غیرت  یو رواني ـ غریزي حس دی ، چې د خپل حریم د ساتلو لپاره بالقوه توان بالفعل غبرګون ته بدلوي .

ددې پېژندنې پر بنسټ دغیرت په اړه بحث هغه وخت دپوهاوي وړ دی ، چې وپوهیږو وګړنیز (فردي ) یا ټولیز ( جمعي ) حریم له کوم ګواښ یاګواښونو سره مخامخ دی ؟ په دې بحث کې داهم مهمه ده ، چې پوه شو ( حریم ) څه دی ؟

دګواښونو لاملونه کیدای شي فزیکي وي یا معنوي او یاهم فکري ـ رواني يا انګېرنه او یاهم تصورات، همداراز حریم هم فردي ، جمعي ، معنوي ، مادي ، فکري او رواني ډولونه لري ، چې دغیرت د غبرګون څرنګوالی په دې دوو اړخونو پورې تړلی وي . دغیرت پر بنسټ دعمل یا غبرګون ډولونه هم توپیر لري ، چې عقلي او احساساتي یې دوه مهم ډولونه دي .

له تاریخي پلوه افغانستان پر داسې یوه څلورلارې پروت دی ، چې ډیر ځله دلويو ځواکونو او ښکېلاکګرو واکمنو له بریدونو سره مخامخ شوی دی ، چې دافغانانو د غیرت ځینې ځانګړي معیارونه يې ټاکلي دي، کله چې ددوی دژوند ، کورنۍ او اقتصاد حریم تر یرغل لاندې راغلی نو افغانان یې دخپلو دغو ارزښتونو دساتنې لپاره حساس کړي دي ، دهمدې لپاره دجګړې وسایل مهم شوي دي او زړورتوب ، مېړانه او توره دغیرت وسایل ګڼل شوي  دي ، دګواښ څرنګوالي احساساتي   غبرګون راپارولی دی او دمودو په اوښتلو سره دا ددود او فرهنګ یوه داسې برخه ګرځیدلې ده، چې دیوه فردي او ټولیز ځنډن عادت په توګه هم  منل شوی دی.

دافغانانو اقتصادي ـ ټولنیز ژوند هم داسې و ، چې د تولید وسایل یوه ناموسي ارزښت ته رسېدلي دي نو ترکورنۍ وروسته کور ، زمکه ، ویاله او نور معیشتي ارزښتونه هم په هغو حریمونو بدل شوي دي ،چې په اړه یې غبرګون په غیرت پورې تړل کیږي ، چې له بده مرغه دتربورګلوي پر بنسټ دښمني یې یوه ناوړه  بڼه ده. غیرت په بشریت کې دیوه رواني حس په توګه عمومي دی ، خو دغبرګون، ګواښونو او حریم له نظره توپیر لري . همدا راز په هغو ټولنو کې چې عامه شعور وده کړې ده دغیرت کولو پر مهال غبرګونونه عقلي او د ګډ شعور دسطحې دټيټوالي په صورت کې غبرګون احساساتي وي. زه دلته په دې نه غږیږم چې د         ( غیرت ) په نامه ز موږ کوم غبرګونونه احساساتي دي او کوم عقلي . زه غواړم دلته په دې تم شم چې دغیرت اوسمهالې ( معاصرې) ځانګړنې څه دي ؟  پرمختللي بشریت تر ډیر فکر وروسته دخپلو ټولو حریمونو لوی دوښمن  وپیژانده ، دادوښمن  دی( احتیاج). په دوهم ګام کې یې د احتیاج له امله خپله کمزوري وپیژندله ، ددې لپاره چې له  دې کمزورۍ څخه خلاص شي ، نو له احتیاج څخه یې دځان ژغورلو هڅه پیل کړه او په دې توګه یې له خپلو حریمونو څخه د( ځان پیاوړي کولو) کلک دیوالونه راتاو کړل ، د ځان پیاوړي کولو هڅه له کارکولو څخه پیل کیږي .په حقیقت کې همدغو ولسونو تر ټولو لوی غیرت وکړ او په دې اړه یې غبرګون عقلاني و. له بده مرغه موږ افغانانو ، چې ځانته ډیر غیرتي ولس هم وایو ، په دې برخه کې څه ند ي کړي ، لاهم اړ ( احتیاج ) یو ، ځکه نو کمزوري یو او نشو کولی د ریښتیني غیرت ډیره دعوا وکړو، دمعاصر غیرت تقاضا داده ، چې دخپلو حریمونودساتلو وسایل رامنځته کړو ، او ځان پیاوړی کړو چې دځان ، کورنۍ ، هېواد او مانیزو ارزښتونو دخوندي ساتلو توان ولرو ، ایله هلته به یو ریښتینی غیرتي ملت اوسو . راځئ دمعاصر غیرت حریم ، ګواښ او دعقلي غبرګون ځانګړتیاوې وپيژنو:

(کار) دمعاصر غیرت د ساتلو اصلي وسله ده، هغه ملتونه او وګړي دخپل غیرت او حریمونو ساتنه کولای شي ، چې کار کوي .

حریمونه شریک دي ، ځان ، کورنۍ او ټولنه ( له معنوي ، فزیکي او روانې ډولونو سره ).

ګواښونه دا دي چې یو وګړی، هېواد یا ټولنه بې ( کاره ) شي، دبېکارۍ په پایله کې احتیاجه شي او داحتیاج پر بنسټ دومره کمزورې شي ،چې بیا یې حریم ته ورننوتل اسانه وي او په دې توګه یې دغیرت غبرګون هم دومره احساساتي وي ،چې ځانته یې له ګټې څخه تاوان ډیر وررسیدلای شي.

ځواکمن او هوښیار ښکېلاکګر په دې لټه کې دي ، چې دپه نظروړ ټولنه کې دغیرت لپاره غبرګون داحساساتو پر بنسټ وي نه دعقل پر بنسټ. له همدې امله لومړی ګام اخلي او له ښکېلېدونکي ولس څخه کار ، دکار وسایل، دکار سرچینې ، دکار فکر او پوهه او بالاخره دکار ارزښت غلا کوي .

 

وړاندیځ :

رسنۍ ، فرهنګي فعالین ، کورنۍ ، حکومت ، اودپوهنې د چارو بنسټونه باید دغیرتي غبرګون په عقلاني کولو کې دیوې ملي پروسې دپیلولو لپاره عامه پوهاوی پیل کړي. په دې اړه باید زموږ په فرهنګي عادتونو کې بدلون راشي او موږ باید دمعاصر غیرت ځانګړتیاوې په دې بڼه خلکو ته وروپیژنو :

دغیرت ساتلو وسله نه توره ده نه احساسات ، بلکې د غیرت ساتلو ریښتیني وسایل کار او پوهه دي .  موږ دځان ، دخپلې کورنۍ ، دخپل ټبر، دخپل هېواد دحریمونو د ساتلو غیرت باید ولرو، خو ددې غیرت دترسره کولو لپاره باید:

۱- کار او له عقله کار اخیستل پیل کړو

۲- دخپلو حریمونو لپاره دګواښ ریښې او عوامل وپیژنو

۳- تر ټولو لوی ګواښ زموږ احتیاج اوکمزوري ده

۴-  داحتیاج او کمزورۍ دله منځه وړلو لپاره باید پرعقل او عمل تکیه وکړو

۵- یوازې هغه وخت به  په ریښتیاغیرتي ولس وګڼل شو ،چې خپله ډوډۍ وخورو ، په خپله زمکه په خپلو خواریو غنم وکرو ، خپلې اوبه ورکړو ، ملي غیرت له همدې ځایه پیلیږي .