کابل ښاروالې او سره میاشت غواړي، د خلکو په چندو او بسپنو ، دکابل درې تاریخي سترې ماڼۍ بیاورغوي ، ښه هڅه اوښه نیت دی ، خو دادرې واړه ماڼۍ بهرنیانو ندي ورانې کړې، ددې ماڼیو ورانوونکي همدلته دي او لا هم پر لویو څوکیو پراته دي ، ددې کار لپاره ددوی ځواب څه دی ؟
راځئ یو څوک پیدا کړو ، چې ددې ماڼیو له ورانوونکیو څخه وپوښتي ، چې دا مو دکوم ملي ارزښت او هیوادني ارمان لپاره ورانې کړې ؟ عجیبه داده ،چې دوی هریو ددې پوښتنې لپاره ځوابونه لري ، دجګړو دوه ، درې یا تر دې ډیر اړخونه شته ، چې داماڼۍ یې ورانې کړي دي اوښايي هریو یې دخپل دې کار لپاره زرګونه دلایل وویلی شي ، په دې پسې ډیر نه ګرځي ،چې خلک دا دلایل مني که نه ؟ خو دوی ځان نه بندوي او که چا دلایل ونه ومنل نو نورې لارې هم شته چې ...
زموږ سیاسي منطق سرچپه راځوړند دی ، موږ اول باور کوو او بیا دخپل باور لپاره دلایل لټوو ، که دا باور ناسم وي ،نو هرڅه ورانوي او زیان یې نورو ته رسیږي ، هوښیار سیاستوال داسې نه کوي ، دوی فرضیه ټاکي ، بیا یې دلایل پلټي او په پایله کې ځان سم باور ته رسوي ، همدا دی، چې کار یې سمه پایله راوړي او په خلکو کې یې محبوبیت ورځ تر بلې زیاتیږي . زموږ سیاسي باورنه پر دلایلو ندي ولاړ ، بلکې موږ تل هڅه کړې ده ، چې دخپلو ناسمو باورنو لپاره دلایل ومومو. زموږ سیاسي باورنه دخپلو ګټو ، ځانغوښتنې او ځواکغوښتنې پر بنسټ رامنځته کیږي او دا چې دداسې باور پر بنسټ اعمال څه پایله درلودای شي ؛ ددرې واړه ماڼیو نننی حالت ستاسو ځواب درکوي.
په افغانستان کې ستونځه دا ده ، چې دسیاست لومړی ګام دځان له ګټو پیل کیږي ، بیا خپلرنګه کسان او په ګټو کې شریکان پالل کیږي اوډیره توره ،چې وکړي بیا دقومي سیاست شعار پر تندي نیسو ، زموږ سیاسي باور دهمدې ګټو له خوندي ساتلو څخه راپیلیږي ،بیا نو خپل ټول استعداد په دې لګوو ، چې څنګه دخپلو باورونو لپاره دلایل پیدا کړو او پر نورو یې ومنو .
علمي سیاست بل ډول دی :
دهېواد لویې ګټې ، دخپل هېواد دټولو اوسېدونکو دانساني ژوند دشرایطو دښه کولو لپاره مبارزه او دټولنې له هوساینې سره هممهاله خپله هوساینه غوښتل یې منځټکي وي ، داسې لویو موخو او ارمانونو ته درسېدو لارې چارې هغه دلایل دي ، چې سیاستوال ځانګړیو باورونو ته رسوي او دا باورونه دسیاسي فکراو عمل میکانیزمونه رامنځته کوي.
بېلګه :
نننۍ ښاروالې او سرې میاشتې ددرییو ماڼیو دجوړیدولپاره فکر کړی دی، یوملي فکر ، دې فکرونو یو شمېر لاروچاروته ورنږدې کړي دي ، چې راځه له خلکو مرسته وغواړه ! له خلکو سره دهېواد مینه او په ښه کار کې دنوښت دلایلو دوی دې باور ته رسولي ، چې دا کارکېدونکی دی ، او په پایله کې دوی دیوه سم سیاست ګام پورته کړی دی.
هغه ډلې ،چې دخپل ځواک او لوټ تالان لپاره یې دډیرو ځمکو او شتمنیو دنیولو لپاره جګړه کوله اول یې دادرې ماڼۍ او دهېواد نورارزښتونه وران کړل ، بیایې وروسته دخپلو ګټو دخوندي ساتلو لپاره هڅې پیل کړې او دخپلو ورانیو دتوجیه کولو لپاره یې دلایل ولټول ، دا دی سرچپه او ناسم سیاست .
وړاندیځ :
حکومت ، ګوندونه ، سیاسي شخصیتونه او دسیاست مینه وال ځوانان باید په ، هېواد کې دودشوې سرچپه سیاستلوبه راسته کړي او په ریښتینې سیاسي مبارزه یې بدله کړي . موږ باید دخپل هر سیاسي خوځښت او پر مختګ لپاره پر ریښتینو دلایلو ولاړ باورونه ولرو او دهمداسې باورونو پر بنسټ خپل سیاسي تګلار او تګلوری وټاکو ، موږ باید، له خپلو سياسي ملګرو سره ، دګټو او امتیازاتو پر ځای پر علمي دلایلو ولاړ باورونه شریک کړو او خلک پردې باورونو راټول کړو . دخپلو ګټو په خاطر داسې څه کول چې سبا یې د (ولې؟) ځواب ونلرو او دروغجن دلایل ورته لټوو ، کولای شي موږ ددرېیو ماڼیو د ورانوونکیو په برخلیک واړوي .
زموږ دناسمودلایلو په وړاندې به زموږ همزولی نسل چوپ پاتې شي ، خو تاریخ هېڅکله چوپ نه پاتې کیږي .
کېدای شي ، ځینو خلکو ته دخپلو ګټو دخوندي ساتلو په وړاندې دتاریخ قضاوت هېڅ ارزښت ونلري ، مګر دټولنیز شعور له ودې سره سم همزولی نسل پر خپل وخت قضاوت او عمل کوي ، ځکه نو دنن او سبا سیاستونه باید مخامخ خلکو ته دځواب ورکولو توان ولري.
دهېڅ سیاسي عمل لپاره دروغجن دلایل مه لټوئ ، بلکې دریښتینو باورنو پر بنسټ سیاسي ګام پورته کول پیل کړئ ، چې هېواد مو پر ماڼیو ښکلی شي .