه ورنکړئ.

واورئ ،چې وامو وري :

دنورو ناسم باورونه ، چلند او نظرونه وزغمئ ، ترهغو چې د سمو باورونو، سم چلند او سمونظرونو دورښوولو وخت درکړي .

ښايي ستاسو ډېر اوریدونکي وغواړي چې د افغان انسان او افغانستان په ژغورلوکې مرسته وکړي  ، اوددې لپاره یوه نقشه یا طرحه هم ولري ، سمه یا ناسمه ، علمي یاغیر علمي ،مګر  مهمه داده،چې ستاسو اوریدونکی له خپلې ذهني او تجربوي پوهې سره سم یوې پایلې ته رسېدلی دی، هغه دې ته اړتیا لري ، چې تاسو یې طرحه واورئ ، دهغه احساس او نظر درک کړئ او بیا یې دې ته چمتو کړئ ، چې څنګه تاسوته  ګام پرګام درنږدې شي او بلاخره په ګډه یوه سم باور ، چلند او حللارې ته سره ورسیږئ . ستاسو دمخاطب دنظراورېدل لږ تر لږه دغه ګټې لري :

۱- هغه ستاسو له خوا دخپل شخصیت د درناوي احساس کوي او دټولیز سمون لپاره دڅه کولو جرئت اخلي.

۲-  دا دیوه اخلاقي التزام په توګه پر ځان مني ، چې ستاسو نظر هم واوري .

۳-  ددوه اړخیز باور لومړني بنسټونه رامنځته کیږي ، هم تاسو او هم ستاسو مخاطب دې باور ته رسیږئ ، چې  په ډيرو ټکیو کې دواړه ګډ یا سره ورته نظریات او باورونه لرئ .

۴- دواړه لوري ، دخپلو نظرونو په نیمګړتیاوو خبریږئ او یوه له بل څخه زدکړه پیل کوئ.

۵- دخپل نظر د بیانولو لپاره عقلي او نقلي دلایل بیا مومئ او داستدلال ځواک مو پیاوړی کیږي . ددوه اړخیزپوهاوي ( تفاهم) توان مو پیاوړی کیږي او دډیرو مفاهیمو دبیان لپاره دژبې داقتصادي کارونې تمرین کولای شئ.

۶- په ملي سطحه د تاوتریخوالي او سکوت پرځای دخبرو اتر و( ډایالوګ) فرهنګي عادت پیاوړی کیږي ، چې همدا دیوه مدني دوران دپيلولو ځانګړتیا ده .  یو دبل دزغم روحیه پیاوړې کیږي او تر هرڅه غوره یې دا چې دنورو له مهارتونو څخه دشخصیتي روزنې لپاره کار اخیستنه دودیږي.

دا هڅه دباور د  ورکې دبیا موندلو لومړی ګام بللای شو. هرکله ،چې زما یاران دټولنیز سمون دفکر دودولو لپاره دبېباورۍ له تورې بلا څخه سر ټکوي ، زه فکر کوم چې موږ لومړني بریالي ګامونه پورته کړي دي ، ځکه دبېباورۍ خنډ مو پیژندلی دی او ښايي ژر هغه لارې چارې هم ومومو ،چې دغه خنډ لرې کولای شي . له بېباورۍ سره افغاني مبارزه باید پیل شي ، یوه ورځ باید ورسره مخامخ شو ، نو څومره ژر چې وي ، ښایي په دې میدان ورګډ شو.

له زماني پلوه ، دټولنیز سمون درې پړاوه داسې ویشلای شو:

۱-  دپوهاوي ، پېژندنې او باور تشه ،

داوږدې مودې کړکېچ ، جګړې او اختناق په پایله کې موږیو پر بل دباور او پوهېدو له همداسې یوې تشې سره مخامخ یو.

۲-  دپوهاوي لپاره دخبرو اترو پیل،

په تشه تیاره او سړه چوپتیا کې د لومړنیو بڅرکو ځل ، راځئ یوڅه ووایو ، موږ ولې داسې یو ؟ ولې مو څوک نه ژغوري؟ څوک مو باید وژغوري ؟ خپله باید ځان وژغورو؟ څنګه ځان ژغورلای شو؟ دځانژغورنې لپاره ګډ کار ته اړتیا لرو ، دګډکار لپاره یو پر بل باور ته اړیو ، څنګه بایدداباور رامنځته کړو او یو له بل سره کار وکړو؟

دا هغه پوښتنې دي ، چې د ټولنیز سمون لپاره د باور رامنځته کولو پیل ورڅخه کیږي او په دې اړه لومړني نظرونه رامنځته کوو، پخوو یې او عمل ته یې چمتو کوو.

۳- له نظرونو څخه عمل ته،

دادرېیم پړاو دی ، دډیرو خبرواترو او ټولیز پوهاوي په پایله کې د اسې کړنلارې رامنځته کیږي ، چې دبدلون راوستونکي نسل یوه لویه برخه پرې آمنا کوي ( مني یې ) او پر عملي کولو یې ژمنه رامنځته کیږي ، دغه ځواک عمل ته ننوځي او دنظر وړ پایله تر لاسه کوي.

هر لوستونکی کولای شي ، همدلته دداسې یوه ټولیز پوهاوي پر بهیر راګډ شي . څنګه دګډ عمل لپاره ، یو پر بل باور کولای شو؟  ځواب یې پر تاسو.