تر دیرشو کلونوزیاته موده کیږي ، چې پر بهرنیانو باندې زموږ خوشباوري نه ختمیږي ، په تیره بیا تېر لس کلونه ، خو یې ښه ساده ګان کړو ، له موږ سره یې دپیشو او موږک لوبه پیل کړې ده ، نه مو خوري او نه مو پریږدي. راځئ ددوی یو څو تکتیکونو ته ځیر شو او بیا دخپلې ساده ګۍ جاج واخلو ، بهرنیان له زماني پلوه زموږ زغم په منظمو دورو ویشي ، له لومړي بن څخه یې راونیسه تر ننه پورې زما په حساب دولس یا دیارلس نړیوالې غونډې شوي دي ، هرې غونډې ته په میاشتو میاشتو تبلیغ شوی دی، راډیو ګانې ، تلویزیونونه ، مرکې ، کارپوهان ، ګومانونه ، زیري ، ویرې او.... خو په عملي توګه له لومړي بن پرته نورو غونډو دافغانانو په ژوند کې هېڅ بدلون ندی راوستلی ، همدا څو میاشتې مخکې په استانبول کې یوه غونډه وشوه، ډول اوسورني ښه ډیر ورته ووهل شول ، خو په پایله یې که څوک پوه شوي وي ، هیله ده راودې لیکي ، خوداغونډې هسې دګونګټې خواري هم نده ، بهرنیان ورڅخه ډېر کوچ بودوي اول دا چې له یوې غونډې څخه تر بلې پورې افغانان بوخت ساتي ، دابیچاره ولس وژل کېدل ، ولږه ، بیکاري ، او دژوند سخت شرایط په دې تمه زغمي، چې ځه نو دپاریس ، لندن ، توکیو، کابل یا بن غونډه راروانه ده ، معجزه به وشي او داټولې ستونزې به پای ته ورسیږي .... بهرنیان له دې غونډو بله لاسته رواړنه هم لري ؛ دافغانانو ګډ ذهنیت معلوموي او دزغم اندازه یې اخلي ، دشعور کچه یې ګوري او همداراز خپلو خلکو ته هم ښيي چې دافغانستان قضیه ډیره مهمه ده او دوی ( واکمنان ) سخت پکې بوخت دي . بهرنیان له یوې غونډې تر بلې پورې له افغانانو څخه دسیاسي نوښت او اصلاحاتو توان اخلي او دانتظار لمر ته یې دروي ، دافغانانوپه دوو نسلونو کې یې اوس دا باور پوخ کړی دی ، چې څه کوي نو بهرنیان به یې کوي ، افغانان څوک دي ، چې څه به وکړای شي ؟ په ډیرو مجالسو کې مو ، چې پرسیاسي وضعیت بحث کېده ، اوریدلي دي؛ ته ودریږه چې خارجیان به څه وکړي ؟
اصلي ستونځه :
پر نورو زموږ خوشباوري او پر ځان ناباوري ده.
دا سمه ده چې بهرنیان ځواکمن دي، پیسې او وسلې لري ، ټکنالوژي او څارګرې ادارې لري ، دا او هغه کولای شي ، خو دا په دې مانا نده چې موږ هېڅ هم نشو کولای. زموږ ددې خوشباورۍ او بې باورۍ لاملونه به ګڼ وي ، جګړه ، نالوستتوب ، ولږه ، خو یو اصلي لامل یې پخپله دبهرنیانو چلونه دي ، بهرنیانو موږ له اروايي پلوه تر ښکېلاک لاندې راوستي یو ، ددوی رسنۍ شپه او ورځ دهمدې لپاره لګیادي ، رسنۍ ددوی دي ،که څه هم ژبه ، لحن او خولې یې زموږ دي ،په ځینو برخو کې دارسنۍ موږ ته ګټورې هم دي ، خووجودي منطق يې له رواني پلوه زموږ ښکېلول دی. دوی ټوله پېښه هغه ډول لوبوي چې زموږ بېباوري او خوشباوري ورځ تر بلې ډیره شي او له موږ څخه دسیاسي نوښت او ( څه کولو) توان اخلي ، موږ لاهم له یوې غونډې تربلې پورې هرڅه زغمو او دوی لګیا دي ددې ټولو تر شا خپله سیاسي اجندا پرمخ بیايي . ډیر ځله موږ په ابهام کې ورکیږو ، په یوه داسې تشه کې چې هېڅوک نپوهیږي ، څه به وشي؟ څوک څه غواړي؟ نړۍ ، سیمه او موږ کومې خواته روان یو ، په همداسې یوه تشه او ابهام کې بهرنیان دیوې غونډې یابدلون غږ وکړي ، موږ له هېښتیا راوباسي او پر یوې داسې پیښه پورې مو وتړي ، چې ګټه یې بیا دوی ته رسیږي . تر هرڅه وړاندې باید له همدې ښکېلاکه ځان خلاص کړو.
وړاندیځ :
موږ باید له خپلو خلکو سره د حقیقتونو دشننې او سپیناوي خپل وسایل او امکانات ولرو ، او دهغو په مرسته خپل نظر وویلای شو.تاسو به وایاست ، چې په دې اوسنیو رسنیو کې خو هم خپل نظر ویلی شو، هو! داسمه ده موږ یوازې خپل نظر ویلی شو خو عامه ذهنیت نشو بدلولی ، موږ د بهرنیانو د سیاستونو په اړه داسې اراده نشو رامنځته کولای چې دڅه کولو او بدلون راوستلو نوښت زموږ شي . دا په دې مانا نده ،چې له بهرنیانو سره خپل اړیکي خراب کړو، نه هېڅکله نه ! بلکې دامناسبات باید پخپله ګټه راوڅرخوو او داسې لوبه وکړو ، چې ددوی له امکاناتو ، ټکنالوژۍ ، پیسو او حضور څخه ددې هېواد په ګټه کار واخیستلای شو او له بېځایه خوشباورۍ څخه ځان وباسو . په لسو کلونو کې په دولسو يا دیارلسو نړیوالو غونډوکې هېڅ ونشول، نور نو دنړیوالو په ورا او خوړه کې څڼې اچول ندي پکار او په هره پېښه کې باید دخپلو ګټو او تاوانونو جاج واخیستلی شو، دلومړي ځل لپاره ښايي روښانفکره ، لوستي ، اغیزمن افغانان په ګډه سره داسې دریځ خپلول زده او عملي کړي ، چې دوه پایلې ولري :
۱- دنړیوالو له رواني ښکېلاک څخه خلاص شو او پخپله دفکر کولو ، دفکر کولو پر بنسټ عمل کولو او په ګډه له عمل کولو څخه دپایلې اخیستلو افغاني بهیر بشپړ کړای شو. په دې توګه به له بېځایه خوشباورۍ ، بېباورۍ او بیا بیا تېروتلو څخه ځان خلاص کړو ، پر نورو شک له همدې ځایه ریښه اخلي ، چې( نور) زموږ دخیر لپاره ځان نه په عذابوي او دا موږ یو چې باید دځان دخیر لپاره هڅه وکړو.
۲-دوهمه ګټه به يې داوي ،چې بهرنیان به دپیشو او موږک له دې ستومانوونکې لوبې څخه لاس واخلي ، او یوڅه به پر عملي بدلون راوستلو فکر وکړي ، دغه ملي ویښتیا ددې لامل ګرځيدلای شي ،چې بهرنیان لږ تر لږه له موږ سره داسې چلند وکړي ، چې له نورو باارادې او ویښو ملتونو سره یې کوي .
په دې اړه د عامه ذهنیت درهبرۍ ریښتیني ( ریالیستیک) وسایل ، فکرونه او منظمې هڅې حکومت ، ریښتینې ملي ـ سراسري ګوندونه ، اغیزمن شخصیتونه ، فرهنګیان ، علما او ژمنې ملي رسنۍ ترسره کولای شي .